شعـــــرونه

د مينې پل/ حماد ماليار

حماد ماليار

پل د ژوندانۀ مې نور د مينې پۀ پلۀ اخلمه
ځمه د نفرت له ميېنانو نه زړۀ اخلمه

دا ځيږۀ، ځيږۀ د بې غمۍ خيري ترې مينځمه
زۀ ورته  په لپه کې مهينې اوبۀ اخلمه

تۀ د زندګۍ پۀ څېر وسېږې لرې، لرې خو
يؤ ځل خو دې خامخا په غيږه کې زۀ اخلمه

شپون، رمه، لېوۀ دي لکه زۀ ليلا او تور رقيب
داسې يؤ جالب غوندې تصوير د راغۀ اخلمه

ځمه، چې سندرو او نغمو ته يې تشويق کړمه
حال د يؤ بې وزله، جل وهلي مارغۀ اخلمه

ژونده! له مالته مې د مړينې غوغا نۀ خېژي
ځکه چې، له ښاره  دې د مينې خواږۀ اخلمه

بيا چې له ګلونو سره مينې ته لېوال شمه!
زړۀ ته د حماد ماليار له زړۀ نه يؤ څۀ اخلمه.

ـــــــــــــــــــــــ

حماد ماليار

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx