افغانستان

دولتي عسکرو په کندهار کې د سره صلیب اړوند یو کلینیک ویجاړ کړی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۳ سلواغه، ۱۳۹۹ل): دولتي عسکرو د کندهار لوایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د سره صلیب اړوند یو کلینیک نړولی او روغتیايي سامان آلات یې ورته ویجاړ کړي دي.

دا پېښه پرون د یکشنبې په ورځ د ارغنداب ولسوالۍ په «آدرې» سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې دولتي عسکرو په یاده سیمه کې د سره صلیب اړوند کلینیک باندې یرغل وکړ.

د سیمې خلک وايي، په دغه مهال دولتي عسکرو د یاد کلینیک ټوله طبي عمله له ځان سره برمته کړي او د کلینیک ودانۍ، نقلیه او طبي وسایلو ته یې اور ورته کړی دی.

طالبانو دغه پېښه په کلکه غندلې او له نړیوالو بشري او روغتیايي سازمانونو یې غوښتنه کړې چې په دې اړه خپل د مسئولیت غږ اوچتولو سره د دارنګه «جنایاتو» مخه ونیسي.

موږ په صحي مرکز او عام المنفعه تأسیساتو دغه ډول بریدونه غندو، دا د نړیوالو نورمونو خلاف جنایت دی، باید نړیوالې صحي ادارې او بشرپال نهادونه هم په دې اړه خپل دريځ روښانه کړي او د دا ډول غیر قانوني کړنو په مخنیوي کې خپل مکلفیت ادا کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې تردې یوه ورځ وړاندې هم دولتي عسکرو د ارغنداب ولسوالۍ په «بولان دره» کې د سره صلیب یو امبولانس په داسې مهال وویشتلو چې یو ناروغ یې د جګړې له سیمې څخه ویستلو.

په دغه پېښه کې ناروغ «شهید» او امبولانس موټر هم په بشپره توګه سوځېدلی ؤ.

دا لومړی ځل نه دی چې دولتي عسکر د جګړې پرمهال روغتیايي مرکزونه او کلینیکونه په نښه کوي، بلکې تردې وړاندې هم په کندوز، بادغیس او میدان وردګو په شمول ګڼو ولایاتو کې دولتي عسکرو یو شمېر روغتیايي مرکزونه او کلینیکونه په هوايي او توپچي بریدونو کې په نښه کړي او ګڼو ناروغانو ته یې د مرګ ژوبلې اړولو ترڅنګ لسګونو زره هېوادوال له روغتیايي خدماتو څخه محروم ګرځولي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx