لیکنېنظــر

د مذاکراتو په اړه د عباس ستانکزي په څير د څرګندونو اغيز 

ډاکټر سراج احمد

د سيمې او نړۍ هيوادونو ته د طالبانو د سياسي سفرونو لړۍ د سولې او مذاکراتو له روانې پروسې سره ( چې د ټولو افغانانو هيلې ورپورې تړلې دي ) ډيره مرسته کوي، ځکه بيلابيل اغيز پريباسونکي بهرني لوري له واقعيتونو څخه خبريږي چې دا خبريدل د سولې او مذاکراتو د روانې پروسې د سبوتاژ مخنيوی کوي.

په مسکو کې د طالبانو د سياسي دفتر د مرستيال ( عباس ستانکزي ) خبري کانفرانس او د سولې او مذاکراتو د روانې پروسې په اړه څرګندونو ولس ته ډير واقعيتونه روښانه کړل او د سولې ضد کړۍ يې له ځانه دفاع ته اړ کړې او دا يو ښه پرمختګ دی، طالبان بايد د خپلو وياندويانو په څرګندونو اکتفاء ونکړي، بلکې په اوسني مهم پړاو کې(چې په امريکا کې نوې ادارې ته واک سپارل شوی دی او د سولې ضد کړيو خوځښت هم زيات شوی دی ) د طالبانو د سياسي مشرانو څرګندونې او ولس ته د واقعيتونو رسول ډير اړين دي.

زما په فکر که طالبانو په خپلو څرګندونو کې په څو ټکو ټينګار وکړي پايله به يې ډيره ښه وي:

الف ـ له توافقنامې څخه د امريکايانو د تخطيو د شميرې اعلانول او د مهمو تخطيو په ګوته کول.

ب ـ د کابل د حکومت له لوري د بنديانو په خلاصون کې د خنډونو ايجادول او د بنديانو د خلاصون تأخير ( چې د دوی دا کړنه د بين الافغاني مذاکراتو د تأخير سبب ګرځي ).

ج ـ د کابل د مذاکراتي پلاوي له لوري د مذاکراتو د اجنډا په لست کې اساسي مسائلو ته د ځای نه ورکول (چې دا په دې مانا ده چې دوی د مذاکراتو له لارې د افغانستان د معضلې حل نه غواړي)

د ـ له داعش سره د کابل د ادارې اړيکې او د داعش په توسط د سولې او مذاکراتو د روانې پروسې د سبوتاژ هلې ځلې.

هـ ـ په آزادو شوو بنديانو بې موجبه چاپې وهل او د زياتو بنديانو يا په شهادت رسول او يا يې بيرته نيول.

و ـ د طالبانو له اړخه له امريکا سره د تړون د پلي کيدو په برخه کې ترسره شوي اقدامات.

ز ـ په ښارونو کې د لويو بريدونو نه ترسره کول، د کابل د حکومت عمليات او د طالبانو دفاعي حالت.

ح ـ د توافقنامې د نه عملي کيدو او د قواوو د نه ايستلو په صورت کې مقابل لوري ته جدي خبرداری ورکول.

پاتې د نه وي، څرنګه چې په امريکا کې حکومت بدلون موندلی دی، امريکايان به ډيره هڅه وکړي چې له دې بدلون څخه عظمي استفاده وکړي، طالبان تر فشار لاندې ونيسي او امتيازات لاسته وروړي، خو که طالبان په خپل دريځ ټينګ ودريږي او پر وړاندې يې معقوله تګلاره اختيار کړي د امريکايانو فشار به کوم ځانګړی اغيز ونلري او په نهايت کې به اړ شي چې توافقنامه په بشپر ډول عملي کړي او د سولې او مذاکراتو په روانه پروسه کې په سم لوري روان شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx