فلسطیني ورور ته!

ته صبر!
لږ صبر!
ښه!
دادی راغلم. اوس درته ټوله کیسه کوم، نو ته به هم غوږ نیسي!
زه هم د افغانستان یم، هغه داسې هېواد دی، چې تل په کې د نړۍ غټو غټو مستعمرو ماتې خوړلې او موږ ټول عمر په جګړه کې تېر کړی او د تاسې غوندې مو په تش لاس مو د ډېر ظالمانو هسک سرونه راټیټ کړي دي.
زموږ د جهاد ډېر وخت کېږي، موږ څو کاله مخکې روسیې ته ماتې ورکړه.
اوس خو به خبريې؟
هغه امریکا او ورسره ۴۹ نور کافران یې په ځان راټول کړي او زموږ هېواد یې بیا اشغال کړی.
ورورکه!
هغوی هلته داسې ظلمونه په موږ وکړل، چې قسم کوم چې زه یې درته نه شم ویلی.
هغوی زموږ پر جسدونو متیازې وکړې،هغوی موږ په سپیانو… ، هغوی زموږ بندیانو ته په مرچک لړلې ډنډې …. ورکړې، هغوی زموږ کورونو ته داسې بې غمه راځي، لکه زموږ چې نږدې خپلوان وي(الله مه کړه)
تا سو خو ښه یاست!
ستاسې سره ظلم خو یهود کوي، نو سړی ګیله هم ترې نه کوي او نه به ورسره کوم فلسطینی راغلی او تاسې به یې ورته لاس تړلي په ګوتو ورکړي نه یئ؟
هلته څومره ظلم چې کافر کوي؛ نو له هغه زیات یې هغه چې موږ ورته افغان وایو،هغوی کوي.
ته صبر کیسه پاتې ده!
ومنه زه دې مرستې ته راتلم، خو هلته خبرې نورې دي. زه چې تاته دغه کیسه هم کړم اوس به هم راباندې د ټاپو باران وي. څوک به یوه ټاپه راباندې لګوي،څوک به بله او څوک به بله.
هغوی وايي، چې دوی خو عرب دي، موږ یې څه کوو.
هغوی تاسې درد خپل درد نه بولي او ستاسې د کورونو ورانول ورته خوند ورکوي.
هغوی د الله ج ددې خبرې په کیسه کې هم نه دي( چې مسلمانان ټول ورونه دي)
موږ چې اوس روژه ماته کوو، نو تاسې او د نړۍ ټولو مجاهدینو ته دعا کوو،چې الله دې بریالي لري.
هغه که هرڅوک وي او د هرځای وي.
زه هم تاسې ته دعا کوم او تاسې موږ ته!
ګوره که موږ بریالي شو، قسم کوم، چې موږ به مرستې ته درشو او تاسې به هم له دې ۶۶ جهنم څخه راباسو.
ځه چې ته ځي ،نو په مخه دې ښه!
خو خپلې مبارزې ته دوام ورکړه او موږ چې بریالي شو، نو تاسې سمدلاسه درځو، خو د چا په هيله قرار مه کینئ او یواځې یوه هیله د الله ج نه لرئ.
خو دعا کوه.

لیکوال:خوشال درانی

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د