افغانستان

کابل کې د امریکا او اروپایي هیوادونو سفارتونه: د طالبانو بریدونه دولتي ادارې کمزوري کوي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۱۲ سلواغه، ۱۳۹۹ل):داسې مهال چې په وروستیو کې پر دولتي چارواکو او د مدني ټولنو پر غړو هدفي بریدونه زیات شوي؛ په کابل کې د اروپايي اتحاديې غړو هیوادونو او د امریکا د متحده ایالاتو سفیرانو په یوه اعلامیه کې طالبان ددې ډول بریدونو مسئولین بللي او اندېښنه يې ښودلې چې دا ډول وژنې به د حکومت ادارې کمزورې کړي.

د اروپايي اتحادیې له ادرسه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې  استرالیا، کاناډا، چک، ډنمارک، فنلنډ، فرانسه، المان، ایټالیا، هالنډ، هسپانیه، سویډن، بریتانیا او امریکا په کابل کې د وروستیو هدفي بریدونو او وژنو له امله په اندېښنه کې دي او باور لري چې دا ډول بریدونه د طالبانو له لوري د حکومتي ادارو د کمزوري کولو په خاطر طرحه کېږي.

اعلامیه کې وړاندې پر حکومت غږ شوی، چې دا ډول هدفي وژنې په شفاف ډول وڅېړي او عاملین یې «د افغانسستان د خلکو په حضور کې» محاکمه کړي.

یادو هیوادونو ادعا کړې چې په افغانستان کې يې د بنسټونو په جوړولو ډېره پانګونه کړې او اوس چې «تلیفوني شبکې، پلونه، سرکونه او پلچکونه د طالبانو له لوري ورانېږي» دوی په اندېښنه کې دي او  غندي یې.

په دې اعلامیه کې اروپایي هیوادونو او امریکا د هغو کسانو ملاتړ کړی، چې ددوی له قوله، په سیاسي هوکړه باور لري او د یوه داسې افغانستان جوړېدو ته ژمن دي چې مقتدر او یو موټي وي او له ځان او نورو هیوادونو سره په سوله کې ژوند وکړي.

یاده دې وي، چې په دې وروستیو کې د هیواد په ګڼو هیوادونو په ځانګړي ډول په پلازمېنه «کابل» کې هدفي بریدونه زیات شوي دي او زیاتره یې د مدني ټولنو مخکښ غړي، ژورنالستان او دولتي چارواکي هدف وي.

طالبان د مدني ټولنو د غړو او خبریالانو د وژل کېدو پړه پر حکومت اچوي او ټینګار لري، چې دا ډول کړنې د سولې پروسې د تخریب موخه ترسره کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد

آیادااروپایی ټولنه اوامریکایی دیپلوماتان تراوسه دکمونسټ حکومت اوغله حکومت حمایت کوی دوی اودافغانستا ن سره دسوی ظلم څخه ناخبره دی دالقاعدی مشراسامه بن لادن یی دکمه ځایه ونیوۍ داټول پلان دانګریزانووو د I S Iپه واسطه یی عملی کۍ آیاملامحمد عمرورلډ ټریډسنټرپیژاندۍ اوکه یی داطیارواغوازده وه،څه ړنده دنیا ده الله دمظلومانوملګرۍ دۍ دوی به داسی دربدره کی لکه سوویت یونین.عبدالواحداڅګزۍ

ملا جانان

کوم بریدونه چي دا سفارتونه یې ښیي، د اکثریت افغانانو په اند د هم هغه دولت کار دی چي دوئ په رسمیت پیژندلی او د افغان ولس د ارادې برخلاف د بقاء د تامین لپاره مرستي ورسره کوي

الحاج استاذ بیانزی

د خوارګی او پیړ سړی په غیږه یا پهلوانۍ کی که خوارکی لاندی هم شی پروا ځکه نه لری چه خلک یی له اوله ناکام شمیری چه پیاوړتیا یی د هغه پیړ لوی پهلوان سره حتی د مقایسی وړ هم نه وی. مګر دغه ډیره د حیرانتیا او نه منلو وی چه هماغه خوارکی په لاندی کولو شل کاله خواری کوی دا خو پریږده چه لاندی یی نه کړی بلکه هغه لوی پهلوان پرله پسی په زمکه وولی. دا یی هم خیر لوی پهلوان لا اخره کی کله په دروغو او کله په لاپو شابو شروع وکړی دایی نو تر… نور لوستل »

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx