ورزش

برسلونا له اتلاتیک بیلباو لوبډلې خپل تېر غچ واخیست – ویدیو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۴ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د برسلونا کلب په هسپانوي لیګ «لالیګا» ۲۱م پړاو کې د خپلې سیال لوبډلې اتلاتیک بیلباو څخه د تیرې لوبې غچ واخیست او په ۲-۱ یې ماتې ورکړه.

دا په داسې حال کې چې د جنوري په ۱۷مه نېټه برسلونا لوبډلې د اتلاتیک بیلباو لوبډلې په کوپا سوپر جام پایلوبه کې برسلونا لوبډلې ته په ۲-۱ ماتې ورکړه او دغه جام یې وګټه.

د دوشنبې په شپه د برسلونا او اتلاتیک بیلباو لوبډلو ترمنځ په کامپ نو لوبغالي کې سیالي ترسره شوه چې په کې برسلونا د میسي او ګریزمن په ګولونو په ۲-۱ بریا خپله کړه.

په یاده لوبه کې لیونل میسي په ۲۰مه دقیقه کې د فري کیک په مرسته په زړه پورې لومړی ګول وواهه، دغه راز په ۷۴مه دقیقه کې فرانسوي انتوني ګریزمن ګټونکی ګول وواهه، په داسې حال کې چې د اتلاتیک لوبډلې له لوري په ۴۹مه دقیقه کې یوازینی ګول وهل شوی و.

په یادې بریا سره برسلونا لوبډله وتوانېدله د لالیګا په جدول کې په ۴۰ پواینټونو سره دوهم مقام خپل کړي، د برسلونا سیال لوبډله ریال مدرید چې هم ۴۰ پواینټونه لري خو د ګولونو په توپیر له برسلونا لوبډلې شاته په دریم نمبر ده.

https://youtu.be/zInHmkApKiY

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx