ادبي لیکني

ولسي ادبي مشاعرې غرونه او نښترونه ورسره وزنګول

عمر فاتح

له کلونو وروسته د لويې پکتيا په غرئيزه غېږ کې د طالب ملکوتي ترنم انګازو دنګ نښترونه ورسره وزنګول او له زړونو راوتليو د مينې او عشق په تار پېيليو توريو او لفظونو خاموشو ونو ته سوکه سوکه ټالونه ورکړل.
له شل کلن اشغال وروسته په دين، وطن، ايمان او عقيدې مين زلمي سره را ټول شوي وو، له دين، وطن او لوړو ارزښتونو سره د مينې اظهار يې په شعري انداز کې وکړ، د مشاعرې په پيغام او د شاعرانو په شعرونو څو کرښې ليکم.

په هيواد کې په سلګونو شاعران اوسي، خو البته په فکر، احساس او عمل کې د ځينو او ځينو تر منځ د ځمکې او اسمان غوندې فرق موجود دی، د پکتيا په ولسي ادبي مشاعره کې جالب شاعران را ټول شوي وو، هغه څوک چې په شل کلنه مبارزه کې يې قلمونه او خنجرونه دواړه د دښمن په سينه کې ورخښ کړي دي، قلمونه يې له خنجر او خنجرونه يې له قلم څخه تېره دي، واقعا د دې شاعرانو زړه وړونکو اشعارو او ترنمونو ځوانان ورسره په مخه کړل او د يوويشتمې پېړۍ د فرعوني امپراطورۍ په ماتې کې يې ستره ونډه خپله کړه.

تر دې چې انقلاب هغه ټول خواره واره ملګري نن په يوه مجلس کې سره راټول کړي وو او د هيواد د ازادۍ او افغاني غرور ترانې يې زمزمه کولې، که له هره اړخه رڼا پرې واچوو نو وبه وينو چې هر ځوان په نبوي سنتو برابر د ايماني، افغاني کلتور او فرهنګ اثار له ورايه پکې څرګند وو. د هر شاعر په شعر او ترنم کې درد او هيلې وې د هر شاعر له شعره له خواږه افغانستان سره د زړه له کومې د مينې تود احساس اورېده، داسې مينه او احساس چې ټاميان او غلامان يې تصور هم نه شي کولی.

بل خوا مشاعرې په خپله غېږ کې د مينې، ورورولۍ، زغم، تحمل، صبر، عفوې، ازادۍ، پرمختګ، ګډ ژوند، اتحاد او بريا پيغامونه را نغاړلي وو.

د مشاعرې په بهير کې يو زلمي ته بلنه ورکول شوه، چې په ډېره عاجزۍ يې د دريز پر لور زنګېدلي قدمونه واخيستل او له يوې نړۍ ايماني غرور سره يې بيا هم په کامله تواضع خبرې شروع کړې.

دې زلمي د دښمن په زندان کې ډېرې سختې شپې سبا کړې وې، ډېر زورېدلی، کړېدلی، مهاجر شوی او خونړي انقلاب خپل ټول مشکلات پرې تجربه کړي دي، له کورنۍ يې د څلورو نازوولو وروڼو په ګډون لسګونه شهيدان د الله په دين ځار شوي، خو انس حقاني په پوره زغم سره سټېج ته ودرېد او په ځوانۍ کې يې د سترو قائدينو غوندې الفاظ پر خوله جاري شول، په ټول اخلاص او د زړه له تله يې ټولې برياوې د الهي نصرت نتيجه وبلله او دا چې د عصر سترې امپراطورۍ الله تعالی د دوی په لاسونو ماتې کړې دا يې هم خپل کمال نه بلکې الهي نصرت او لورېينه وبلله. په ډېره مينه يې د وطن د ازادۍ او سوکالۍ لپاره د يوالي خبره وکړه، افغانستان يې د افغانانو ګډ کور وباله.

هغه انس چې دښمن يې غوښتل چېغې يې د باګرام په غېږ کې زندۍ کړي، همغه انس د دار تر کړۍ لاړ او بيرته د عزت او عظمت تر سټېجه ورسېد، چې دا د الله تعالی خاصه لورېينه او د ده پر حقانيت ستر دليل وو، اوس په داسې حالت کې دريز ته ولاړ دی، چې د دښمن د شکنجو اثار يې په وجود کې ښکاري، خو دی بيا هم د زغم، حوصلې او پخلاينې خبره کوي واقعا دا هغه ستره قرباني ده، چې يو څوک د اسلامي نظام، دين او هيواد لپاره ټول دردونه هېروي او تر ټولو ستر دښمن ته هم د صلحې پيغام لېږي.

د انس حقاني صاحب په شعر کې هم د أُنس، مينې، روحانيت او عقلانيت پيغام پروت وو.
دا رنګه د مشاعرې نورو ګډونوالو هم پر خپلو غزليزو توريو او ملکوتي ترنمونو د ګډونوالو زړونه وتخنول، د انقلاب جرس عبدالحکيم سجاد صيب په جادويي ترنم کې دې بيت د خلکو زړونو ته ټکان ورکړ:
بس چې را ياد شي نو په زړه دواړه لاسونه کېږدم
نور د دې ګران افغانستان په اړه هېڅ نه وايم
د زړونو پاچا، د معاصر انقلاب د شعر سرخېل حماسې شاعر مفتون صيب هم کتابونه کتابونه حقايق په څو بيتونو کې را نغاړلي وو، د افغاني غرور او ستر امارت ترجماني يې په څو لفظونو کې وکړه.

چې د افرادو او رهبر کيسه يوه ده، د دفتر او د سنګر کيسه يوه ده، يانې دلته د ټولو يو هدف، يو مرام، يو مسير، يو امير، يو لښکر، يو امر او يو اطاعت دی، تر دې چې قلم او خنجر يې هم يو ځای د غليم په سينه کې ورخښ کړل او وايي چې: د قلم او د خنجر کيسه يوه ده.
مفتون صيب دا سپېڅلې مبارزه او تاريخي وياړ يوازې تر نارينه وو پورې محدود نکړ بلکه مستورې او مجاهدې ملالې خويندې يې هم پکې را شريکې کړې، په عجيب انداز يې دا اتفاق انځور کړ:
د بد نيت او بد نظر په مقابل کې
د حجرې او د ګودر کيسه يوه ده
مفتون صيب دا حماسه په يوه سمت او قوم پورې ونه تړله بلکې پامير او سپين غر يې سره غاړه غړۍ کړه او شمال جنوب يې د سکنيو وروڼو غوندې د دښمن مقابلې ته ودرول:
د يرغل په وړاندې د وروڼو په شان يو دي
د پامير او د سپين غر کيسه يوه ده
بل ځای زموږ د مبارکو مشرانو عزم او ارادې ته اشاره کوي، چې نړيوال دې نه خوشالېږي دلته چې هر څوک په رهبرۍ کې راشي د اسلام تګلاره تعقيبوي، لکه څنګه چې د لوی ملا صاحب رحمه الله کوم مسير وو، ملا ورور اخند په همغه مسير قدمونه اخلي.
نړيوال دې ګوړې نه ماتوي زړه کې
د عمر او برادر کيسه يوه ده
او اخر کې بيا د يو فکر يوې نظريې خبره په جار سره نړۍ ته اعلانوي:
دلته نورې نظريې نشته مفتونه
امارت دی سراسر کيسه يوه ده
د وثيق صيب اشنا خوږ غږ د مشاعرې رنګيني څو چنده کړه، د فرهنګي کمېسيون پيغام يې د ادب ټولو لارويانو ته واوراوو، د انقلاب د مبارزې په اړخونو يې رڼا واچوله، شاعران او اديبان يې تشويق کړل، د منحرف او بربنډ ادب او شاعرۍ مقابلې ته يې راوبلل، د دوی ونډه يې په شل کلن انقلاب کې وزمينه وبلله، رښتيني شاعران يې د حسان او عبدالله بن رواحة رضي الله عنهما وارثين ياد کړل.

زموږ جنتي ملنګ هم په خپل ملنګ ترنم سره خلک د عرفان په نړۍ کې ورسره بې خوده کړل، د ځينو په سترګو کې اوښکې ډنډ شوې، ځينې يې د مراقبې په حالت کې تر لرې لرې ځايو ورسره بوتلل، په خواږه ترنم يې د ازادۍ د شېبو زېری ورکړ او د عجز او دعاء تلقين يې ملګرو ته وکړ:
موسم راغلی د دعاء د قبلېدو ملنګه
تندی دې کېږده په اوږدو اوږدو سجدو ملنګه

ځوان نصرت طالب د مينې ټپو ته ترنګ ورکړ او ملګري يې په خواږه ټال ورسره وزنګول:
د غازي جانان کيسه ليکي او خاندي
ملالۍ نوې ټپه ليکي او خاندي
بيا طنزي نړۍ ته راستون شو او يوه ډېره دقيقه او قوي تشبيه يې د هاشم او د ټاميانو د بابا تر منځ وکړه. يو بل طنزي بيت يې هم د ګډونوالو پر شونډو خندا راوسته:
غربت ښه دی خو دا زور لري نصرته!
چې تربور سره موټر وي او غررر تېر شي

مشفق حريتمل صيب هم د شل کلن انقلاب او ټپي افغانستان کيسه په نظم کې را نغښتې وه، له هر لفظ او توري يې د وطن مينه، سوله سوله او سوله ورېدله.

د ترنم د نړۍ پاچا دروېش صيب او شاه صيب هم د ازادۍ نغمې پورته کړې او نړيوالو ته يې د خپل هويت د پېژندنې مثال وړاندې کړ.

لطف الله خيرخواه صاحب هم د افغاني برم کيسه وکړه او هم يې څو زړه وړونکي بيتونه وويل چې ګډونوال يې ورسره په مخه واخيستل:
حق شي د غره په سر کې زباد سړی په مخه واخلي
ناره د حی علی الجهاد سړی په مخه واخلي
ورانه مورچه، سوې چانټه، په وينو سرې ډبرې
د شهيد شوي جانان ياد سړی په مخه واخلي
جمعه ساجد صيب او حيدري صيب د ذاکر مهاجر صاحب خوږ شعر په ترنم کې انس حقاني صاحب ته ډالۍ کړ:

په سر کږه له ډېره خياله وړه پګړۍ ملنګه
له غرو دې هسکه شوه شمله د خپلواکې ملنګه
په خير راغلې د ذاکر يتيم يتيم کلي ته
چې در په غاړه کړم د اوښکو غاړه کۍ ملنګه

انس حيدري خو آن تر أم القری، حِرا او مدينې ورسره بوتلو، زړه وړونکي ترنم يې په رښتيا شاوخوا غرونه او نښتر هم ورسره وزنګول، د زړه له تله يې د ترنم کوکې راووتې او په فضاء کې خپرې شوې:
د ابوبکر د زړه سر محمد
ورڅخه درومي نور دنيا پرېږَدي
محشر تکرار دی د هغې ورځې چې
کله نړۍ ګران مصطفی پرېږَدي
پر ملا مات شي د هجران له لاسه
چې د نبي جنازه وړي پر اوږو
څنګه يې نه چاوي زاره ريحانه
چې د زړګي جنازه وړي پر اوږو
چنار ټکور صيب هم خپلې سوې چيغې سولې ته وکړې او د زړه له تله يې د ټولو افغانانو غوښتنه انځور کړه:
سولې که راځې خو خدای دې ووهه
تا پسې مو چيغه رسېدلې تر اسمانه ده

همدرد صيب هم له غازي افغانستانه د مينې غېږ چاپېره کړه، او د پوره مينې اظهار ورته داسې ترنم کړ:
دا فقير افغانستان، پير دی پير افغانستان، شو نظير افغانستان….

نوبهار همت صيب هم د سپين سبا او لمر ختو زېری زېر وبم کړ.

عبدالحنان همت صيب بيا افغاني غرور داسې تعبير کړ چې دلته هوسۍ له زمريو باج اخلي او نور يې هم په شعر کې ډېر خواږه وو.

د حمدي صيب انانسري او نظم د مشاعرې ښکلا څو چنده کړې وه او کله خو به يې په خپلو بيتونو کې ګډونوالو ته د حقيقت، معرفت او طبيعت نندارې وړاندې کړې.

د طالب جان مروت مُسکا او د شعر انداز هم ټول ملګري د مسکا نړۍ ته ورسره يووړل.

مولوي صاحب عتيق الله عزيزي په خپلو لنډو خبرو کې په مشاعره کې خلک کم وبلل، خو د ګډونوالو په اخلاص او حقيقت را ټولېدنه يې اعتراف وکړ، چې ډېر تاثيرات پکې دي.

مولوي عبدالصمد صميم صاحب هم په خپل ځانګړي طرز ترنم وکړ او مشاعره يې لا خوندوره کړه.

عاکف مهاجر صيب مينه او قربانۍ په شعر کې سره غاړه غړۍ کړي وو.

قاضي ملا عادل صيب هم د هيواد د وياړونو او سترو هستيو يادونه انځور کړه.

مولوي عبدالعزيز شکيب صيب چې تواضع او ښکلا يې له ورايه څرګنده وه، په مينه ناک انداز يې خپل شعر ته د ترنم جامې ور واغوستې.
قاري عبدالعزيز نوراني په عجيب انداز د سخت دريز، سياستوال او نړيوال طالب يادونه وکړه او په زنګولي غږ يې له حنجرې دا الفاظ راووتل:
هم دې جنګ رښتيا ګټلی
هم يې سولې ته لېواله
سخت دريزه طالب جانه
نړيواله سياستواله
که کوم شاعر ملګری رانه پاتې شوی وي بښنه غواړم هڅه مې وکړه د ټولو خوږو شاعرانو وروڼو په شعر اوږده تبصره وکړم خو ليکنه ډېره اوږدېده، که څه خطايي رانه شوې وي بښنه راته وکړئ.
۱۰/۱۱/۱۳۹۹

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ملا جانان

په اردو ژبه کي یو متل دی چي وایي: هاتهي کې دانت کهانې کې اور دکهانې کې اور. ترجمه: د فیل غاښونه د خوړو دایې بیل دي او د ښکاره کیدو دا یې بیل. د پکتیا مومنانو څخه په درنښت هیله ده چي د خوړو غاښونه دي نه ښکاره کوي. پرېږده چي ننداره د ښکاره کیدو د غاښونو دا وسي. د خوړو غاښونه چي پټ وي نو خوندي وي.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx