نړۍ

دچین په شمال لویدیځ کي اوه کسه ووژل شول

china_man_killed_ohters(نن ټکی اسیا جولای ۲۰۱۱/۳۱) بیجینګ: دوو کسانو چي چاقوګان یی لاسونو کی نیولی وو اول یی یو موټرله موټرچلونکي سره وتښتاوه، موټرچلونکي یی مړکړ وروسته یی موټرراوستي دبازار په یوه له ګڼي ګوڼي ډکی سیمه کی یی پرخلګوباندي مخامخ وروستي یوبریدکونکي کس له موټره راکوز شو اوپرخلګو یی دچاقوګانو په واسطه بریدوکړ.

پیښه دشینیان ایالت  په قاشغر سیمه کي کومه چي پدي وروستیو له پرګینزو تاو اوتریخوالي سره مخ شوی وه رامنځ ته شوی ده دبرید له کبله دیوه برید کونکي په شمول اوه کسه وژل شوی دي او ۲۲ نور ژوبل شوی دي، چارواکی وایی چی یوبرید کونکي یی ژوندي نیولی دي.

دولتی تلویزیون زونیا خبرورکړی چی تیره شپه ناوخته په ورته سیمه کی چاودني ترغوږ شوی وی چي وروسته سهاروختي دوو کسانویو لاري موټرسره له موټرچلونکي وتښتاوه

خوحکومتي چارواکو تراوسه په سیمه کي دچاودنو پخلي نه ده کړی یوي ښځینه حکومتي کارکونکي چی دخپل نوم له ښودلو څخه ډډه وکړه زیاته کړه زه دچاودنو په اړه څه نه شم ویلی اونه ماته دچاودنو په اړه کوم خبر رارسیدلي دی.

یوي بلي حکومتي ښځینه چارواکي هم رسنیوته ویلي دوو کسانو یوه لاری موټرسره له موټرچلونکي تښتولی موټرچلونکي یی په چاقوګانو وژلی دي وروسته یی دبازار په یوه له ګڼه ګوڼي څخه ډکه سیمه کي موټر پرخلګو وروستلي دی یوبریدکونکي له موټرڅخه کوزشوی اوخلګ یی په چاقوګانو وهلي چي داووکسانو دوژلو او۲۲ نورو دژوبل کیدو خبرورکول شوی دی.

چینایی چارواکی وایی تراوسه پوري دبرید په اړه څه نشو ویلای، ولی څیړني رواني دي  ترڅومالومه شی دبرید ترشا څه پراته دي.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x