لیکنېنظــر

طالبان او ټول افغانان د سولې تړون ته ژمن دي!

عبدالمالک همت

ټرمپ هر څه چي وو، د امريکې د عامو خلکو هيلو او ګټو ته يې درناوی درلود او له دې امله يې غوښتل له افغانستان څخه امريکايي پوځونه وباسي، خو په امريکا کي له کلونو – کلونو راهيسي واکمنو غلو نه غوښتل چي په دې هيواد کي د جګړې په درېدو سره د امريکايي پوځيانو تلفات او تريلينونه ډالرو لګښت پای ته ورسېږي، ځکه يې نو د ټرامپ د موخو او اقداماتو په وړاندي کار شکنۍ کولې او تر پايه يې پرې نه ښود چي خپلي دې موخي ته ورسېږي.

له دې امله ټرمپ ددې کار په تر سره کولو کي بريالی نه سو او په دې سبب يې هم د امريکې په دوهم ځلي انتخاباتو کي ماته وخوړه. له بده مرغه په امريکا کي پخواني غله او داړه ماران د جوبايډن په مشري بيرته واک ته ورسېدل.

دغه خونخوره او د جګړو اور بلوونکې ډله نه د امريکې د خلکو ګټو ته ګوري او نه د افغانستان د خلکو دې خوارۍ او بې وزلۍ ته، بلکي دوی ته تر هرڅه خپلي ځاني ګټي ډېري مهمي دي.

دوی اوس هم د خپلو ګټو لپاره په ګران افغانستان کي دې شومي او د دواړو ولسو لپاره تاواني جګړې ته دوام ورکول غواړي. ما دمخه لا وړاندوينه کړې وه او په خپلو ليکنو کي مي واضح کړې وه چي د جوبايډن اړوند غله په افغانستان کي بيرته د جګړې اور تازه کول غواړي. چي دادی اوس د امريکا د خزانې وزارت او دفاع وزارت «پنټاګون» له څرګندونو څخه جوتېږي چي دغه سراښ امريکايي شرمښان لا هم له افغانستان څخه په دې ټولو غلاوو نه دي ماړه سوي او لا د Anymore  نارې وهي.

اظهر من الشمس ده چي هم طالبان او هم د کابل په اداره کي ټول معقول کسان او ټول افغان ولس، په تېره د هيواد ځوان قشر په ګران هيواد کي سوله او آرامي او ګران هيواد ته د کار او زيار د زمينې برابرول غواړي. دا په افغانستان کي يوه ځانګړې کړۍ او په امريکا کي دغه خونخوره او د جګړو اوربلوونکې حاکمه ډله ده چي د خپلو ځاني ګټو د تامين لپاره د سولي سره ضديت ښيي او په ډول ډول حيلو او پلمو يې سبوتاژوي.

همداراز د امريکې د دغو غلو چارواکو او په افغانستان کي د زبونو او ترټلو سولي ضد عناصرو پرته د امريکې عام خلک او د نړۍ ولسونه ټول په دې هيله دي چي په افغانستان او نورو ځايونو کي د امريکايانو وژل او بې ګټي لګښتونه کول سمدستي ودرېږي.

نو اوس که د امريکې نوي واکمنان عقل او وجدان ولري او يو څه يې په زړونو کي د انسانيت او خپلو خلکو سره مينه او خواخوږي وي بايد د امريکې او طالبانو د توافقنامې سره سم خپل پاته عسکر او استخباراتي شبکه وروغواړي. چي هم دلته او هم په امريکا او نورو ځايونو کي خلک په سوله او کراري کي ژوند وکړاي سي.

که نه افغانان له اشغالګرو او د هغو د ګوډاګيانو څخه تر پوزي راغلي دي، خو د خپل هيواد د خپلواکۍ د بيرته ګټلو لپاره له جګړې څخه هيڅ نه دي ستړي سوي، که مجبورسي بې له درنګه به ټول د غليم سره جګړې ته د يوه موټ او يوه صف غوندي ورودانګي او د نورو مخکنيو اشغالګرانو غوندي به يې په شرمو شرمولي له خپله هيواده وباسي.

وما علينا الا البلاغ!

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالروف

الله تعالی دي په قلم نور هم برکت ور اضافه کړې. دالله په امان اوسي.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx