افغانستان

هلمند: طالبانو په ګرشک کې یو عکسري پنډغالی او درې پوستې نېولې دي

د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالي کې تېره شپه د طالبانو له خوا د پولیسو او اربکیانو په ګډ پنډغالي او دریو پوستو جګړه شوې ده.
د هلمند دولتي چارواکو د برید پخلی کړی او د تلفاتو اړوند يې نا خبري ښوودلې ده.
د طالبانو ویاند قاري محمد یوسف احمدي رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي دي چې دوی تېره شپه د ګرشک ولسوالي د نهرسراج په سره ښاخ سیمه کې د اربکیانو او پولیسو په ګډ پنډغالي او دریو پوستو جګړه کړې ده چې چې د شپې له دوولسو بجو تر دوو بجو اوږده شوه.
قاري يوسف احمدي وايي چې په دې دوه ساعته جګړه کې يې پنډغالی اودرې پوستې بشپړې تر واک لاندې راوستې او پکې یوولس تنه پولیس او اربکیان يې وژلي او اووه تنه نور ټپیان دي.
خبرپاڼه کاږي: « یاده قرارګاه اوپوستې په بشپړه توګه فتح ۱۱ تنه پولیس اواربکیان قتل او ۷ تنه نورسخت ژوبل شول.
ددښمن ۱ کرولاموټر ، ۲ عرادې موټرسایکل تخریب شول ، او ۵ کلاشنکوفونه ،یوموټرسایکل او ګڼ شمېرنورمهمات یې غنیمت شول.»
بل پلو تېره ورځ نږدې ماښام د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالي کې د طالبانو په یوه چاودنه کې د ملي اردو پنځه عسکر وژل شوي دي، په وژل شویو کې د يوې پوستې معاون هم شامل دی.
دا په داسې حال کې دی چې په دې وروستیو کې دولتي امنیتي ځواکونه په هلمند کې د عملیاتو په پایله کې د طالبانو د ماتې خبرونه خپروي او وايي چې حالت يې عادي کړی دی.
بل پلو د هلمند د ځينو ولسوالیو اوسېدونکي وايي چې دوی په روژه کې له جګړو ستړي دي دولتي امنیتي ځواکونه د دوی امنیت نه شي نیولای که يې طالبانو ته پرېږدي دوی به د ارام ساه واخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x