افغانستانسولې اړوند خبرونه

د طالبانو پلاوي د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره لیدلي دي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۱۲ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د طالبانو د سیاسي دفتر د رییس او سیاسي مرستیال «ملا برادر اخند» په مشرۍ د طالبانو پلاوي په تهران کې د یاد هیواد د بهرنیو چارو د وزیر «جواد ظریف» سره لیدلي دي او د افغان سولې او اړوندو مسایلو په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند «ډاکټر محمد نعیم» پر ټویټر لیکلي، چې دغه لیدنه په یوه «ښه فضاء کې» ترسره شوه او په مهال یې «د افغانستان د حالاتو او بين الافغاني مذاکراتو په اړه، د دوحې د توافقنامې په پوره عملي کيدو، او افغانستان او سیمې ته د امن او سولې په ضرورت هم بحثونه وشول.»

طالب پلاوی چې له تېرې اوونۍ راپدېخوا دوحه کې دی، تر دې وړاندې يې هم د ایران د ملي امنیت د عالي شورا له منشي «علي شمخاني» سره لیدلي وو او د افغان سولې او د سیمې د امنیتي وضعیت په اړه یې ورسره خبرې کړې وې.

دغه لیدنې داسې مهال دي، چې په دوحه کې د افغان سولې خبرو دوهم پړاو پيل شوی دی؛ خو د کابل مذاکراتي ټیم طالبان تورنوي، چې د مذاکراتو په مېز له دوی سره بحثونو ته لېوالتیا نه لري.

ورته مهال په امریکا کې د پخواني ولسمشر «ټرمپ» له ادارې څخه واک د «بایډن» ادارې ته لېږل شوی دی او هغوی ټينګار لري، چې په دوحه کې د طالبانو او امریکا تر منځ لاسلیک شوې توافقنامه بیا ځلې ارزوي او دا تر غور لاندې نیسي چې طالبانو کړې ژمنې څومره عملي کړي دي.

بل لور ته طالبان بیا وایي، د دوحې تړون ته ژمنتیا لري او دا چې یاد تړون د افغانستان او امریکا د ولسونو په ګټه دی؛ نو ځکه یې باید د بایډن اداره عملي کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

ایران ته تګ باندی به طالبان امریکا وډاروی ، مګر طالبانو ته ډیره ګټه نه لری څومره چه ایران د افغانستان د خلکو، خاوری او خپلواکی دشمن دی امریکا نه ده

طوطی

بیانزی صیب: بالکل حقیقت دی وویل. دا اصلآ د پاکستانیانو سیاست دی. پاکستان هم کله چین او کله هم روسان د کراچی اوبو ته د تمریناتو په خاطر راغواړی د امریکایانو پر ضد. پدی وخت کی ایران او روسی ته د طالبانو سفر ډیره غلطه مشوره وه. لږ صبر پکار وه. ایرانیان په والله ورسره ډوډی وخوری وایی دوی چټل دی بد بوی کوی.

طوطی

هر چا چی طالب ته دا غلط مشوره ورکړی وی چی د دوحی خبری د پریږدی او د امریکا پر ضد د ایران او روسی ته سفر وکړی ډیره غلط مشوره وه. طالبانو غټه ضربه په خارجی سیاست کی وخوړه او ممکن چی نور هم سره خراب شی.

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx