افغانستان

طالبانو د استاد محمد عاطف شهادت د استخباراتي کړيو کار بللی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۴ سلواغه، ۱۳۹۹ل): نن سهار د کابل ښار سليم کاروان سيمه کې د جمعيت اصلاح ګوند د مرکزي شورا مشر استاد عاطف په يوه بمي چاودنه کې ووژل شو.

د جمعيت اصلاح ګوند او د استاد عاطف کورنۍ د نوموړي وژنه تاييد کړې ده خو په دې اړه يې نور جزيات نه دي ورکړي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د نوموړي په وژنه خواشيني ښودلې، کورنۍ او متعلقيتو ته یې تسليت ويلی او دا يې د استخباراتي وژنو د لړۍ يوه کړۍ بللې ده.

طالبانو همدا راز ويلي دي چې دوی د علماوو، ژورنالستانو، سياسي او ټولنيزو شخصيتونو ترور غندي او په وينا يې د يوې خاصې خبيثې کړۍ کار يې بولي.

استاد محمد عاطف چې د تخار ولايت اصلي اوسېدونکی و تر دوکتورا يې زده کړې کړې وې او د جمعيت اصلاح یو له مهمو او مخکښو مشرانو څخه و او د ځوانانو په روزنه او تربيه کې يې لوی لاس درلود.

هغه د ژوند زياته برخه د ځوانانو په روزنه او اسلامي دعوت کې تېره کړې وه او په دې برخه کې يې خورا مؤثر پروګرامونه ترسره کړي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جلال

انا لله و انا الیه راجعون، اللهم اجرلنا فی مصیبتنا واخلف لنا خیرا منه. اللهم دمر الظالمین من الکفار و المنافقین والجاهلین برحمتک یا ارحم الرحمین. یا عزیز یا جبار یا منتقم.
اللهم انا نجعلک فی نحورهم و نعوذبک من شرورهم. اللهم اکفنیهم بما شئت، و صلی الله علی قاعد المجاهدین و خیر خلقه محمد و علی آله و صحبه و التابعین الی یوم الدین. آمین

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx