افغانستان

ناټو: افغانستان کې د پاتې کېدو پرېکړه لا نه ده شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲ سلواغه، ۱۳۹۹ل): وروسته له هغه چې «رویټرز» خبري اژانس راپور ورکړ، چې تر می میاشتې وروسته هم ناټو پلان لري په افغانستان کې خپل عسکر وساتي؛ د ناټو تړون يې په اړه ویلي، چې دا ډول راپورونه بې بنسټه دي او لا هم په افغانستان کې د پاتې کېدو پرېکړه نه ده شوې.

رویټرز خبري اژانس راپور د نوم نه څرګندولو په شرط د ناټو د يوه چارواکي له قوله ليکلي و، چې «د ټولو ځواکونو وتلو پر شرط عمل نه دی شوی.»، د امريکا نوې ادارې په پاليسۍ کې هم بدلون راځي او د ځواکونو وتلو تګلاره بايد دقيقه محاسبه شي.

د ناټو ویانده « اونا لونګسیکو» وایي، دا ډول خبرونه حقیقت نه لري او تر دې دمه ناټو په افغانستان کې د خپل شتون په اړه پرېکړه نه ده کړې؛ خو د روانې «فبروري میاشتې» پر اوولسمه او اتلسمه نېټه به د ناټو دفاع وزیران سره راټول شي او په دې تړاو به خپله وروستۍ پرېکړه وکړي.

لونګسیکو له دواړو خواوو غوښتي، چې د سولې لپاره رامنځته شوی فرصت ضایع نکړي او تر څنګ یې پر طالبانو غږ کړی چې له «ترهګریزو ډلو» سره اړیکي پرې کړي.

د امریکا او طالبانو تر منځ په دوحه کې د لاسلیک شوي تړون په اساس ټول بهرني ځواکونه باید د راتلونکې «می» میاشتې تر پایه له افغانستانه ووځي.

تر دې دمه زرګونه امریکایي او ناټو عسکر له افغانستانه وتلي او یو شمېر لویې اډې يې هم تخلیه کړي دي؛ خو کابل حکومت پر امریکا او ناټو ټینګار لري، چې له طالبانو سره په شوې هوکړه بیا ځلې غور وکړي او له افغانستانه خپل ځواکونه ونه باسي.

ورته مهال طالبان بیا د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل خپله سره کرښه بولي او ټینګار لري، چې له دوی سره شوې هوکړه باید عملي شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

ڼاتو لمړی کلاس غلامان دی له دوهم نړیوال جنګ وروسته امریکایانو اروپا په بیه رانیوله او د ناتو په نوم ځواک یی بکی جوړ کړو چه تمویل او تجهیز یی د اروپایانو مګر په قومانده د امریکایانو کارول کیږی . هر چیری چه یی خوښه شی د شادوګانو په شان دوی وروسته او امریکایان ورپسی وی . کله چه دوحه کی طالب زمریانو د امریکایی دجال سره د وتلو د توافق خبری کولی ، ناتو او د کابل غلامه اداره نه طالبانو او نه امریکا یاده کړه چه خبرو کی دی لږ تر لږه د شاهد په حیثیت ونډه ولری… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx