
فاریاب کې د دولتي عسکرو په توپچي برید ۱۸ تنو ملکیانو ته مرګ ژوبله واووښتله/ انځورونه
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۲ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د فاریاب ولایت المار ولسوالۍ په بازار د دولتي عسکرو توپچي ډزو کې د ماشومانو او بوډاګانو په ګډون ۱۸ تنه ولسي خلک مړه او ژوبل شوي دي.
که څه هم د فاریاب ولایت امنیه قومندانۍ ویاند عبدالکریم یورش دغه پېښه د طالبانو د هاوان برید له امله ګڼي؛ خو د پېښې عیني شاهدانو او ټپیانو بیا رسنیو ته ویلي، چې دغه برید د دولتي عسکرو لخوا د ډي سي توپ په واسطه ترسره شوی دی.
د نظام الدین په نوم د پېښې یو ټپي پژواک ته داسې ویلي: «مونږ څلور تنه په یو دوکان کې ناست وو، چې د خواجه عثمان له بیز څخه د ډي سي توپ یوه ګولۍ را وتوغول شوه او په دغه دوکان ولګېده، د کوم له امله چې مونږ ټول ټپيان شوو.»
د احمد جاوید په نوم د المار ولسوالۍ د کلینیک نرس او د ۱۳ کلن رامین په نوم د یو درملتون شاګر هم چې په دغه پېښه کې ټپیان شوي پژواک ته داسې ویلي: طالبان د المار ولسوالۍ بازار ته را ننوتل او له دولتي عسکرو سره په جګړه بوخت شول، دوی خپل درملتون ته پناه یووړه چې د ډي سي توپ یوه مرمۍ د درملتون مخې ته ولګېده او له لسو (۱۰) څخه زیات کسان یې ټپیان کړل.
له بل پلوه د میمنې د دولتي روغتون ډاکټر غلام سخي حلیم بیا وايي، د المار ولسوالۍ له نننۍ پېښې څخه ددې روغتون عاجلې څانګې ته ۷ تنه ټپیان ور وړل شوي، چې یو تن یې وفات شوی او ۶ تنه نور په سخت حالت کې تر عملیاتو لاندې دي.
په هغو انځورونو کې چې نن ټکي اسیا ته رسیدلي، ښکاري چې د المار ولسوالۍ بازار کې لویه ویجاړي رامنځته شوې او یو جسد په داسې حال کې لیدل کیږي چې په بشپړه توګه سوځېدلی دی.
له سیمې څخه وروستي راپورونه وايي، چې د المار ولسوالۍ په بازار د دولتي عسکرو له ډي سي توپ ویشتلو څخه لږ تر لږه دوه تنه ملکي هېوادوال شهیدان شوي او ۱۶ تنه نور ټپیان دي، چې د ټپیانو له جملې څخه د ۶ تنو حالت نازک ښودل شوی دی.
طالبانو هم دغه پېښه غندلې او جنګي جنایت یې بللی دی.
باید وویل شي چې په دې وروستیو کې د دولتي عسکرو لخوا په ملکي خلکو او عامه ځایونو «ړندې» بمبارۍ او توپچي بریدونه زیات شوي، چې ورسره د ملکی تلفاتو کچه هم د بل هر وخت په پلته زیاته شوې ده.
Sallam Talib Jan
If you truly want a free and an Islamic Afghanistan, you should postpone talks with the Kabul admin until the complete pull out of foreign troops
There is a trap for Afghans and the Isalmic Amarat. Afghans will be losing the 20 years efforts and sacrifice and will not be able to reorganize themselves at all.
Believe me something is wrong, I can hear clearly and loudly the walls are talking about this trap