افغانستان

امريکايي ډيپلوماټ د ناټو ځواکونو پاتې کېدو په اړه د رویټرز رپوټ رد کړ

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۱۲ سلواغه، ۱۳۹۹ل): رویټرز خبري اژانس د سرچينو په حواله ليکلي،چې ناټو پلان لري، د امريکايي ځواکونو له وتلو وروسته هم خپل پوځيان په افغانستان کې پرېږدي.

خو يوه امريکايي ډيپلوماټ نن ټکی اسيا سره په خبرو کې د رويټرز رپوټ رد کړی او وايي، چې بحثونه روان دي، خو تر اوسه په دې اړه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.

رویټرز د څلورو لوړپوړو ناټو چارواکو له قوله ليکلي،که د ځواکونو د پاتې کېدو پرېکړه وشي، دا به په افغانستان کې د تاوتريخوالي زياتېدو لامل شي؛ ځکه چې طالبان د ټولو بهرنيو ځواکونو د وتلو غوښتنه کوي.

 

رویټرز د نوم نه څرګندولو په شرط د ناټو د يوه چارواکي له قوله ليکلي، چې «د ټولو ځواکونو وتلو پر شرط عمل نه دی شوی.»، د امريکا نوې ادارې په پاليسۍ کې هم بدلون راځي او د ځواکونو وتلو تګلاره بايد دقيقه محاسبه شي.

خو يوه امريکايي ډيپلوماټ نن ټکی اسيا ته وويل، چې تر اوسه په دې اړه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې او طبعي خبره ده، چې د ځواکونو وتلو په اړه بحثونه روان دي.

د امريکا پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د تېر کال فبرورۍ کې د امريکا او طالبانو ترمنځ د شوي تړون ستاينه کړې وه او د همدې تړون له مخې يې د امريکايي ځواکونو شمېر له ديارلس زرو څخه دوه نيم زرو ته راښکته کړ.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير انټوني بلينکن او د ملي امنيت سلاکار جېک سولېوان ويلي، دوی د امريکا او طالبانو تر منځ د شوي تړون اروزنه کوي او رویټرز ليکلي، په راتلونکې فبرورۍ کې به د ناټو دفاع وزيرانو په غونډه کې په دې اړه بحثونه وشي.

د امريکا او طالبانو په تړون کې راغلي، چې د امريکا او ناټو ځواکونو سربېره ټول قراداديان به له افغانستانه وځي او اوس د دې ژمنې پای ته رسېدو ته يوازې څلور مياشتې پاتې دي.

د ناټو مشرانو تر دې مخکې هم ويلي، چې له امريکا  سره يو ځای افغانستان ته راغلي او يو ځای به وځي او نه غواړي، چې له اړتيا پرته په افغانستان کې پاتې شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ملا جانان

زموږ فاسد چارواکي داسي فکر کوي چي ناټو او امریکا د قارون خزانې ته لاس رسی لري او دوئ ته تر اخیرته پوري تی ورکولای سي. کله چي ماشوم د مور شیدې روي،بدن یې نمو کوي او د ۲ کلو په بهیر کي د خوراک د جهته د مور د شیدو څخه خودکفا کیږي. موږ د امریکا او ناټو دا معیوبه ماشوم وینو چي شل کاله د دوئ د شیدو رودلو وروسته هم د دوئ شیدو ته محتاج دی. اوس وخت رارسیدلی دی چي باید دا ماشوم د ناټو او امریکا د شیدو څخه پرې سي. دې نا اهله ماشوم… نور لوستل »

عبدالواحد

که دناټوتیروخت نه ووهیرسوی مشکله ده چه دفل زړه ورکی چه پاته به سی طالبان اوس هم هغه طالبان ندی لکه پخوازیات باتدبیره سوی اودامریکااوناټودښمنان یی ملګری کړی دی انشاءالله موډرنی وصلی به په لاس ورسی سپارتونه اوبیسونه به یی داسی په غم ورولړی چه توبی به په وکاږی انشاءالله اسلامی اتحادیه به هم جوړه سی بیابه له کفارولاراوګدرورک کی.دالله څخه دتوفیق په هیله عبدالواحداڅګزۍ

الحاج استاذ بیانزی

دروغګوی حافظه ندارد ، او بل غلام حیثیت، هویست او شخصیت نه لری حتی شاهدی یی د منلو وړ ځکده نه ده چه غلام نه هویت او نه صلاحیت لری نو ناتو لمړی درجه او د کابل اداره اخری درجه غلام دنی ناتو ویل چه د امریکا سره یوځای راغلی او یو ځای به وځو یعنی د امریکا مخکی لکه د ګیدړانو مو رامنډی وهلی څه چه افغانستان کی وو امریکایانوکه څه یووړل هم په ډیرو شوکو او نوکو اچولو نو مونږ ته څه پاتی دی نو چه څه نه دی پاتی چبرا به وځی مګر بیا هم پنورونی بادار… نور لوستل »

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx