نظــر

عبدالحی مطمئن؛ طالب نقاد چې مفت مو بایلود!

استاد محمد زمان مزمل

څنګه چې د طا لبانو اسلامي تحریک په کابل کې د اسلامي نهضت د مشرانو د بګنونکي او بې رحمه سیالۍ د کابل بې خونده ماجرا په دالان کې وزېږېد او مسافر وزېږېد.

همداسې د طا لبانو د اسلامي تحریک په چوپړ کې په ځوانو طا لبانو هاغه سلسله راوټوکېده چې د طا لبانو د اسلامي تحریک په مشر ملا محمد  عمر مجاهد یې عشق هغوی د بلۍ سر ته پورته کړل، ولې د راښکته کېدو هنر یې نه وه زده، ډېرو یې د نامرادۍ په بالښت په بې غوغا سلګیو کې خپلې جونګړې او د مشر مُلا صاحب رحمه الله میراثه تحریک په نامرادۍ میرات کړ یؤ له دغو نه ځوانیمرګ طا لب عبدالحی مطمئن صاحب وو.
څو کاله مخکې مې د حاجي نذیر او حاجي ارسلا خان په کور کې ولید ملاقات لنډ وو ولې د نېکه مرغه ما “زمان” ته یې هغه تآثر په میراث پرېښود چې د ځواني مرګ عبدالحی مطمین په مرګ لکه د کشر ورور دلګیر او خفه شوم.

د غزني په یؤه علمي کورنۍ کې زېږېدلی عبدالحی مطمئن صاحب په یؤه سپېره ماجرا کې چې د افغانستان انقلاب او جهاد ؤ عبدالحی ځواني مرګ د خدای بښلي مشر مُلا صاحب تر صحبت او ملګرۍ را ورساوه د دغه مجاهد مُلا په جوار کې ډېر د نوم څښتن شول او ډېر د منصب او پسې لا ډېر د یؤه ژوندي تاریخ او ددغو ډېرو په منځ کې یې کم هغه دي چې ددغه لالهانده مُلا پیغام یې د زړه په اوږو تر دغه ځایه راورساوه ګمان کوم چې یؤ یې پکې همدا د غزني ځواني مرګ عبدالحی مطمئن وه.

زه د افغاني لیکوالانو او بیا په دغو کې د طا لب د لیکوالانو له سبک او لوڅ نقد نه چندان راضي نه یم او دا په دې خاطر چې د افغان زلمیانو پارېدلو او بې مهاره جذباتو خو دا ملت او دا وطن د هر کس او ناکس د مداخلو کنډواله کړ اوس چې مونږ غواړو دا د مارانو او لړمانو ګوتې وتړو بیا هم یؤ نیم پکې د خپلې ایماندارۍ له مخې غواړي د سپری په ځای په زخمونو مالګې ودوړوي، کیدای شي مونږ هم همدغه کردار اداء کړی یي لا یې اوس هم اداء کړو ،ولې زه د خدای بښلي عبدالحی مطمئن صاحب د توند نقد او لوڅ کتاب له محتوا سره چندان موافق نه وم.

همداسې زمونږ د بل اشنا نظر محمد مطمئن صاحب دوی د سیاست د وروستي پړاو په حاشیه کې د انقلاب سره ملګري شول خپلې ایماندارۍ هغوی د لوڅې خبرې پر چړ روان کړل چې په هر صورت کیدای شي د ټولېدو په ځای مو زیات خواره کړي ،ولې کوم ظریف پښتو نثر او پښتو شعر چې خدای بښلي عبدالحی مطمئن په میراث پرېښود زمونږ د کلیوال نسل لپاره یؤ د تاثر موړ دی.

عبدالحی مطمئن صاحب د امریکایانو د اشغالګر موج په دوران کې د تعقیب او زندان نه د خلاصون په هیله ډېرې شپې په ونو او ځنګلونو کې تېرې کړې.

د هغه د مهاجرې مرغۍ طنزیه کیسه همدغسې یؤ د محنت عمق تر شا لري ،هاغه د ورکو ورځو طا لبان او بیا د ځان په شان د یؤې مهاجرې مرغۍ په تصویر کې هومره ظریف انځور کړی دی چې د نورو ځواکمنو او شډلو طالبانو په منځ کې د هغوی د خبرو او ارمانونو د ټوکېدلو او غوړېدلو چانس یا د نشت په حساب او یا خو هم قلف و.
عبدالحی مطمئن صاحب په خپله دغه مقاله کې چې زه یې ډېر متأثر کړم په تېره په دغو ورځو کې چې طالبان د امریکا د تړون باوجود نه یې د خبرو په سطحه او نه یې د دریځونو په سطحه داسې څه ملت ته ورنه کړل چې دا د انقلاب زورېدلی نسل پکې ووایي چې شکر چې مونږ د خپل خړ جومات مُلا راټول او خوندي کړو ، د هغه د کتاب او مقالو نه همدا تآثر څاڅي او نن یې په مرګ او تلو د هغه د ځواني مرګ تر څنګ د هغه دغه ظریف تآثرونه هم لمانځو.

خدای دې وبښي یاد دې په خیر وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالروف

طالبان ملت ته نور څه ورکړې ٗ که قربانې وائې دا خو ئې ډیر ورکړل او ورکوې ئې ‌ٗ چې په نتیجه که ئې اشغالګر تیشته مجبور کړل. خو زه وایم چې ملت طالبانو ته څه ورکړل ٗ دا ئې ورکړل چې لکه تا په کور آرام ناست او بیځایه نیوکی وکړې او که را پاڅي جهاد وکړې او یا هجرت وکړې او دښمن ته ښارونه تش پریکږدې.

طوطی

عبدالروف ته: دا طالبان لکه چی په ریښتیا ټول پنجابیان دی، ملت نور څه تاسو سره وکړی؟ تاسو ملت ته څه ورکړل ځانوژنه، انتحار، عامه تاسیسات ویجاړول، وحشت او ترهګری. ملت ټول مریض دی ستاسو او د حکومت له لاسه. هغوی پټی سترګی بمباری کوی او تاسی یی په زوره جنګ ته هڅه وی. د ملت په کورونو کی ډوډی مخوری، هلته د هغوی په کورونو کی سنګر مه نیسی تر څو حکومت یی بمبارد نکړی. ملت نور ختم دی د ## له لاسه.

احمد شاه

طوطی ګکه ته خو په ریشتیا هم چه طوطی یی هر سه چه تاله دغه خرح شوی میدیا درکوی ته یی هم په خوله کی نیسی
و سړی دا یو مجاهد ملت دی دلته خلګ مسلمانان دی او بیا پشتانه دی. دغه مجاهدین د همدی وطن بچیان دی. خلګ مجاهدینو ته په دیر اخلاص سره دودی ورکوی او هغوی خپل دغه مرستی په جهاد کی حسابوی، مګری سه وکړو!
په تاسو کی خو نه اسلام پاتیده او نه هم پشتو.

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx