ورزش

له برسلونا کلب سره د میسي تړون افشا شوی، کلنۍ (۱۳۸ ملیونه) یورو ترلاسه کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۳ سلواغه، ۱۳۹۹ل): یوې هسپانوي ورځپاڼې (ال موندو) د برسلونا فوټبال کلب لوبډلې سره د لیونل میسي د وروستي تړون په اړه توضیحات خپاره کړي دي.

د راپور له مخې د برسلونا کلب سره د نړۍ مشهور ستوري لیونل میسي په ۲۰۱۷م کال کې د څلورو پړاوونو مودې لپاره د ۵۵۵ ملیونو یورو چې له ۶۱۶ ملیونه ډالرو زیاتې کیږي تړون لاسلیک کړی دی.

د راپور په وینا د یادو شمېرو له مخې له برسلونا کلب څخه میسي هره ورځ ۳۸۰ زره یورو ترلاسه کوي، چې څه کم له ۳۵ نیم ملیونو زیاتې افغانۍ کیږي.

د یادې ورځپاڼې په راپور کې راغلي چې میسي له برسلونا کلب څخه کلنۍ ۱۳۸ ملیونه یورو ترلاسه کوي، چې د پورتني تړون له مخې یې تر دې دمه ۵۱۱ ملیونه یورو چې د ټول تړون ۹۲ سلنه کیږي، تر دې دمه ترلاسه کړي دي.

هسپانوي ورځپاڼه وایي، دغه تړون په ۳۰ پاڼو کې لیکل شوی چې «د لوبو په تاریخ کې تر ټولو لوی دی»، او تر دې دمه پټ ساتل شوی و.

د ۳۳ کلن میسي دغه تړون د ۲۰۲۱م کال په جون میاشت کې پای ته رسیږي او هغه کولی شي له جنوري میاشتې وروسته بلې لوبډلې ته په وړیا ډول انتقال شي.

دا راپور په داسې حال کې څرګندیږي چې برسلونا کلب په ۲۰۲۰م کال کې د کرونا وبا له کبله له سخت اقتصادي وضعیت سره مخ شوې او له لوبغاړو یې د معاشونو فیصدي اخیستلو غوښتنه کړې وه.

برسلونا کلب شاوخوا یو ملیارد یورو زیان کړی چې له مخې به یې له ۲۰۰ ملیونو یورو زیاتې د جون تر ۳۰مې نیټې بانکي پورونه ورکوي.

بل لوري ته د برسلونا کلب په یوې اعلامیې خپرولو سره ویلي چې د میسي د معاش اسنادو د سم او ناسم په اړه څه نه شي ویلی خو په خپرولو به د یادې ورځپاڼې پر وړاندې قانوني ګام پورته کړي.

دغه اعلامیه زیاتوي چې یاد راپورونه د لیونل میسي د بدنامولو لپاره ترسره کیږي، «موږ د میسي په هر وخت کې بشپړ ملاتړ کوو او د هغه د بدنامولو، هغه سره زموږ اړیکو ته د زیان رسولو مخنیوی کوو».

د میسي تړون په نړۍ کې د هر نوعې لوبې په تاریخ کې تر ټولو ګران تړون ګڼل کیږي خو د هغې په نیمایي شاوخوا د هسپانیا حکومت ته مالیه ورکوي. د راپور له مخې د مالیې او عکسونو حقونو ورکولو څخه وروسته میسي د ۵۵۵ ملیونه یورو څخه (۲۹۷) ملیونه یورو ترلاسه کوي.

بل لوري ته په هسپانوي لیګ «لالیګا» کې د اتلاتیک بیلباو پر وړاندې په ۲-۱ له بریا وروسته د برسلونا روزونکي وویل، «هر هغه چا چې د میسي د تړون اسناد خپاره کړي په برسلونا کې د راتلونکې لپاره نشي پاتې کېدلی، نوموړی زیاتوي چې باید دغه کس ګوښه او محکمې ته وړاندې شي».

د فوټبال مینوال د لیونل میسي پر دغه ستر تړون غبرګون ښيي چې د یوه لوبغاړي لپاره دغه رقم تر ټولو زیات دی، په ځانګړي ډول چې یو کلب له سخت اقتصادي وضعیت څخه تیریږي.

خو بل لوري ته یو شمېر فوټبال پوهان وایي چې برسلونا کلب له دې زیاته ګټه او عاید یوازې د میسي په شتون ترلاسه کوي، دوی وایي چې میسي کلنۍ ۱۳۸ ملیونه یورو اخلي خو له ۱۰۰ ملیونو په زیات ارزښت بیرته کلب ته ګټه ورکوي.

په دې اړه د فوټبال مشهور کارپوه انتونی ټرویا وایي، «زه فکر کوم که چیرې ځینې فوټبالران د نورو لوبغاړو په پرتله ډیرې پيسې ترلاسه کوي دا په دې معنا چې دوی همدومره پيسې کلب لپاره پيدا کوي، کله چې یو لوبغاړی لوبډلې ته د نورو لوبغاړو په پرتله زیات عاید راوړلی شي ولې له نورو زیاتې پیسې ورنکړل شي، که چیرې هغوی په لوی کلب کې دومره ملیونونه عاید تولید نه کړي هغوی ته دومره پیسې هم نه ورکول کیږي».

باید وویل شي، د برسلونا کلب په نړۍ کې میلیونونه مینوال لري چې شاوخوا له نیمایي زیات یې د میسي په شتون دغه لوبډله خوښوي چې د کلب لپاره د عاید یوه ستره ذریعه ګرځېدلې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x