افغانستانسولې اړوند خبرونه

ولسي جرګه: د مذاکراتو دواړه لوري موضوعات رانه پټوي، دوحې ته پلاوی لېږو

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۱۲ سلواغه، ۱۳۹۹ل): داسې مهال چې په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو دوهم پړاو پیل شوی دی، د کابل حکومت ولسي جرګه وایي، حکومت او طالبان ورته د مذاکراتو اصل حال نه وایي او دوی مجبور دي چې د سولې په خبرو کې مخامخ ګډون وکړي او خپل پلاوی دوحې ته ولېږي.

د ولسي جرګې رییس «میر رحمان رحماني» د نن ورځې په عمومي ناسته کې ویلي، چې تر خپلې رهبرۍ لاندې يې ۲۱ غړي لرونکی د «سولې کمېسیون» جوړ کړی تر څو له همدې لاره ولسي جرګه وتوانېږي د سولې په خبرو کې مستقیمه برخه واخلي او د مذاکراتو اصلي حالت معلوم کړي.

نوموړي وړاندې زیاته کړې «طالب وایي، حکومت سوله نه غواړي او حکومت بیا وایي، طالب د سولې غوښتونکی نه دی او امریکایان بیا توافقنامه له سره ارزوي، دا په داسې حال کې چې هره ورځ د افغانستان سلګونه خلک د جګړې قرباني کېږي، له دې امله چې د خلکو اصلي استازولي له ولسي جرګې سره ده؛ نو اول د پخلاینې عالي شورا له رهبري سره وینو، تر هغه وروسته هیواد کې له مهمو سیاسیونو سره ناستې کوو او بیا دوحې ته ځو او هلته له دواړو اړخونو سره خبرې کوو، تر څو وکولای شو په پای کې اصلي طرحه چمتو کړو او د واقعي سولې د تامین لپاره کار ترې واخلو.»

د رحماني له قوله، ولسي جرګه د خلکو استازولي کوي او دا ډېره مهمه ده، چې ددې جرګې غړي پوه شي د مذاکراتو په بهیر کې څه تېرېږي او کوم لوری د خبرو د ځنډ لامل دی.

د نوموړي په خبره، د ولسي جرګې د سولې کمېسیون به دا طرحه جوړوي چې څه ډول کېدای شي دا جرګه د سولې خبرو ته مستقیمه لار ومومي او له هرڅه باخبر واوسي.

د ولسي جرګې د مشر پورتنۍ څرګندونې داسې مهال دي، چې په دوحه کې د افغان سولې خبرو دوهم پړاو پيل شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

پارلمان خو خپل نوم پر چورلمان تبدیله کړ. دا د غلو ډله او جاهلان غواړی چی ځانونه مطرح کړی او ځانو ته حیثیت پیدا کړی. خو ټول ملت پوهیږی چی دوی د رشوت او ناجایزه لاری څخه پارلمان ته راغلی.

ملا جانان

ولسي جرګه له قطره څه غواړي؟ که رښتیا هم ولسي جرګه وي او غړي یې د ولس واقعي استازي وي او د برحاله نظام د کارکردګي څخه مطمئین وي، باید خپلو خپلو سیمو ته ولاړ سي، د هغو سیمو ولسونو ته د نظام په ملاتړ قناعت ورکړي. ولسونه به طالبان پر کور کښینوي. دا چي د پارلیمان څخه د هغه نیروهایې امنیتي د زنده باد شعارونه ورکول کیږي چي هره ورځ په لسګونو بیګناه وګړي، ښځي او ماشومان وژني، ولسي کورونه نړوي او مسافر لوټي. بیا دي نو نران سي وسله دي واخلي د دغه نیروهای امنیتي په ملاتړ دي… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x