افغانستان

طالبان-نړیوالې ټولنې ته: «اشغال» د روان بحران اصلي لامل دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲ سلواغه، ۱۳۹۹ل): وروسته له هغه چې د امریکا متحده ایالاتو او یو شمېر اروپایي هیوادونو د یوې ګډې اعلامیې په ترڅ کې طالبان تورن کړل، چې په هدفي وژنو کې لاس لري او سولې د تامین لپاره رامنځته شوې فضاء مختلوي ؛ طالبانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د بهرنیو ځواکونو حضور په افغانستان کې د روان بحران اصلي لامل دی، چې باید پای ته ورسول شي او په دې برخه کې د دوحې تړون عملي شي.

تېره ورځ په افغانستان کې د یو شمېر اروپایي هیوادونو او امریکا او اسټرالیا سفارتونو په یوه ګډه اعلامیه کې طالبان په هدفي وژنو کې په لاس درلودلو تورن کړل او له هغوی يې وغوښتل، چې د سولې د تامین په خاطر بریدونه ودروي.

طالبانو په یوه اعلامیه کې د ملکي وګړو په وژنه او د عامه تاسیساتو په ویجاړېدو کې لاس درلودل رد کړي او «اشغال» یې د روان بحران اصلي لامل بللی، چې د طالبانو له قوله، ګڼ اروپايي هیوادونه پکې ښکېل وو او دلته یې یوه «بې کفایته اداره» پر خلکو تپلې.

اعلامیه کې وړاندې راغلي « د ډير تأسف ځای داده چې په تیرو شل کلنو غمیزو، ورانیو، بمبارونو، وژنو او ډول ډول جنایاتو کې چې زموږ پرملت تحمیل شوي، د اروپايي ټولنې په شمول اکثره هیوادونه مخامخ یا بالواسطه ښکیل وو او ځينې يې لاهم هڅه کوي چې په افغانستان کې د بهرنیو اشغالګرو ځواکونو شتون تمدید شي او روانه جګړه لاهم دوام وکړي. اسلامي امارت حق لري چې خپل هېواد له هرې مشروع  لارې، له اشغالګرو ځواکونو څخه خلاص کړي.»

د طالبانو له قوله، د دوحې تړون د امریکا او په افغانستان کې د ښکېلو ټولو لورو په ګټه دی چې باید عملي شي او که چېرې دا کار ونشي « نو افغان مجاهد ولس لکه په تاريخ کې چې یې ثابته کړې له خپلو ارزښتونو، خاورې، هيواد او حقوقو څخه په میړانه دفاع کولی شي.»

طالبانو ددې تر څنګ  د مذاکراتو له لارې د ستونزو حل ته ژمنتیا ښودلې او ټینګار یې کړی، چې دا باید ددوی په کمزورۍ تعبیر نشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

مجاهدو ورونو د همت ملا مو تړلی وساتۍ ، لکه څرنګه چه مو وینه نذرانه کړی داسی نورو او نورو وینو ته هم اړه ده او ټولو افغانانو ته می درخواست او هیله ده چه دا یواځی د طالب په نوم مجاهدینو ټاټوبی نه دی زمونږ د ټول ګډ ټاټوبی دی په کی زیږول شوی او لوی شوی یو ، د طالب مجاهدینو ملاتړ وکړۍ او د خپلو خلکو، خاوری ، خپلواکی، دین او ناموس په میړانه ژغورونه او دفاع وکړۍ مهمه نه ده چه مونږ ټول پکی ومرو. د غلامی د زرو کلو د عمر څخه که څه هم… نور لوستل »

طوطی

بیانزی صیب: د دوحی تړون ته دی ښه اتڼونه کول اوس څه چل دی؟ مشرانو ته ووایه چی ولی او د چا په غلطه مشوره مو ایران او روسي ته منډی کړی لږ خو صبر پکار وه. اوس یی ورته ټینګه کړی.

Adam Khan

Sallam Talib Jan If you truly want a free and an Islamic Afghanistan, you should postpone talks with the Kabul admin until the complete pull out of foreign troops There is a trap for Afghans and the Isalmic Imarat. Afghans will be losing the 20 years efforts and sacrifice and will not be able to reorganize themselves at all. Believe me something is wrong, I can hear clearly and loudly the walls are talking about this trap Dr. Saib Naim! I hope you can hear me and do not forget the blood of those that exploded their young bodies for… نور لوستل »

طوطی

Adam Khan: Taliban has no any authorities. They can not decide by themselves. What do you want from the slaves

طوطی

بیا څه خبره ده؟ زه چی وایم لږ سیاست زده کړی خو په همدی خاطر. تاسو ته چا وویل چی د دوحی خبری پریږدی ایران او روسی ته سفر وکړی. لږ له طوطی سره هم مشره پکار ده. هو دا خبره هم ښه واوری:

له پاکستان څخه ځانونه لری ساتی چی دا ځل مو په ډیره ارزانه بیه خرڅه وی.

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx