
ولسي جرګه: رولا غني د کابل هوایي ډګر له لارې ډالر قاچاق کوي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲ سلواغه، ۱۳۹۹ل): داسې مهال چې له هیواده د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده او تر څنګ یې ګڼ لوړپوړي چارواکي هم له هیواده په وتلو دي؛ ولسي جرګه وایي، د اشرف غني مېرمن له هیواده ډالر قاچاق کوي.
د ولسي جرګې غړی «ضیاءالرحمن اریانژاد» وایي، څو ورځې وړاندې يې د هوایي ډګر له یو قوماندان «جنرال احمدزي» سره ولیدل او هغه ورته وویل، چې دوه بکسه ډالر یې چې ټولټال پنځوس میلیونه کېدل، له رولا غني سره د کابل تر هوایي ډګره ورسول او له هماغه ځایه دوبۍ ته ولېږدول شول.
نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې تر دې کار څو ورځې وروسته د دوبۍ حکومت د اشرف غني شخصي ایمیل ته پیغام لېږلی، تر څو مېرمنې ته یې ور یاده کړي چې د «غلا روپۍ» د دوبۍ له هوايي ډګره بیا ځلې انتقال نه کړي.
دغه راپورونه داسې مهال دي، چې څه موده وړاندې د حزب اسلامي مشر «ګلبدین حکمتیار» وویل، د کابل نړیوال هوایي ډګر ته مشکوکې الوتکې راځي او له دې ځایه په بکسونو کې شیان انتقالوي، چې دده په خبره، له ډالر او طلاوو پرته بل څه کېدای نشي.
حکومت که څه هم د حکمتیار څرګندونې رد کړې؛ خو یو شمېر رسنیو په کابل نړیوال هوایي ډګر کې د ولاړې یوې مشکوکې الوتکې انځور ترلاسه کړ.
ورته مهال داسې راپورونه هم ورکړل شوي، چې طلاوې او میلیونونه ډالر چې له افغانستان څخه تاجکستان ته لېږدول شوي و او دوبۍ ته انتقالېدل، د تاجکستان د پولیسو له لوري نیول شوي دي.
No doubt, it could be worst than this
بسم الله الرحمن الرحيم
هرچيرته چى وری یا ورلی وی باید چی د الله په توکل په هره ممکنه طریقه بیرته راورل شی. انترنشنل پولیس یا انترپول همدی لپاره جور شیوی دی چی دغسی بین المللی غلو او داره مارانو د دنیا هر زای کی چی وی دستگیر او محاکمه کیژی او غلا شیوی مال بیر ته اصلی زای ته رواستل شی. حسبناالله و نعم الوکیل
دا هیڅ امکان نه لری چه د ملت مور لیړی غنی دا سی بیغرته کار وکړی دا د حکومت پر ضد افواهات او پوروپاګندی ده. د ملت مور خو په حقیقت کی د خپلو بچو د پاره په نورو ملکو باندی فقر کوی. غنی او لیړی خانی خو لستوڼی بر وهلی دی او فساد بر مخ مبارزه کوی او لوی څانوالی [ د فساد ځالګی] ته یی معرفی کوی. اوس نو وحید عمر او داوا خان مینه ترپال[ د کندهار د ښاروالی سورغل] او نور خیاطان دی جواب ووایی. الله مو در په دره کړه.
زه په ټولو افغانانو غږ کوم چې لبنانیان له عربی دولتونو څخه د غلا او چور نړیوال ریکارډ لري.
په غرونو کې حصار افغانستان خو یې هسې هم چور کړ خو پام چې دا د ګیدړې زامن او رولا درڅخه روغ څټونه ژوندي ونه وزي.