افغانستان

شاهین: د دوحې تړون له مخې به د اوسنۍ ادارې پرځای نوی اسلامي حکومت جوړیږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۳ سلواغه، ۱۳۹۹ل): ایران ته په سفر تللي د طالبانو پلاوي تهران کې د یوې ناستې پرمهال ویلي، چې د دوحې تړون له مخې به افغانستان کې د اوسنۍ ادارې پرځای نوی اسلامي حکومت رامنځته کیږي.

د طالبانو د سیاسي دفتر پخواني ویاند او د مذاکراتي ټیم غړي سهیل شاهین دا څرګندونې د ایران پلازمینه تهران کې په داسې مهال کولې، چې د پلاوي دوه تنه نور اعضاء مولوي خیرالله خیرخواه او ملا عبدالحق وثیق هم حاضر وو.

سهیل شاهین وايي،  امریکا متحدو ایالتونو سره یې د سولې تړون کې دا خبره لاسلیک کړې چې د بین الافغاني مذاکراتو پایله کې به د اشرف غني په مشرۍ د کابل اداره منحل او پرځای یې «نوی اسلامي حکومت» جوړیږي.

نوموړي دغه راز ویلي، چې ددغه تړون له مخې د ۱۴ میاشتو له پوره کېدو وروسته به افغانستان کې بهرني عسکر «اشغالګر» بلل کیږي.

شاهین وايي، په لاسلیک شوي تړون کې امریکایانو ته وخت ورکړل شوی چې په ټاکلې موده کې له افغانستانه ووزي، که چیرې د «مئ» میاشتې نه وروسته د امریکا یا ناټو عسکر په افغانستان کې پاتې کیږي طالبان به یې پر وړاندې جګړه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ رویټرز خبري آژانس په یو راپور کې ویلي ؤ، چې کیدای شي بهرني عسکر له ټاکلې نیټې وروسته هم افغانستان کې پاتې شي.

د تاوتریخوالي د زیاتوالي په اړه شاهین د کابل حکومت تورن کړی چې د طالبانو پرضد یې پوځي عملیات پيل کړي او د طالبانو تر کنترول لاندې سیمو کې یې شپني عملیات او چاپې زیاتې کړي او هڅه یې کړې چې ځینې سیمې تر خپلې ولکې لاندې راولي، د کوم کار په مقابل کې چې د شاهین په خبره «دفاع» کول د طالبانو مسلم حق دی.

په ورته مهال د طالبانو د مذاکراتي پلاوي بل غړي مولوي خیرالله خیرخواه بیا د کابل حکومت د داعش په ښکاره ملاتړ هم تورن کړ.

خیرالله خیرخواه د خبریال د پوښتنې په ځواب کې داسې وویل: مونږ د جوزجان ولایت په درزاب ولسوالۍ کې د داعش جګړه ماران کلابند کړي وو؛ خو د کابل حکومت په پوځي چورلکو کې زمونږ له منګولو څخه وتښتول.

د طالبانو د مذاکراي پلاوي غړی محمدسهیل شاهین په داسې مهال د ایران پلازمینې تهران څخه د اشرف غني حکومت د نړېدو او نوي اسلامي حکومت د تشکیل خبره کوي چې درې ورځې وړاندې د روسیې په سفر تللي د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال شیرمحمدعباس ستانکزي هم په مسکو کې د خبري ناستې پرمهال وویل، که اشرف غني له جګړې لاس واخلي او نوي اسلامي حکومت ته غاړه کیږي نو دوی تیار دي چې د سولې اسلامي حکومت سره خبرو ته کیني.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسي جرګې مشر میررحمان رحماني او ګڼو نورو سیاستوالو هم په اشرف غني غږ کړی چې له واک څخه لاس واخلي او د موقت حکومت په رامنځته کولو سره هېواد کې روانه خونریزي بنده کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

Da Speen Ghar Shahin Saib Sallamoona If you truly want a free and an Islamic Afghanistan, you should postpone talks with the Kabul admin until the complete pull out of foreign troops There is a trap for Afghans and the Islamic Emirate. Afghans will be losing the 20 years efforts and sacrifice that they have gone through and will not be able to reorganize themselves at all Also, the determined Mullah Mujahid Ghazi Mohammad Omer is not there anymore to roll up sleeves Believe me something is wrong, I can hear clearly and loudly the walls are talking about this… نور لوستل »

طوطی

نوی اسلامی حکومت: اسلام څه زوړ او نوی والی لری؟ خو بیا هم د موقت له حکومت څخه د نوی اسلامی حکومت نوم ښه دی. ځکه چی د موقت د حکومت تجربی هر یو په یاد لرو. همدا موقت حکومت وه چی کابل پکی ټول ویجاړ شو او نباید یو ځل بیا وران شی.

طوطی

اسلامی حکومت د دوحی د خبرو له وجی منځ ته راځی نه دا چی طالبان یی د ایران او مسکو څخه اعلان کړی او بیا وایی چی دوی هم موافق دی. افغانان چی موافق نوی هغوی خو په هره ګډوډی موافقت کوی. څومره دا طالب مشران ناپوهی او بی عقلی خواته روان دی. د دوجی خبری یی پریښی ځی سره ایران او مسکو ته هغه ځینی د اسلامی حکومت نارې سورې وهی ههههههه.

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x