نظــر

د خلقت حکمت او سنت

عبدالغفار سربڼ

د الهی نظام راز عدل دی نه انصاف، برابری (مساوات)ازادی ورورولي.

کله چې د فرانسې ستر انقلاب کیده نو هغو مشرانو او پوهانو چې ددې بدلون سوچ  یې کاوه درې مشهورې غوښتنې پر بیرغونو لیکلې وې.

برابري، ازادي او ورورولي

له دغو  غوښتنو هر سړی ځانته تفسیر اخيسته، هغه وخت په فرانسې کې درې طبقې یا سترې اجتماعي ډلو شتون درلود چې د دوی ګټې سره ورته نه وې خو دوی په یوه شي سره اتفاق او اجماع درلودله چې هغه د مستبد او جابر نظام ړنګول وو.

ټولنه په حاکمه او محکومه ډلو ویشل شوی وه. حاکمان زمینداران وو، محکومان بزګر او نیم غلامان او بله طبقه صنعتي او ربا خواره پانګه وال وو، اوږده موده د دوی په مينځ کې کشمکش روان و، تر هغو چې د ځمکو خاوندان او پاچا پخپله د سودخورو په پورونو کې ډوب شول او هلته پوهانو، فیلسوفانو پورتنۍ مبهمه نسخه دوی ته په لاس ورکړه چې ددغې نسخې له اثره ټوله اروپا او امریکا یوه نیمه پېړۍ په جګړو او خونریزۍ کې سرګردانه وه او کله کله تر دا اوسه یې څرک تر سترګو کیږي.

دوی پخپله هم تر دا اوس له دغو مجرد او نکیره او د مبهمو الفاظو نه یو روښانه او سم انځور نه لري، دوی پس له دې چې نظام یې وغورځاوه د نوي نظام پر سر په لسهاوو کلونه یو بل سره وژل، چا مشروطه پاچاهي غوښتله، چا جمهوریت او داسې خلک هم وو چې هم د دین او کلیسا، هم د پاچا، هم د شتمنو ګډون او شتون یې په نظام کې بیخي نه مانه، لکه سوسیالیستان، خو د سیکولرو، لیبرالو تله د پانګه والو د پيسو په زور درنه وه نو دوی ډير واک تر لاسه کړ او حاکم شول.

هماغه وخت پوهانو، فیلسوفانو او سیکولرو سیاستوالو له دې الفاظو داسې برداشت درلود چې دوی د واکدارۍ تخصص او کفایت لري باید واک دوی ته ورکړل شي.

پانګه والو چې ټول دولت یې په قرض کې ډوب و، له انصاف او ازادۍ او ورورولۍ نه داسې معنی پورته کوله چې حکومت باید دوی ته وسپارل شي، دریمې طبقې چې اکثریت وو او د دوی د وینو تویېدو په بیه شاهي نظام ړنګ شوی و نو دوی ته باید درې واړه وعده شوې غوښتنې پوره شوې وای او له خپلې ادعا په اسانه نه تېرېدل.

هیڅ یو حاضر نه و چې له خپلې برخې تېر شي. نو که ووایو چې دغه بدلون یو ستر تاریخي فتنه او جګړه پيل کړه چې ختم یې نه دی څرګند او بده پایله او اثار یې له اروپا نه اوس اسیا او اسلامي هیوادونو ته را رسیدلي دي.

زمونږ په اسلامي چاپېریال کې سیکولریزم ډیره اوږد مهاله ورور وژنه راوستلې او دا جګړه په بیرحمانه توګه دوام لري، چې د هغو اجزا ته ورننوتل ددغې لیکنې مقصد نه دی.
پس له دې سریزې زه غواړم په یوه مشهورې غلطۍ تم شم.

سيکولر فیلسوفان او لیبرال دموکراتان خپله هم په یوې سترې ناپوهۍ کې سرګردانه دي او خلک هم په دې سمندر کې ډوبول غواړي.
هغه د خلقت د راز او حکمت غلط تعبیر او تفسیر دی، دغه علمي تېروتنه هلته خطرناکه پایلې پيدا کوي کله چې په ټولنه او سیاست او د حقوقو او قضا په ډګر کې هغه په زور او د وضعي قوانینو او د جابر فوج په مټ اجرا شي.

دا ډله نه پوهیږي چې پاک الله سبحانه وتعالی اسمانونه او ځمکه او هر هغه شی چې د هغو په مینځ کې دي او انسان او جن د عدل پر سنت خلق کړي نه د انصاف او مساوات پر بنا.

عدل يعنې څه او مساوات او انصاف څه ته وایي؟

عدل هغه وي چې د مخلوق ټول اجزاء او عناصر په یو تعادل او تناسب (بیلانس) جوړ شوي وي  برابري او مساوات هغه کې نشته.

که خپلو ګوتو، غاښو، وېښتانو، پوزې، خولی، مخ… ته نظر وکړو هغه په نیم نیم نه دي جوړ بلکه په عدل بنا دي، یعنې په یوه اندازه نه دي.
وېش او تقسیم د بیلانس په فورمول یا سنت تر سره شوي. برابري مجازي ده خو عدل او تناسب اصل.

انصاف یا مساوات هغه وي چې د دواړو اطرافو او معادلو اندازه او مقدار نیم نیم یا برابر وي.

۲+۲=۲+۲

انصاف عربي لفظ دی چې نصف نصف معنی لري يعنې نیم. مساوي هم معروف او معلوم لفظ دی چې برابر ته ویل کیږي.

نن د بیولوژي، کیمیا، فزیک او ریاضیاتو علومو دا په اثبات رسولې چې د اتوم او مولیکول او ذراتو انډول او بیلانس او تناسب هر شي ته شکل، صورت او هویت ورکوي او هلته مساوات  فقط استثنا او د ضرورت له مخې په نظر راځي، يعنې برابري د عدل یا نسبیت تابع دی نه برعکس داسې چې د غرب لیبرال مفکرین یې وعظ کوي، خصوصاً کله چې دوی غواړي پر ټولنې یو غلط او معیوب فورمول او ترتیب تجربه کړي نو ټولنه کې تل نا رضایتي او په خپله برخه نه قناعت لیدل کیږي.

ظلم هلته شتون لري چې د عدل تله ښکته پورته شي.
اسانه تشریح: که لس منه انګور پر دوو کسو مساوي ووېشل شي هر یوه ته پنځه منه رسیږي خو یو کس له درې کیلو زیات نه شي خوړلی هغه بل یې خوړلی شي. د برابرۍ دې مثال کې د عدل خلاف ده، د کم خوراکه کس دوه منه انګور یا باید خوسا شي یا دې باید ځان په انګورو ناروغه کړي.

خلک الله د طاقت له پلوه او د احتیاج له پلوه یو شان نه دي پيدا کړي، نو که هر سړي ته برابر او مساوي نعمات ورکړل شي فقط فساد له ځان سره راولي.
هغه مشهوره کيسه رایاده شوه چې په هغه کې ویل کیږي چې که پيشو وزر درلودلی او الوتلی شوای نو د مرغانو نسل به تباه وای.

اسلامي نظام په یوه انډول او د یو قراني حکم له مخې د عدل د ټینګولو او قیام په موخه د زکاتو او صدقاتو ورکړه جاري کوي.

همدا شان د ښځې، نر او کوچنیانو تر مینځ باید انډول له نظر نه ورک نه شي.
که کوم سیکولر په خپلې ښځې او کوچني په یوه وخت کې یو چارک غوښه په زور وخوري او خپله هم همدومره وخوري او ووایي چې مجبور یاست دا مو برخه ده نو د کوچني او ښځې به یې څه حال شي.
ما قصداً دا ساده او ابتدایي مثال بیان کړ تر څو زمونږ نوابغ په هغه پوه شي.

الله د خپلو پيغمبرانو صلوات علیهم اجمعین  په وسیله خپلو بنده ګانو ته د عدل وعظ کوی.

انسانانو سره به ظلم نه بلکه عدل کیږي.
الله له خپلو بندګانو څخه هم د مساوات او انصاف پر بناء پوښتنه او مطالبه نه کوي بلکه پوښتنه کول به له دواړو کیږي خو له پاچا نه د هغه د اعمالو او وجایبو او له بزګر یا فقیر نه د هغه د توان او طاقت په قدر.

ښځې او نارینه داسې چې غربي لیبرال دموکراتان او د دوی وطني امتیان او پيروان یې تبلیغ او تحکیم غواړي مساوي او برابر نه دي.

ښځه د ښځې په هیئت او همغه بیولوژیک جوړښت  ځانته وجایب وظایف او حقوق لري او نارینه ځانته.

د جبري قوانینو په زور دوی ته درواغجن برابر حقوق ورکول فقط د الهی خلقت د قوانینو څخه سرکشي ده چې په غرب کې تجربه کیږي او زمونږ جاهل غرب روزلي دموکراتان یی په هیواد کې پيښې او تقلید کوي. د دغو غلطیانو پایلې په یوه دوی لسیزو کې نه لیدل کیږي بلکه په څو  پيړیو کې به نتیجه دا شي چې غربي نړۍ له يوې معیوبې ټولنې سره مخامخ شو.

لویدیځو هیوادو کې د نر ښځيانو زیاتوالی او د ښځينه نفوس ډيرښت د نارینه په انډول او نور طبعي، جانبي عوارض او د زیږیدنه کمبود د دغو  چارچلند پایله ده.

الهي عدل په ټولو کایناتو کې هر مخلوق ته خپله برخه ټاکلې.  ټولنه کې هم که الهي عدل اجرا شي  یعنی حدود الله او امر بالمعروف او نهی عن المنکر عملي شي خامخا به د ظلم او تجاوز او اسراف مخه ونیول شي.

درنو وطنوالو! په ریایي او دروغو نعرو :انصاف او مساوات او ازادۍ  مه غولیږئ.

الله حدودالله په کتاب او نبي صلی الله علیه وسلم په خپل سیرت کې تعین کړي.
ددغه حدودو پر بنا د ازادۍ تعریف او پيژندنه په ډیره اسانۍ بیان شوي:
ازادي هغه ده چې د بل ازادي تهدید نه کړي، د بل پر حق تجاوز ونه شي، د الله او د بنده حق اداء کړل شي.

د ازادۍ حد : زما ازادي هلته ختمیږي چې د الله حق او دبل ازادي شروع کیږي.
دغه ته وایي عدل که دا اجراء شي نو چاته به د شکایت بهانه پاتې نه شي.
الله دې افغانان د هغو وینو  په برکت چی د الله په لار کی یې هدیه کړي پر داسې یو نظام ونازوي.

ان شا الله

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx