نړۍ

په افغانستان کې د برمته شوي قراردادي کورنۍ له بايډن څخه د هغه د خلاصون غوښتنه کړې

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۱۲ سلواغه، ۱۳۹۹ل): په افغانستان کې د برمته شوي امريکايي قردادي انجينير مارک فريچز د کورنۍ غړو له ولسمشر جو بايډن څخه غوښتي، تر هغو له افغانستانه خپل پوځيان ونه باسي، تر څو، چې مارک فريچز نه وي ازاد شوی.

د رپوټونو له مخې مارک فريچز په افغانستان کې د انجينرۍ چارو يو امريکايي قرادادي و، چې يو کال پخوا برمته شوی دی او تر اوسه يې درک نشته.

طالبانو تر اوسه د هغه د برمته کولو په اړه څه نه دي ويلي، خو امريکايي چارواکي وايي، چې نوموړی قرداردي طالبانو برمته کړی وي.

اسوشيټيډ پريس خبري اژانس د فريچز د خور کرلين کاکورا له قوله ليکلي، دوی لا هم باوري دي، چې فريچز ژوندی دی او تر اوسه يې د وژل کېدو يا هم ټپي کېدو خبر دوی ته نه دی رسېدلی.

د طالبانو او امريکا ترمنځ د شوي تړون له مخې د پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د واکمنۍ تر پايه په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو شمېر له ديارلس زرو څخه دوه نيم زرو ته راښکته شو او ټاکل شوې، چې د دې تړون له مخې د روان ۲۰۲۱ کال د مې مياشت تر لومړۍ نېټې ټول امريکايي ځواکونه له افغانستانه ووځي.

تر اوسه دا نه ده روښانه، چې د بايډن اداره به د ورک شوي مارک فريچز په موندلو بریالۍ شي او که نه.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت هم د مارک فريچز په ورکېدو اندېښنه ښوولې او اعلان يې کړی، که هر چا د هغه په موندلو کې مرسته وکړه، پنځه ميليونه ډالر انعام به ورکړي.

د امريکا د پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ ادارې هم ويلي و، چې د مارک فريچز سربېره نور تري تم شوي امريکايي وګړي، خپلو کورونو ته ستنوي، خو د نورو ستونزو سربېره يې دا کړاو هم د بايډن ادرې ته په میراث کې ور پرېښود.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx