نظــر

اسلامي حکومت؛ کاپي که ابتکار«څلورمه برخه»

استاد محمد زمان مزمل

حقیقت دا دی چې د نجیب د سقوط په مهال تر ټولو لوی او لوړ چانس وه چې د اسلامي حکومت لپاره پکې یو سپېڅلی پیل شوی وای او دا پدې خاطر چې مسلمانان په ټولو هېوادو کې د شلمې پېړۍ د مایوسۍ په تَل کې د اول ځل لپاره د هیلو په لحاظ په یؤه غني هیله مندۍ کې په کابل کې د اسلامي حکومت انتظار ایست.

هغه ورځ چې ملک فهد د صفا په قصر کې د مجاهدینو د مشرانو د پخلاینې په جلسه کې د شپې په زړه کې رهبرانو ته ویل:
پر خپل ملت رحم وکړئ.. پر خپل ځان رحم وکړئ…او په دې منتظرو مسلمانانو رحم وکړئ، متحد شئ او پر ما ملک فهد رحم وکړئ چې د سعودي د پرګنو بلا مرستې راسره کنګل دي او زه یې د کورني جګړې له امله په توزیع نه پوهېږم.
د مجاهدینو د نیکنامۍ د عروج دغه مرحله د کابل په جګړو او د اسلامي ډلو  بې کفایتۍ په مایوسۍ ودراوله.

په دویم ځل طالبان په یؤ سپېڅلي تحول کې د پنجوایې سپېڅلی پیل د کندهار او سپین بولدک د ناولو پاټکو په لرې کولو د ګردې څېړۍ په تحول او د کابل پر هغه سقوط ودراوه چې یؤ درجن رهبران پکې ملت په نغده ځواب کړل دا هم پکې د اول تحول نه وروسته بلکې د تر هغه پورته یؤ طلایې چانس وه چې د اسلامي حکومت د الفبا پېچلو پلانونو د سر د پلان پکې پیل شوی وای ،ولې د بده مرغه له دې تحول نه طالب ګټه پورته نشوای کړای او د ماتولو جذبه پکې هومره پورته شوه چې طالبانو پکې د کندهار کاکه تهذیب او د مات بښلي رسم هېر کړ او د امو په پولو کې یې خپل مخالفین لټول.

د بده مرغه چې مشرانو چانس درک نشو کړائ نو اسلامي حکومت به یې څنګه جوړ کړی وو.
اوس چې د درېیم ځل لپاره او د امریکا په تړون خدای دې کم فهمه باهمته ملت ته درېیم چانس ورکړ طالب مشرانو ،جهادي مشرانو او د افغانستان ټولو سیاسي مشرانو ته پکار ده چې د امریکا سره د طالبانو دغه تړون د یؤ متفقه تحول د خېز تخته کړي او له روادارۍ کار واخلي او دغه قهقرا ته لویدلی ملت، یتیمان یې، کونډې، معیوبین، پوډریان او تورمخي مافیا شبکه یې دا ټول په نوي متحد اسلامي افغانستان کې اصلاح کړي او د یؤ نوي پړاو لپاره پکې نوی سوچ زرغون کړي او په متحدانه ډؤل داسې نظام ته پکې لاړ شو چې له پیله پکې نور ټول پخپلو کې فاتحین وو نه پکې طالب وي نه پکې مجاهد، نه پکې خلقي او پرچمي او نه پکې دا وروستي سېکولران ټول یؤ ملت شو او د خپلو خلکو په خدمت کې او له ګاونډیانو سره هوسا ژوند ولرو.

د همدې ځایه طالبان چې دا ځل د دویم ځل لپاره او د امریکا په وتلو راځي لوی شرط او هدف یې اسلامي حکومت دی.

موږ نه پوهېږو چې د جنګ په دوران کې د هغوی مشرانو پدې اړه او بیا پدغسې یو پېچلي افغانستان کې د اسلامي حکومت د داعیې په اړه پوخ تدبیر نیولی او دا به دغه مشران د سولې مقدماتو د پړاوونو پرته د مذاکراتو په اول پړاو کې څنګه کابل ته د خپل ستونزمنو راتلو سره او د سر سختو مخالفو ګاونډیانو د سوله ایزې اجماع سره او د پرونیو جنګي مخالفینو له منطق سره څنګه پیوندوي؟؟.

زه چې طالب مشران پېژنم ډېری یې همدا اندېښنه لري چې باید د خطرو د پارولو په ځای طالبان د مذاکراتو په لفافه کې خپل هېواد ته ارام راشي او تر ټولو دمخه سوله او امنیت تأمین کړي، د سیاسي تمهید یعنې تدریجي ګامو وروسته د اسلامي حکومت پلان او تدبیر مخکې کړي ولې تر کومه چې زه فکر کوم طالب مشرانو د همدې دویم پړاو له پیله ورته بډې وهلي.

منتهیٰ طالب مشران د اسلامي حکومت درې نغدې تجربې په داخل کې او بلا ډېرې په بهر کې لري چې دوی به پکې کومه یوه کاپي کوي په هغه صورت کې چې د کاپي کولو نیت ولري:

اوله تجربه؛ د استاد رباني د جمهوریت:
چې د جنګي ماحول پرته د استاد د حکومت اجراآت پکې په هر لحاظ د اسلامي اصولو سره اړخ نه لګاوه بلکې د نجیب د میراثه حکومت له شلو واژو یؤه سیاسي واژه هم پکې عوض نه شوه د ځینو مشرانو په فشار یې ایله د خبرو له سروس نه ښځینه لرې کړې چې دې خپله د اسلام سره هېڅ رابطه نه درلوده.

د مجاهدینو د شل کلنې مبارزې نتیجه دا شوه چې ارګ پکې بدخشی شو او راغلي امضاء کوونکي ډلې یې یؤه د بلې پسې په اتوو”۸” میاشتو کې وځغلولې.

دویمه تجربه؛ د استاد رباني د مخالفینو وه:
هغسې چې د کابل تنګ قلمرو د نجیب د مهال د وضعیت سره توپیر پیدا نکړ همداسې د کابل نه بهر ماحول هم نه مثالي وه او نه د زغملو وړ، که څه هم دغه تجربې مکلفیت نه درلود.

درېیمه تجربه؛ پخپله پکې د طالبانو وه:
منم چې په امینتي لحاظ او دا چې سړکونه او ولایات یې د پاټکونو او پاټکیانو نه پاک کړل او افغانستان یې په یؤه نسبي ډؤل پیوند او مرکزي کړ، له دې پرته یې بلا کمبودونه درلودل چې نه ښایي دې تفصیل ته پدې خاطر ننوځو چې موږ نه باید داسې روحیه ایجاد کړو چې اسلامي حکومت پکې کم علمه خلک ناشونی وګڼي او دا کار د افغانستان د خلکو سره جفا ده.

طالب مشران باید پوه شئ چې د اسلامي حکومت په داعیه کې له دوی سره غوڅ اکثریت ملاتړ دی، منتهی دا خبره د هر نظام د سیاسي عدالت برخه ده چې طالبان باید ددغه حکومت مرکزي هسته او د فیصلو لویه مرجع د افغانستان د ټولو خلکو نه انتخاب کړي.

ولې دا چې په تېره مرحله کې ډېر ابتدایې او د اجتماعي عدالت له الفبا نه بې خبره طالبان پکې والیان او ولسوالان شول او دغو عزیزانو په ډېر  مواردو کې ډېری هغه عزیز مجاهدین چې پخپلو کورو ناست ول او ډېر عزیز قومي مشران هره ورځ د یؤ طالب لخوا په کیبل وهل کېدل او یا په داسې جزا رسېدل چې د اسلام سره به یې هېڅ اړخ نه لګاوه، دا خو په ځای پرېږده چې بدخشی ارګ پکې کندهاری شو.

د طالبانو په اول دور کې چې طالب مشرانو پکې د ملت د صفر نه ټیټ فقر او لوږې سره بې رحمه سوړ تعامل وکړ او یوازې د کابل په سقوط او د ریاض او اسلام اباد په اعتراف یې د خپل ماحول زورورې امپراتورۍ هومره وګواښلې چې د طالب پر ضد یې دنیا راوپاروله.

ددغې تجربې دغو قاتلو کمبودونو له افغانستان نه د خطر ځای جوړ کړ.

درې بهرني تجربې:
طالبان کې غواړي چې د جنګي پړاو په پای کې چې د جنګي سوچ خپسکه کې د لیدلوري هر څه مشغول کړي دي غواړي له نورو تجربو انتقاد وکړي نو درې تجربې په مخ کې لري:

اوله د سعودي او خلیج د امارتونو تجربه:
په خلیج کې په سعودي کې د اسلامي نظام یؤه سنتي ملکي تجربه د پخوا نه راغلې چې علی الاقل د لمانځه په وخت کې دوکانونه بندوي او د وهابي مُلا په مخ کې څوک په چپه لاس ډوډۍ نشي خوړلای که څه هم په راسته لاس یې دانه راختلې وي، له دې پرته چې یؤ نیم د کوڅې غل به په سعودي کې د متعصب قاضي لخوا لاس پرې شوی وي د سردارانو د چور او چپاول مخه پکې هغسې خلاصه وه چې د ډېری امیرانو په داخل او بهر کې د قصرو او پیسو حساب نه وه، دغه تجربه پخپل ناکام تسلسل کې سعودي د ابراهام په معاهده ودراوه.

که څه هم د انصاف نه بهر ده چې د ملک فیصل دوره پکې ددغه حکومت هغه بهترین پړاو ونه ګڼو کوم کردار چې دغه شهید پاچا د عربانو په دویم جنګ او په عربي دنیا کې د اسلامي تحریک د زورېدلو مشرانو په پاللو کې ادا کړ هغه ډېر د قدر وړ خدمت وه.

دویمه تجربه؛ د ایران د امام خمیني تجربه وه:
دغه تجربه د خمیني په ژوند کې اولس “۱۷”میاشتې علی الاقل د شیعه مسلمانانو لپاره ښه تجربه وه، ولې په یوؤه غلچکي موړ کې ایران د یؤې خوا د ساساني نژداي سیاستونو خوا وښوید او بلې خوا د امریکا په راتګ ایران هماغه زٰړه صفوي په زور د شیعه سوچ د تسلط سیاست ته وښوید چې دا ټول له دغې تجربې نه د کاپي کولو دروازې بندې ښئي.

درېیمه تجربه؛ د طیب اردوګان تجربه ده:
زما له نظره تر اوسه ښه روانه ده د زمانې د ایجاباتو او د بین المللي زور واکانو په پېچلي ماحول کې په یؤ ښه تدبیر باندې په مخ ځي هغه څوک پدې پوهېږي چې هغوی د شلمې پېړۍ د سر تحولات نړیوال اول جنګ او د عثماني لوی خلافت د پرځولو په اړه د متحدې اروپا له توطیو او بیا د لوزان او سایکس پیکو د معاهدو په تاریخ او وروستیو تبعاتو پوره خبر وي.

د همدې ځایه د اردوګان لاره د عربي دنیا د مسلمانانو سره او د افغانستان د مسلمانانو سره ډېر توپیر لري، اردوګان په یؤه داسې ځمکه کې راشین شو چې ټولې اروپایي امپراتورۍ یې په پنځه پېړیزه مرحله کې پخپل کمربند کې محاصره ساتلې وې.

اردوګان ددې بلا غوټو خلاصولو ته باید په احتیاط او تدریج قدم پورته کړي، یؤ نیم کم فهمه او د سیاست له دنیا او توطیو ناخبره د اروپا په ګاونډ کې له  اردوګان غواړي چې هغه په یؤه هفته کې له ناټو ووځي او په نړیوالو مسایلو کې د ناټو پر ضد دریځ ونیسي د همدې ځایه څوک چې د سیاست په باریکیو بې مقدمې ورترپ کوي که څه هم اشتباه یې ډېره وړه وي ،ولې د مرسي په شان کیدای شي پخپل کور کې بندي شي.

زموږ نړۍ تر دغه چې موږ یې فکر کوو لس برابره پېچلې ده.

ولې یؤه چې باید اردوګان ته یې ور په زړه کړو هغه دا چې د ګولن د ناکامې کودتاه وروسته اردوګان پخپله ترکیه کې هومره شدت او عنف ته وښوید چې د کودتاچیانو د مدبرې سلسلې پرته یې په زرهاوو هغه کسان بلکې ښځینوې زندان ته وسپارلې چې د هغوی رول پکې په پنځمه او شپږمه درجه کې هم نه و.

بیاهم موږ له ترکیي لرې یو مبادا زموږ نیوکه پکې د حالاتو د یؤ ناخبره انسان نیوکه وي.

په منځني ختیځ کې د اردوګان سیاستونه د ټولو خطراتو باوجود د ترکانو د عظمت سره برابر روان دي او په داخل کې بیاهم اردوګان لکه د اسلامي شخصي سلطنتونو په شان هره ورځ په جګه رده کې د یؤې خوا مخالفین پیدا کوي او د بلې خوا یې په مناسبه طریقه نه زغمي چې دا ددې تجربې یؤه جدي نیمګړتیا ده، ولې د انقرې تجربه د نورو په پرتله د محتوا او اهدافو له مخې سوچه روانه ده.

نن چې طالبان د بلا هېوادونو سره نژدې اړیکې لري د بده مرغه په همدغه سطحه د ترکیي د تجربې د مشرانو سره په فاصله کې ښکاري.

زه پوهېږم چې طالبان ترکیه د ناټو په غړیتوب په پټه خوله او له زړه محکوموي ولې طالب کشران باید پوه شي چې اردوګان له دغه پاکستان او ایران چې په پټه او ښکاره د اروپایي امپراتوریو سره مدارا کوي له دغو نه لس ځله سپین او لس ځله سم روان دی.

طالبان ورونه چې اسلامي حکومت یې لویه موخه ده هغوی باید دا پېچلې نړۍ له پنجوایې سره پرتله نکړي چې د څو پاټکو په لرې کولو به دا چاپیر ځواکمن حریفان د مجاهدینو د مشرانو غوندې اسانه په کوم بل سالنګ واړوي او نه به له افغانستان نه بهر په بهرنۍ دنیا کې د افغانستان د جنوب د ګردې څېړۍ د تحول په شان چانسونه په اسانه پیدا کړي.

دا خو د افغانستان پښتانه وه چې مُلا ته یې له ژور درناوي په خاطر په اول پړاو کې د طالب ننګه وکړه او بیا یې په دویم پړاو کې نور مسلمانان هم د یؤې ملي روادارۍ له مخې د طالبانو سره ملګري کړل.

د همدې ځایه طالب مشران نه ښایې چې له انقرې سره د روابطو، اړیکو او تأثر له مخې په یؤه سپېره استغنا کې روان شي.

طالبان؛ او د امت یؤه معطل شوې فریضه اسلامي حکومت:
طالب مشران باید له پیله سوچ وکړي چې اسلام او اسلامي حکومت د یؤه خاص صنف په انحصار کې نه راځي او په یؤاځې به نه اسلام ته د دعوت او نه د اسلام د تطبیق بشپړه توانمندي پیداکړائ شي بیا داسې یؤ صنف چې له بده مرغه البته د نورو په غلطۍ او خپله ددوی د غلطیو په لړ کې یؤه مرحله کورنۍ جګړې ته ولاړ او بیا دغسې یؤ صنف چې د افغانستان په سطحه یې مشهور مرجع علماء له ځان سره نه مني.

په تېرو پنځه ویشتو “۲۵” کلونو کې طالب مشرانو دا کمبود نه درک کړ او نه تلافي، ددې معنا خو دا ده چې خدای مکړه طالبان غواړي په افغانستان کې د روم د کلیسایي حکومتونو یؤه بله تُروټه تجربه له سره پیل کړي.

په اسلام کې حکومت په هر صورت مذهبي ده ولې د مذهبي مشرانو انحصار دا په تاریخ کې هېڅ سوابق نلري ځکه د اهل حل والعقد تفصیلات او معیارونه وغواړې که ونه غواړې ملتونه، ملیتونه او ټول ټولنیز صنفونو ته پکې د حکومت دروازې پرانیزي.

داسې اهل حل والعقد چې د ملایانو ډله یې انتخاب کړي دا که مفیده او علمي وائ د اول ځل مقتدر طالبان به چا له ځمکې نه شوای پورته کولای.

یوسف علیه السلام وړاندیز چې زه په مالي مسایلو کې تجربه لرم او دا چې قرانکریم حضرت داود او حضرت سلیمان متفاوتو فیصلو په اړه جریان نقلوي بلکې دا چې په یؤه پېړۍ کې مسلمانانو د فارس، روم، هند او په ځینو روایاتو کې د مصر له علومو او آن اداري تجربو نه استفاده وکړه دا ټول یؤه معنا لري همدا سبب ده چې په اسلامي نړۍ کې د یونان علوم او حکمت د فارابي او ابن سینا په تراشلو او تحلیل ددې امت د تهذیب برخه شوه.

نن طالبان د ارسطو او افلاطون فلسفې د یؤ متداول علم په حیث لولي ولې د معاصرې اروپا له حکمت او علومو نه کرکه کوي چې دا پکې زموږ کمبود دی.

همدا ځای ده چې د تاریخ له پیله متمدن اسلام دا امت د حکومت په سلسله کې په یو وسیع مشارکت او د تهذیبونو په منځ کې په راکړه ورکړه روږدی کړیدی.

دا چې پرون طالبانو د حکومت مهمې چوکۍ په طالب ویشلې او دا ځل هم په یؤه کنګل پالیسي کې طالبان نه ښکاروي چې د حکومت الفبا به د یؤه مٌلا په لاس کې وي او یا به نورې افغاني ډلې له ځان سره پکې شریکوي دا هر څه په تېرو شلو کالو کې راڅرګند نشول.

له خلکو سره همدا ویره ده چې د طالبانو اسلامي حکومت به نظر ددوی تهذیب او سوابقو ته نه د کاپي کولو بشپړ توان ولري او نه د نوښتونو او ابتکارونو توان چې دغه وران او څلوېښت کلن جنګ ځپلی افغانستان ورته تر بل هر هېواد زیات ضرورت لري.

طالبان او لومړی امتحان!:
جنګ، بهرني اشغال او په ارګ باندې د کودتاچیانو او معاملګرو د قبضو نه راپیدا پدیده وه.
اوس چې اشغالګران روان دي سوله پکې د جنګ ،ځایناستی او اول قدم دی.

منم چې طالبان په جنګ کې کامیاب وو د اشغالګرانو په تګ نور د جنګ ضرورت نشته ،روانه سوله د طالب په وړاندې لومړی امتحان دی.

سوله د کابل په نسبت  د طالب ابتکارو ته ضرورت لري ځکه کابل په ارګ کې خپل نوبت تېر کړ دا ځل چې طالب یوازې یا د نورو سره شریک را روان دی هغه باید سوله پېچلې نکړي ځکه سوله کابل ته دده لاره ده، دئ ولې پېچلې کړي طالب مشران باید د سولې په اړه د خپل پیغمبر صلی الله علیه وسلم سیاستونه او پاتې میراثه خپله الګو کړي.

بلکې طالبان باید روان جنګ پداسې مؤقت اوربند پیل کړي چې دوی پکې پخپل هېواد کې منحیث یؤ پتمن ځواک د نیمې جغرافیې لوبغاړي طالب په حیث له خپلو افغانانو سره مذاکرات وکړي.
کلونه او میاشتې په پردیو هېوادونو کې د هغې سولې په اړه جدل او بحث ته پرېښودل چې هر ماښام یو یتیم په یؤه ناامیدۍ سر په بالښت ږدي هغوی باید د سولې قاتل موانع درک کړي.
په پردیو مهمان خانو کې او په خیراتي پروتوکولونو راتلونکې سوله به هېڅ وخت د هاغه اسلامي حکومت کوربنه نشي چې ګاونډیان بلکې روسیه او چین د امریکا خواته د تللي طالب نه د بدل د اخیستو په تکل کې دي.

