ورزش

مانچسټر سیټي فوټبال لوبډلې د پرلپسې ۱۲ بریاو ریکارډ مات کړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۳ سلواغه، ۱۳۹۹ل): په انګلستان پریمیئر لیګ فوټبال سیالیو کې د مانچسټر سیټي تکړه لوبډلې په پرلپسې ډول ۸مه او په ټولو سیالیو کې ۱۲مه بریا خپله کړه چې په دې سره یې پخوانی ریکارډ مات کړ.

مانچسټر سیټي لوبډلې د جدول وروستۍ شیلفیډ یونیټډ لوبډلې پر وړاندې وړمه شپه په ۱-۰ بریا خپله کړه او درې پواینټونه یې ترلاسه کړل.

د پيپ ګواردیولا لوبډلې د انګلستان پریمیئر لیګ او نورو ټولو سیالیو کې په پرلپسې ۱۲ بریاو خپلولو پخوانی ریکارډ مات کړ، له دې وړاندې دغه ریکارډ د ارسنال لوبډلې سره و چې په ۲۰۰۷م کال کې یې ۱۲ پرلپسې بریاوې خپلې کړې وې.

له یادو بریاو وړاندې سیټي لوبډلې جدول کې په شپږم نمبر ځای درلود خو له بریاو وروسته لومړي مقام ته پورته شوه.

ددې سربېره مانچسټر سیټي لوبډله د انګلش فوټبال لیګ چمپین شپ جام پایلوبې ته او د ایف ای جام پنځم پړاو ته هم لار موندلې ده.

بل لوري ته مانچسټر یونيټډ لوبډله چې تر محدود وخته یې لومړی مقام خپل کړی و، د ارسنال لوبډلې پر وړاندې لوبه مساوي کړه چې په جدول کې ۴۱ پواینټونو سره دوهم مقام لري، په داسې حال کې چې لیورپول لوبډله په ۴۰ پواینټونو دریم مقام لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx