ځانګړي راپورونه

ایا د بايډن اداره د ځواکونو له ويستلو پرته بله لاره لري؟

نن ټکی اسیا (سه، ۱۴ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د امريکا نوي ډيموکراټ ولسمشر جو بايډن په راتلو يو ځل بيا داسې څرګندونې تر سترګو کېږي، چې د بايډن اداره غواړي له طالبانو سره د شوي تړون اروزنه وکړي او د امريکا دفاع وزارت «پنټاګون» وياند جان کربي پر طالبانو تور پورې کړی، چې د دوحې تړون ته ژمن نه دي او له همدې امله به د مې مياشت تر لومړۍ نېټې خپل ټول پوځيان له افغانستانه ونه باسي.

طالبان وايي، د دوحې په تړون کې امريکايانو ژمنه کړې، چې د اپرېل مياشت تر پایه به خپل ټول پوځيان له افغانستانه باسي او بايد پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر لوړپوړی پلاوی په دې ورځو کې ایران ته تللی او د دې پلاوي غړي او د قطر دفتر پخواني وياند محمد سهيل شاهين ويلي، امريکايي او ټول بهرني ځواکونه بايد تر ټاکلې نېټې له افغانستانه ووځي او په هېواد کې د هر ډول بهرنيو عسکرو شتون يې د اشغال په معنا بللی او په وينا يې دا به د جګړې د دوام لامل وګرځي.

د امريکا مخکيني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دوحې تړون له مخې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو شمېر له ۱۳۰۰۰ څخه ۲۵۰۰ ته راښکته کړ او اوس، چې د بايډن اداره واک ته رسېدلې او د عسکرو د ويستلو وروستۍ نېټې ته يوازې درې مياشتې پاتې دي، د بايډن اداره بايد خپل پاتې عسکر او ټول قرارداديان هم له افغانستانه وباسي.

ايا امريکا به د تړون په نقض کولو يو ځل بيا جګړې ته دوام ورکړي؟

د چارو کارپوهان وايي، د جو بايډن اداره بايد د پخوانيو تجرو د تکرارولو پر ځای د سولې پر جوړې شوي تګلارې عمل وکړي او روانه جګړه پای ته ورسوي.

د افغانستان د چارو امريکايي کارپوه او پخواني ډيپلوماټ بارنيټ روبين ويلي، که د جو بايډن اداره د دوحې تړون نقض کړي، نو د سيمې هېوادونو «چين، روسيې، ایران او پاکستان» له سختو مخالفتونو سره به مخ شي او په سيمه کې به د طالبانو دريځ پياوړی شي.

د افغانستان د چارو امريکايي کارپوه او پخواني ډيپلوماټ بارنيټ روبين

د بارنيټ روبين په وينا د بهرنيو ځواکونو د ويستلو په اړه د طالبانو او سيمې هېوادونو دريځ يو دی او د بايډن اداره باید د سيمې هېوادونو حساسيتونه ونه پاروي.

د قطر دفتر پخواني وياند او د مرکچي پلاوي غړي ښاغلي سهيل شاهين هم ويلي، که بهرني ځواکونه په ټاکلې نېټې له افغانستانه ونه وځي، دا به د جګړې د دوام لامل شي.

د افغان چارو کارپوه او د «نيوز انټرنينشل» انګليسي ورځپاڼې ايډيټر رحیم الله يوسفزی هم وايي، د جګړې غځولو او پوځيانو د زياتولو تجربې تکرار شوي او ګټه يې نه ده کړې.

ښاغلي يوسفزي له نن ټکی اسيا سره د خبرو پر مهال وويل، چې امريکايان د کابل اداره او اشرف غني له تېرو شلو کلونو راهيسې پېژني او د کابل حکومت د ژغورلو لپاره به جګړې ته مخه نه کړي.

د افغان چارو کارپوه رحیم الله يوسفزی

د ښاغلي يوسفزي په وينا د دوحې تړون د امريکا لپاره يو ښه فرصت دی، چې بايد خپل ټول عسکر په مسؤولانه توګه له افغانستانه وباسي او ولسمشر جو بايډن د افغانستان شل کلنه جګړه پای ته ورسوي.

رحيم الله يوسفزي زياته کړې، چې جو بايډن د پخواني ولسمشر بارک اوباما د واکمنۍ پر مهال اته کاله مرستيال ولسمشر و، نوموړی د افغانستان جګړې او پوځيانو د زياتولو مخالف و او اوس، چې د ځواکونو ويستلو تړون شوی دی، دی به هېڅکله د کابل حکومت ژغورلو لپاره جګړې ته مخه نه کړي، ځکه چې هغه سره د جګړې له ختمولو پرته بل چانس نه شته.

د عملياتو زياتول په لومړي وخت کې اسانه بريښي، خو عملاً د ګټې پر ځای تاوان لري

په واشنګټن کې د کيټو څېړنيز مرکز څېړونکې مېرمن سحر خان وايي، د بايډن ادارې تر اوسه د افغانستان په اړه تګلاره نه ده جوړه کړې.

د آغلې سحر په وينا ځينې کړۍ د جګړې غځول غواړي، تر څو طالبان په بشپړ ډول وځپل شي او واک ته د رسېدو مخه يې ونيول شي، خو ځينې نور بيا وايي، چې امریکايي ځواکونو په افغانستان کې خپل ماموريت پای ته رسولی او نور بايد بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي.

په واشنګټن کې د کيټو څېړنيز مرکز څېړونکې سحر خان

آغلې سحر خان وايي، د جګړې او عملياتو پيلول په لومړي وخت کې اسانه برېښي، خو د تېرو شلو کلونو د تجرو له مخې دا روښانه شوې، چې جګړه او د پوځيانو زياتول هېڅ ګټه نه لري.

د مېرمن سحر خان په  وينا امريکا غواړي، چې د کابل حکومت وژغوري، خو په ميدان کې عملا دا هر څه د افغانانو او افغانستان په زيان تماميږي.

ايا ناټو به د امريکا له وتلو وروسته هم په افغانستان کې خپل عسکر پرېږدي؟

رویټرز خبري اژانس وړمه ورځ په يوه رپوټ کې ويلي و، چې ناټو غواړي، د امريکايي ځواکونو له وتلو وروسته هم په افغانستان کې خپل عسکر پرېږدي، خو يوه امريکايي ډيپلوماټ د نوم نه ښوولو په شرط نن ټکی اسيا سره په خبرو کې د رویټرز رپوټ رد کړی او ويلي يې دي، چې په دې اړه لا هم پرېکړه نه ده شوې، بلکې بحثونه روان دي.

رويټرز د ناټو څلورو لوړپوړو چارواکو له قوله ليکلي، که په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د پاتې کېدو پرېکړه وشي، دا به د طالبانو غوسه راوپاروي او په افغانستان کې به يو ځل بيا جګړې زور واخلي.

په قطر کې د طالبانو سياسي دفتر غړي او اروپايي څانګې مسؤول مولوي عبدالحق وثیق هم ويلي، چې د امريکايانو تر څنګ د ناټو استازو هم دوی ته ډاډ ورکړی، چې دوی له امريکا سره يو ځای افغانستان ته راغلي او يو ځای به ورسره وځي.

د ایران پلازمینه تهران کې د طالبانو د مذاکراتي ټیم غړي سهیل شاهین، ملا خیرالله خیرخواه او عبدالحق وثیق خبري کنفرانس1-2-2021
د ایران پلازمینه تهران کې د طالبانو د مذاکراتي ټیم غړي سهیل شاهین، ملا خیرالله خیرخواه او عبدالحق وثیق خبري کنفرانس1-2-2021

ښاغلي وثیق ويلي، افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازي سټيفانو پونتا کوروو دوی ته ويلي، چې له اړتيا پرته په افغانستان کې نه پاتې کيږي او د امريکايي عسکرو سره به دوی هم خپل پوځيان له افغانستانه وباسي.

رحيم الله يوسفزی، بارنيټ روبين او آغلې سحر خان په دې باور دي، چې له جو بايډن سره د جګړې ختمولو او پوځيانو له ويستلو پرته بله لاره نه شته او بايد د دوحې تړون له مخې خپل ټول پوځيان له افغانستانه وباسي.

د پوهنتون استاد او په کابل کې د سياسي چارو کارپوه دوکتور ناصر شفيق

د پوهنتون استاد او په کابل کې د سياسي چارو کارپوه دوکتور ناصر شفيق وايي، امريکا له طالبانو سره په تړون کې د بهرنيو ځواکونو ويستلو ژمنه کړې او اوس دا يوازې د طالبانو نه، بلکې د ټولو افغانانو غوښتنه ده او که امريکا له خپلې ژمنې په شا شي، نو ټول افغانان به يې پر وړاندې ودريږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ملا جانان

بایډن بله لار څنګه نه لري؟ بیا به افغانستان ته د ۱۴ لکه امریکایي عسکرو استولو امر ورکړي. د بلیارډونو ډالرو مصرفي بودیجه به ورته وټاکي. په کابل کي به بیا پروژې پریمانه وي، د ۲۵ زرو ډالرو پروژه به په ۳لکه ډالرو ورکوي. د ایسکورټیانو به بیا خولۍ په غوړو کي وي. خوند یې ښه دی را تله یې. وایي د بابا دغومره ږیره وه چي په تعویزو کي ولاړه. زما دا که منئ ملګرو دا نظام د کندهاریانو په اسطلاح اونډرا وبولئ. راځئ چي د راتلونکي نظام په اړه وږغیږو چي څنګه باید وي.

محمد اکرم خان

امریکہ نہ مخکى حق درلودئ ،
نہ آوس حق لرى ،
نہ سبا حق لرى ،

سى دوئ پہ افغانستان کى پہ زورہ وژاغیژى ،

د امریکہ سى پہ دا شل کلن جنگ کى سومرہ د افغانانو تاوان کڑئ دئ باید د زرے زرے تاوان
افغانانو تہ ورکڑى۔

الحاج استاذ بیانزی

د بايډن اداره د ځواکونو له ويستلو پرته بله لاره لري؟لنډ ځواب : نه هیڅکله له وتلو غیر بله لیار ابدا نه لری مګر د شوروی اتحاد د برخه لیک سره مخ کیدل به یی بله لیار کی وی . پوره ځواب: هو، دوی کله هم نه غواړی چه له دی هیواده په ارامه ووځی، شل کاله یی له پوره وحشت کار واخست ګټه یی ورته ونه کړه څلورزره خو دوی یاد کړی چه اشغالګر عسکر مردار شوی دروغ وایی څلویښت زرو څخه که زیات نه وی کم نه دی. بایدن ته خو له اوله د طالب مجاهدینو دمټو زور… نور لوستل »

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx