افغانستانسولې اړوند خبرونه

قریشي: له افغانستانه د بهرنیو عسکرو د وتلو په اړه امریکا او پاکستان ورته نظر لري

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۴ سلواغه، ۱۳۹۹ل): داسې مهال چې د دوحې د هوکړې په اساس له افغانستانه زرګونه بهرني عسکر خپلو هیوادونو ته ستانه شوي او ښایي دا لړۍ دوام پیدا کړي؛ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر «شاه محمود قریشي» وایي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په برخه کې امریکا او پاکستان ورته نظریات لري.

قریشي چې په سنا جرګه کې يې د پاکستان د بهرني سیاست په اړه رابلل شوې یوې ناستې ته خبرې کولې وویل، چې د بایډن اداره په افغانستان پورې تړلو زیاتره مواردو کې له پاکستان سره د نظر یووالی لري او د افغانستان په تړاو امریکا او پاکستان پر یوه پاڼه دي.

نوموړي وړاندې زیاته کړې، د نورو مسایلو تر څنګ په ځانګړي ډول امریکا او پاکستان له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه د نظر یووالی لری.

قریشي ددې تر څنګ د افغان سولې په خبرو کې د پاکستان د مرستې یادونه وکړه او زیاته یې کړه، چې په دې تړاو له شوې مرستې نړیواله ټولنه هم خبره شوې .

د قریشي له لوري پورتنۍ څرګندونې داسې مهال دي، چې په دوحه کې د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوي تړون په اساس له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده او د زرګونو خارجي عسکرو تر وتلو وروسته اوس افغانستان کې د امریکایي عسکرو شمېر دوه نیم زره ته راټيټ شوی.

دغه هوکړه چې د «ټرمپ» د ادارې او طالبانو تر منځ لاسلیک شوې وه، د امریکا نوي حکومت یې د بیا ارزولو خبر ورکړی.

د بایډن اداره ټینګار لري، چې دوی به له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو په اړه شوې پرېکړه وارزوي او تر څنګ به دا معلومه کړي، چې طالبانو د دوحې په تړون کې کړې ژمنې څومره عملي کړې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

الله د هندوان درباندی مسلط کړی پنجابیه. له یوی پر کنړ راکتونه وهی او له بلی خوا مو طالبان په غیږ کی ساتلی صرف زمونږه د وطن د ویجاړولو لپاره. الله مو تباه کړه د ##.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx