افغانستان

کندوز کې د هوايي برید له امله ۱۰ تنه ملکیان مړه او ژوبل شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۴ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د کندوز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د دولتي الوتکو په هوايي برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۰ تنه ولسي وګړي «شهیدان» او ټپیان شوي دي.

د سیمې خلک وايي، دولتي عسکرو پرون د دوشنبې په ورځ د امام صاحب ولسوالۍ په «بخمل کوچه» او «پادخواب» سیمو کې د ولسي خلکو په کورونو هوايي او توپچي بریدونه کړي، چې له امله یې لږ تر لږه ۲ تنه ولسي خلک «شهیدان» شوي.

د خلکو په خبره ددې ترڅنګ دمیرمنو او ماشومانو په ګډون ۸ تنه نور ملکیان ټپیان شوي او ګڼ کورونه هم ویجاړ شوي دي.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې د ملکي خلکو په کورونو د دولتي عسکرو «ړندې» بمبارۍ او توپچي بریدونه زیات شوي، چې ورسره د ملکيانو د تلفاتو کچه هم په بې سارې توګه لوړه شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx