ټکنالوژي

د فیسبوک عاید او د ورځني کاروونکو شمېره څومره ده؟

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۳ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د ټولنیزو رسنیو مشهورې شبکې فیسبوک د ۲۰۲۰م کال د څلورمې ربعې معلومات خپاره کړي دي.

د فیسبوک له لوري خپاره شوي معلومات ښيي چې ددې شبکې د ۲۰۲۰م کال څلورمې ربعې عاید ۲۸ ملیارده ډالرو ته رسېدلي دي چې د تېر کال په پرتله ۳۳ سلنه ډیر دي، په داسې حال کې چې عمومي ګټه یې ۱۱ ملیارده ډالره ده او د تېر کال په پرتله ۵۳ سلنه زیاته شوې ده.

د فیسبوک احصایې ښيي چې د تېر کال په اوږدو کې د مختلفو تنازعاتو او نړیوالې کرونا وبا سربېره فیسبوک توانېدلی چې د کال په وروستۍ ربع کې نوي کاروونکي جذب کړي.

د شرکت په وینا، په څلورمه ربع کې په ورځني ډول د فیسبوک کاروونکو شمېر (۱.۸۴) ملیارده، او په میاشتني ډول (۲.۸۰) ملیارده دی چې په ترتیب سره ۱۱ او ۱۲ سلنه زیاتوالی په کې راغلی دی.

د فیسبوک تر ملکیت لاندې شبکې (انسټاګرام، واټس اپ او میسنجر) هم د ۲۰۲۰م کال په څلورمې ربع کې نوی ریکارډ رامنځته کړی چې په میاشت کې لږ تر لږه ۳.۳۰ ملیارده کاروونکي لري. ددوی په وینا شاوخوا ۲.۶ ملیارده هره ورځ خلک د فیسبوک اپلیکشن کاروي.

باید وویل شي چې په تېره نږدې کې واټس اپ د نوې تګلارې له وړاندې کولو وروسته له سختو غبرګونونو سره مخ شوی و چې له کبله یې د کاروونکو په شمېر کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx