لیکنېنظــر

آیا د اروپايي ټولنې فشارونه به طالبان مات کړي؟!

حقبین انګار

دا یو څرګند حقیقت دی چې د امریکائي یرغل له پيل څخه تراوسه پورې طالبانو باندې هر اړخیز نظامي، اقتصادي او سیاسي فشارونه وارد شوي دي، مګر نه یوازې دا چې طالبان د خپل حریف پر وړاندې کمزوري شول بلکې نور هم غښتلي او خپل صفونه یې منظم کړل. چې په پایله کې یې د نړۍ سوپر طاقت امریکا مجبوره شوه چې د ځان لپاره د اوړو پزه جوړه کړي او د تیښتې لار ولټوي، ترڅو چې خپل نړیوال برم وساتي او د تاریخي شرم څخه ځان وژغوري.

د یادونې وړ ده چې نه یوازې امریکا بلکې اروپائي ټولنې او ناټو هم د طالبانو له منځه وړلو لپاره هر اړخیزې هلې ځلې وکړې، مګر له شل کلن مزل وروسته دا ورته جوته شوه چې طالبان ماتول ناشونئ کار دی. ځکه خو امریکا د ځواک کارونې پر ځای د سیاسي جوړجاړی آپشن غوره کړ، او په دغه لار کې یې اتلس میاشتې مزل وکړ چې بالآخره د ۲۰۲۰ میلادي کال د فبریورۍ په نهه ویشتمه د طالبانو او امریکا ترمنځ تاریخي تړون لاسلیک شو.

دا چې امریکا په اتلسو میاشتو کې طالبان تر بل هر چا ښه وپيژندل چې د خپلو ارزښتونو په مقابل کې هیڅ معاملې ته تیار نه دي، او نه به هم داسې پيښه شي چې طالبان د واک او مادیاتو په بدل کې د امریکا نامشروع غوښتنې ومني.  همغه و چې امریکا او طالبانو تړون لاسلیک کړ او افغان حکومت یې بلکل څنډې ته کړ چې تر نن ورځې پورې د تړون د لغوه کیدو غوښتنې کوي.

بلخوا د امریکا نوې اداره چې د جوبایډن تر مشرۍ لاندې یې تازه کار پيل کړئ دی، د امریکا او طالبانو تړون په اړه ضد او نقیض څرګندونې کوي، کله وایي چې تړون باندې له سره کتنه کوو او کله وايي همدا تړون ته ژمن پاتې کیږو، چې ترڅنګ یې اروپايي ټولنې هم خپل ډول غاړې ته اچولئ دی او په طالبانو باندې تورونه لګوي.

د اروپايي ټولنې او یو شمېر نورو هیوادونو ګډه اعلامیه چې د طالبانو په مقابل کې یې خپره کړې ده، د ملکي وګړو وژنه، د عامه تأسیساتو ورانول او یو درجن نور تورونه یې هم ورباندې لګولي دي، ترڅو چې طالبانو باندې سیاسي فشار راوړي چې د افغان حکومت غوښتنې ومني او د دوحې د تړون له اساسي برخو څخه صرف نظر وکړي. بلخوا بیا  د اروپائي ټولنې ګډه اعلامیه د طالبانو له کلک غبرګون سره مخ شوه او د دوی تورونه یې تش افواهات وګڼل.

لنډه دا چې د امریکا او اروپائي ټولنه پدې ښه پوهیدلي دي چې د طالبانو ماتول مستحیل دي، مګر بیا هم د چل ول څخه کار اخلي ترڅو که وکولائ شي د روان میلادی کال مۍ میاشتې څخه وروسته هم خپل ځواکونه په افغانستان کې پریږدي او خپل دایمي حضور ته پلمه ولټوي.

امریکا باید د خپل شل کلن اغزن مزل څځه عبرت واخلي او بیا داسې تېروتنه و نه کړي چې یو ځل بیا د سر په بیه ورته تمامه شي، ځکه چې طالبان د هر اړخیزو فشارونو څخه کامیاب را وتلي دي، زندانونه، بمبارونه، اقتصادي او سیاسي بندیزونه یې ټول تجربه کړي دي مګر بیا هم له خپلو اهدافو څخه نه دي اوښتي. نو په داسې حال کې د امریکا او اروپا لخوا یو ځل بیا د جګړې اور ته لمن وهل او د جګړې په مړه شوي اور باندې پطرول شیندل به د امریکا او اروپا لپاره د سر په بیه تمام شي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x