افغانستانسولې اړوند خبرونه

اردوغان له غني سره په خبرو کې د سولې په تړاو د ترکیې، افغانستان او پاکستان د علماوو د ناستې رابللو هوکړه کړې

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۱۲ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د ترکیې ولسمشر «رجب طیب اردوغان» د کابل حکومت له مشر «اشرف غني» سره تلیفوني خبرې کړې دي او په  پوځي برخه کې له کابل حکومت سره د همکارۍ تر څنګ یې نوموړي ته ډاډ ورکړی، چې د افغان سولې په تړاو به د ترکیې ، پاکستان او افغانستان د علماوو درې اړخیزه ناسته رابولي.

له ارګ څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې په دې تلیفوني خبرو کې د دوه اړخیزو اړیکو تر څنګ د افغان سولې د تازه وضعیت او په تړاو یې د سیمه ییزې اجماع په جوړولو هم بحث شوې دي.

خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، چې د ترکیې ولسمشر – اشرف غني ته وعده ورکړې چې په پوځي او امنیتي برخه او ښوونیز سکتور کې د کابل حکومت مرسته کوي او په نږدې راتلونکې کې د افغان سولې په تړاو د دریو هیوادونو د علماوو ناسته رابولي.

د خبرپاڼې په بنسټ « د دغې ټلیفوني مکالمې په پای کې دواړو جمهوررئیسانو هوکړه وکړه چې په سولې پروسه کې به د همکارۍ په موخه په نږدې راتلونکي کې د ترکیې په نوښت د افغانستان، پاکستان او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو درې اړخیزه غونډه جوړه شي او همدارنګه به د افغانستان د سولې په تړاو د افغانستان او ترکيې  علماو ګډ کنفرانس دایر شي.»

له کابل حکومت سره د ترکیې د مرستې ژمنې داسې مهال دي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوي تړون په اساس په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شمېر د تېرو دوو لسیزو په پرتله تر ټولو ټيټي کچې ته راټيټ شوی او ښایي له یادې توافقنامې سره سم هغوی د روان کال تر نیمایي پورې په بشپړ ډول له افغانستانه ووځي.

ورته مهال په دوحه کې هم د افغان سولې د خبرو دوهم پړاو پيل شوی دی؛ خو د دریو اوونیو په تېرېدو لا هم پکې پرمختګ نه تر سترګو کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

ویل کیږی چی ګډونوالو ته پکی ښی پیسی هم ورکوی.

Adam Khan

Sallam Talib Jan

If you truly want a free and an Islamic Afghanistan, you should postpone talks with the Kabul admin until the complete pull out of foreign troops

There is a trap for Afghans and the Isalmic Amarat. Afghans will be losing the 20 years efforts and sacrifice and will not be able to reorganize themselves at all.

Believe me something is wrong, I can hear clearly and loudly the walls are talking about this trap

عبدالواحد

اردوان داسی معلومیږی چه ناخبره دۍ یادامریکادنوی صدرزړه ښه کوی کمه کودتاچه ده ته دامریکاله خواوسوه اومسلمانان یی شهیدان کړل اشرفغنی دهغی کودتااودمصردکودتاکړۍ ده لکه چه الله له ده څخه ناراضه دۍ او له قدرته یی لیری کوی،الله فرمایی:زه وخپلوبندګانوته ګورم.عبدالواحد اڅګزۍ

دکتور مجاهد

د حزبیانو دجالی خدای ( اردوګان ) په شان د امریکا او ناتو ښکاری سپی په اسلامی نړی کی بل نشته په منځنی ختیز او افغانستان کی یکی ښی لاس وو ، افغانستان کوی د ترکیی عسکر د ناتو د قوماندی لاندی د مجاهد ولس د وژلو پسی راغلی دا شل کاله کیږی چه دلته دنده لری ، د دوستم لوطی ، ملحد او بیسواده یی د لمړی معاونت ، جنرالۍ او مارشالی همدی اردګان ورساوه دا هغه خبیث انسان دی چه د نړیوال استعمار ښکاری سپی دی

ملا جانان

اردوغان لکه چي نه دی خبر چي په افغانستان کي د غني پر ضد جګړې رهبري خپله د علماء په لاس کي ده. د یوه رباني عالم دین په مقابل کي به د یوه درباري عالم دین اعتبار څنګه د مقایسې وړ دی؟ لکه د صدامي عراقیو د اعتبار پرتله د ډالر د اعتبار سره…ډېره جالبه خو اردوغان اکثره وخت جالبي خبري کوي. د زړه څخه بد سړی نه دی.

جلال

بسم الله الرحمن الرحیم رجب طیب اردگان چی د اسلام او مسلمانی په خاطر د عالم اکثرو مسلمانانو په زړونو کی ځای لری او د مسلمانانو خواخوږي او دعاګانی همیشه ورسره دی، ډیره لیونی او بی عقل شیوی به چی د خپلواک پسند او مسلمانو طالبانو پر ځای چی الحمدلله پراخه تولنیز بنسټ لری، د غنی نوکر او رولا سرنوکر غوندی اسلام ستیز، منافق او مخرب جهت سره چی بیا الحمدلله هیچ تولنیز بنسټ نه لری او باذن الله د زوال په مخ روان دي، دوستی او یو کاملا غلطه او بی تدبیره پانګ اچونی وکړی. اعوذبالله. و ما علینا… نور لوستل »

Back to top button
6
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x