سوله به تېر جنګ ودروي مګر په دغه تمکین چې را روانه ده کیدای شي همدا سوله د نوي یا بل جنګ د خېز تخته شي بیا نو ګوره چې اسلامي حکومت به څوک په ابتکار راولي او څوک به یې کاپي کړي.

طالبانو خپل اصلي مقصد تر لاسه کړ یعنې اسلامي حکومت د طالب او هغه مسلمانانو افغانانو شریکه دنده او شریکه لوبه ده چې د یؤه ځانګړي ډلې له خوا انحصارول یې هم غلطي لري او هم د هغه ځانګړي جهت له توانه پورته ده.

د ماتېدو ځای کابل دی:
له امریکا سره جګړه د ازادۍ لپاره مزاحمت ؤ لکه د شوروي د دوران مخامخ جنګ او دا یواځې د بهرنیو د شړلو  لپاره کارول کېږي او په کلیو او درو کې او دا په دې خاطر  چې د مزاحمت تحریک چې بیا په ملت کې د بشپړ حمایې چانس ولري د هغه کَور کول د هر چا له وس پورته ده څه د شوروي ،د امریکا او د ناټو ماته یې د افغانستان د واقعیتونو په حساب لویه بېلګه ده.
ولې کله چې طالب کابل ته راشي او یا راوړل شي بیابه طالب پوه شئ چې د سپتمبر د حادثې د شرایطو واقعیت ته کوز شو.

دا چې شوروي مات شو نو په کابل کې مات شو، دا چې نور او بیا امریکا ماته شوه نو په کابل کې ماته شوه چې طالب کابل ته راشي هغه باید پوه شي چې د ماتېدو میدان ته راغی.

دا چې د طالب پر ضد ټوله نړۍ له امریکا سره ملګرې شوه آن ایران پاکستان هم او دا په دې خاطر چې د امریکا سره د مخامخ جنګ په صورت کې ایران، تهران په هفته کې لکه کابل بایلود او پاکستان په هفته کې اسلام اباد د صدام او طالب د څو ورځو سقوط ددې لویه بېلګه وه.
په همدې خاطر ایران اسلام اباد د بوش له امریکا د مقابلې توان نه درلود او په لږ تفاوت دواړه له امریکا سره ملګري شول.

بیاهم که طالب تکرار راشي او کابل سقوط وکړي طالب به په کابل کې دغه د مزاحمت د دوران توانمندي ونلري امریکا چې له طالب نه کابل شل کاله وساته طالب په کابل کې د شلو ورځو لپاره په خپل ځای نه شي پاتې کیدای او ددې معنا داده چې که امریکا ته په کابل کې پاتېدل ګران دي خو له زوره خو نه ده لوېدلې پر کرښه ثابت جنګ یواځې څه دی چې حریف ته به پکې د امریکا حقیقي زور معلوم شي.

بیاهم امریکا په خپل تړون کې طالب د سیاسي میدان اینډې ته راکوز کړ چې دا پکې د نظامي اینډې څو برابره خطرناکه او مبادا د بایللو او پر مخ لوېدو کمېډي د ځاننه سره ولري.

موږ مسلمانان په خپلو فتحو هومره حساب کوو چې بیا پکې هاغه هم د یؤ کال لپاره نه شو ساتلی.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

د جهاد په اوږدو کی د ډیرو اخری خاتمی خرابی شوی. د لیکنی عنوان [ اسلامي حکومت؛ کاپي که ابتکار ] معلومیږی چه مزمل نه ده لیکل لمړی ځل لمړی ځل اسلامی حکومت اصلا جوړ نه شو؟ امریکا د سعودی او پاکستان په مټ جهادی رهبران او جهاد په ډیره لویه بیه رانیول رهبران د جهاد او ملت دشمنان جوړ او جهاد یی سوړ جنګ ( د امریکایانو او روسانو جنګ چه افغانان پکی استدخدام شوی وو ) یا نیابتی جګړه شوه. ( امریکایی سوړ جنګ ) به څرنګه اسلامی حکومت رامنځته کړی کشکی په دی ځای قیصه ختمه شوی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx