لیکنېنظــر

فرض کړئ که داسې وشي چې….!

قدرت الله نيازى – هالنډ

راسئ داسي فکر وکړو چې اوربند وسو، طالبانو خپلي وسلې په قطر کي خليلزاد ته وسپارلې، پټوان يې ټک وهل او ولاړل خپل مسجد او مدرسې ته؛ فرض كړئ امريکايانو هم خپلې اخري تړلي بسترې د نړيوالو په ضمانت په شا کړلې او ولاړل امريکې ته…

فرض كړئ غني جان درې کاله نور په ارګ براجمن پاته سو او خپلي کلپورې يې وهلې.
ښه نو درې کاله وروسته يو وارې بيا د جمهوريت نغارې سولې او د انتخاباتو ډنډورې…

فرض کړئ پر ۳۰مليونه نفوس کې ۳۰۰ بېسواده بې مسلکه ټوپکسالاران، لنډغران، ملي خاينان، د غرب د سماوارو څخه را غورځېدلي ګاړسونان، د شوروي اتحاده څخه را پاته يتيم کمونيستان، د جهاد د وختو مختوري د کعبې قسم خواړه او يو څو نورو سمتي او قومي ټيکه دارانو ځانونه ولسمشرۍ ته کانديد کړل.

فرض كړئ د انتخاباتو مصارف هم يو ځل بيا خارجيانو په پور او خيرات کي راکړل؛ په کمپاين کي د چا سر مات سو د چا خوله وينه سول چا چاقو کشي وکړل چا پايلوچي وکړل چا بدماشي وکړل او چا سپين سترګي…

فرض كړئ انتخابات هم وسول، ګټونکى، بايلونکى تښتېدونکى هم معلوم سو؛ښه نو بيا؟

آيا ستاسي ريښتيا زړه ته لويږي چې بس دا مردار خواره به په ارامه او انسانيت يو بل ته ارګ او واک پرېږدي؟ چي د څلوېښتو “ډيموکراتيکو” هيوادو په حضور کي يې په ډيموکراسۍ ريشخندونه ووهل او په يوه کابل کي په يوه ورځ پر يو وخت دوو “ولسمشرانو” لوړه وکړه او تر اخيره سلامت او ملامت هم نه معلوميده او نه يې چا مخه نيولای سوای نو ستاسې څنګه زړه ته لويږي چې درې کاله وروسته به د امريکايانو د حضور او بيري پرته خير و خيريت او د واک په انتقال کې د جمهوريت ډکه خوله ټوله ګوړه او سندل وي؟

حقيقت خو دادی چې که د افغانستان د سياسي راتلونکي او نظام فيصله د سولې د خبرو سره همزمانه نه وي حل او فصل سوې، سل کاله به داغه آش داغه کاسه وي؛ ددغه اوسني په زوره مسلطو ظالمانو به سوټى وي او دولس به کوناټى.

که څوک وايي چي بيا هغه وخت که داسي راسره وسول موږ قيام کوو نو هغو ته وايم چي صاحبه دغسي خو دا شل کاله درسره کيږي که تاسي د قيام او ږغ واي نو دا دربدري او خاک به سري به نه واي. خوب ليدل ښه خبره ده خو په ويښه خوب ليدلو ته خيال پلو وايي چي ليدل ئې حماقت او ناداني ده، ولي چي خيالي پلو نه تدبير لري او نه هم تعبير.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

نیازي صاحب په رښتیا سره چې همدا دتا تعبیر له حالاتو د وطن څخه همداسې ده اوهمداسې حالت به راتلونکی وي که نظام همدغو لیوانو ته پاتې وه . دتا په خبره همدا درې سوه بې سواده او بې مسلک ټوپکسالاران همدا خاینان وطن پلورونکي او په څنګ کې به یی همدا د ISF آیسف مفتي سیاف فتواوی ورکوي .چې ددې نظام خلاف جنګ کول ښکاره بغاوت ده او له وطن سره غدر ځکه چې د کمونست نجیب له حکومت ورسته سیاف بیا تر اوسه د لنډغرو اوباشو یرغلګرو لپاره دخپل هغه منافقانه عادت له مخې همیشه مدافع او د… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx