یو لمر او څلور ستوري ـ وروستۍ برخه

حضرت علی بن ابی طالب  رضی الله عنه
په څو کرښو کې د حضرت علی رضی الله عنه ژوند:
– حضرت علی رضی الله عنه لومړنی کس دی، چې په وړوکتوب کې مسلمان شو او له حضرت محمد صلی الله عليه وسلم سره يې لمونځ وکړ.
– حضرت محمدصلی الله عليه وسلم د هجرت په شپه حضرت علی رضی الله عنه په خپله بړستن کې پرېښود، چې په سهار کې بياله حضرت محمد صلی الله عليه وسلم سره دخلکو اېښي امانتونه پر څښتنانو وويشي.
– دهجرت په دويم کال حضرت محمد صلی الله عليه وسلم خپله لور حضرت فاطمه رضی الله عنها، حضرت علی رضی الله عنه ته په نکاح کړه.
–  حضرت علی رضی الله عنه په لس کلنۍ کې مسلمان شو، په درويشت کلنۍ کې يې هجرت وکړ،د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم د وفات په وخت کې درې دېرش کلن و او په درې شپيته کلنۍ کې وفات شو.
– حضرت علی رضی الله عنه د هجرت په پنځه دېرشم کال د ذی الحجې په مياشت کې خليفه شو او څلورکاله او اته مياشتې يې خلافت وکړ.
– حضرت علی رضی الله عنه د هجرت په څلوېښتم کال په روژه کې شهيد شو.
– نوم يې علی د ابی طالب زوی، هغه د عبدالمطلب، هغه د هاشم، هغه د عبد مناف قريشي هاشمي زوی و.هغه په خپل لومړني جد(عبدالمطلب )کې له حضرت محمد صلی الله عليه وسلم سره ګډېږي.
– کنيه يې ابوالحسن او ابوتراب وه، حضرت محمد صلی الله عليه وسلم به ورته ابوتراب ويل، هغه به ډېر پرې خوښېده.
زوکړه او ماشومتوب
حضرت علی رضی الله عنه له حضرت محمد صلی الله عليه وسلم نه دوه دېرش کاله کشر و.پلاريې د قريشو له مشرانوڅخه و،چې د اسلام په پيل کې يې حضرت محمد صلی الله عليه وسلم د مشرکينو له ازاره ډېروساته. داچې ابوطالب بې چاره او تنګ لاسی سړی و، نو له بعثته وړاندې حضرت حمزه رضی الله عنه او حضرت محمد صلی الله عليه وسلم وعده سره وکړه، چې له ابوطالب سره به مرسته کوو، نو سره ويې ويل چې بايد د عيال اړوند يې غمه وخورو، ځکه خو نو حضرت علی رضی الله عنه حضرت محمد صلی الله عليه وسلم له ځان سره بوت او دهغه مبارک په کور او غېږه کې رالوی شو.

د حضرت علی رضی الله عنه ځينې ځانګړنې
حضرت علی رضی الله عنه غټه تنه، بې وېښتو ککرۍ، سپين وېښتان، زورورې مټې او ښايسته غنمرنګی صورت درلود.

د حضرت علی رضی الله عنه اسلام
هغه هيڅکله د جهالت په ککړو عادتونو نه و ککړ شوی، ځکه چې په لس کلنۍ کې مسلمان شو، او لومړنی کس و چې په دې عمر کې مسلمانېږي. کله چې يوه ورځ په يوه دره کې ابوطالب حضرت علی رضی الله عنه له حضرت محمد صلی الله عليه وسلم سره په لمانځه وليد، نو ورته ويې ويل: دا لا کوم دين دی؟
ده ورته وويل: پلاره! د الله جل جلاله پر رسول صلی الله عليه وسلم مې ايمان راوړی، هغه څه چې له الله جل جلاله نه يې راوړي منم يې او يو ځای لمونځ ورسره کوم.
ابوطالب ورته وويل: زويه! محمد دې له لارې نه باسې، تل ورسره ګرځه، ترې بېل نشې!
حضرت محمد صلی الله عليه وسلم او حضرت علی رضی الله عنه
د اسلام له پيله د حضرت علی رضی الله عنه سرښندنې او بې درېغې قربانۍ د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم په زړه کې ځای جوړ کړ او ډېر پرې ګران و. په ټولو غزاګانو کې يې ګډون کړی، يواځې د تبوک له غزا د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم په امر پاتې شوی. د هجرت په نهم کال چې د برائت سورت نازل شو، نو حضرت محمد صلی الله عليه وسلم حضرت علی رضی الله عنه ته امر وکړ چې ترخلکو يې ورسوي.
هو! حضرت علی رضی الله عنه خپله کلکه يارانه له حضرت محمد صلی الله عليه وسلم سره تروفاته وساتله، او رسول الله صلی الله وعليه وسلم مخکې تر وفات پرې د جنت زېری کړی دی او له عشره مبشره څخه دی.د تېرو درې واړو خليفه ګانو په وخت کې دهغوی کلک ملګری او پياوړی مشاور و.

د حضرت علی رضی الله عنه خلافت
حضرت علی رضی الله عنه د حضرت عثمان رضی الله عنه له شهادته وروسته د خلکو پر بيعت خليفه شو، باندني فتوحات د کورنيو فتنو پر اساس  وځنډېدل، که ژوند ورسره ياري کړې وای، داخلي فتنې ژر اوارېدای شوای. په حقيقت کې د حضرت علی رضی الله عنه خلافت د عدالت، استقامت، برکت او رحمت له اړخه يوه ډېره ښکلې دوره وه.
د حضرت علی رضی الله عنه شهادت
د خوارجو له ډلې ابن ملجم حضرت علی رضی الله عنه شهيد کړ، کله چې حضرت علی رضی الله عنه د سهار جمعې ته روان و، ابن ملجم کمين ورته ونيو او د تورې وارونه يې پرې وکړل، خلک پرې راټول شول او ابن ملجم يې ونيو، حضرت علی رضی الله عنه ته يې وروست، هغه مبارک وفرمايل: د نفس قصاص نفس دی، که زه مړشوم، هغه هم مړ کړئ، او که بچ شوم، بيا به نظر درکړم.
هو! حضرت علی رضی الله عنه دوه درې ورځې وروسته له دې زخمونو نه د هجرت په څلورم کال شهيد شو. هغه د اصحابو له ډلې يو وتلی عالم او فقهيه و. هغه يو زړور،پرهيزګار او زورور سړی و، دهغه د فضيلتونو اړوند امام احمد رحمه الله فرمايي: د هيڅ صحابي د حضرت علی رضی الله عنه غوندې فضايل نه دي بيان شوي.
پای.

لیکوال: مصطفی السباعی

ژباړن: دادمحمد ناوک

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د