شعـــــرونه

خوب/ مرحوم عبدالحی مطمئن

مرحوم عبدالحی مطمئن

عمر د ښکلو هم د ښکلو د وفا غوندې وي
چې پیدا کیږي په هغه ورځ لا فنا غوندې وي

ګلاب سهار شونډې موسکۍ کړي غوتۍ وغوړوي
خو مازیګر چې سیلۍ راشي بیا تالا غوندې وي

په تروږمیو کې ډېوې غوندې پرې ټول راټول وي
خو چې رڼا شي قیمتي خلک تنها غوندې وي

بېګا مې خوب لیده د غره ډډه کې مېږي پیایم
شپېلۍ پر شونډو ږدم خو غږ مې د ژړا غوندې وي

سپینه سپوږمۍ سپینې ډبرې د سیند وځلوي
شور د چنچڼو د پاولیو د شرنګا غوندې وي

د چرګ اذان، د ژرندې شور، جوړجوړ د سیند د اوبو
ستومانه روح ته مې دا درې واړه شفا غوندې وي

د لمر له نوره آیینه هم انعکاس خوروي
د یار کاله کې راته هر سړی اشنا غوندې وي

زه چې په ویښه سترګې پټې کړم هم خوب وینمه
او زما خوبونه هم کت مټ لکه رښتیا غوندې وي

ځکه یې پرېښودې دوستانو مطمئنه اشنا!
نن خو دوستي وي په دنیا او د دنیا غوندې وي

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx