روغتیا

د روغتیا سازمان: د دریمې پرلپسې اونۍ لپاره د کرونا پېښې کمې شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۴ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د روغتیا نړیوال سازمان عمومي مدیر تیدروس ادانوم ګیبریسوس ویلي چې د پرلپسې دریمې اونۍ لپاره د کرونا ویروس په مثبتو پېښو کې کموالی راغلی دی.

ښاغلي ګیبریسوس د دوشنبې په ورځ د یوې خبري غونډې پرمهال وویل، «د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې د دریمې پرلپسې اونۍ لپاره د کوویډ-۱۹ ناروغۍ د قضیو شمېره کمه شوې ده، چې په عموم کې دا یو هیله بښونکی خبر دی».

د روغتیا نړیوال سازمان مدیر د پېښو کموالي شواهدو ته په کتلو زیاته کړه، د کرونا نورو نسلونو سربېره احتمال شته پر دغه ناروغۍ کنترول ترلاسه شي.

هغه ټینګار وکړ، په دې اړه احتیاطي پاملرنې تر ټولو ډیرې اړینې دي، او ددې په واسطه موږ کولی شو ددې ناروغۍ د خپریدو مخه ونیسو.

د نوموړي په وینا چې د ویروس خپریدو مخنیوی کولی شي د خلکو ژوند وژغوري او د ویروس نوي نسل رامنځته کولو امکانات کم کړي.

د یادونې وړ ده چې په نړۍ کې د وبا له پېل راهیسې د کرونا ویروس مثبتې پېښې له ۱۰۳ ملیونو پورته شوي، په داسې حال کې چې ۲.۲ ملیونه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

بل لوري ته د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې د کرونا ضد واکسین پېل شوي چې اوسمهال تر ډیره روغتیایي کارکوونکو او د ډیر عمر کسانو ته ورکول کیږي، خو په نږدې راتلونکې کې به عامو خلکو ته هم ورکړل شي چې د ویروس په مخنیوي کې غوره اقدام دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx