نړۍ

مهتر لام بابا ادبي ټولنې دروژې مباركې په فضيلت ځانګړې غونډه وكړه

mehterlam_baba_ramdhan_ghondaجنرال عبدالصمد مومند دغونډې صدارت وكړ انجنير داد الله ، داسلامي فرهنګي مر كز مشر قاضي محمد حسن اسلامي او استاد عبدالظاهر اثري ځانګړي مېلمانه ټاكل شوي وو.

مهتر لام بابا ادبي ټولنې د اونيزو غونډو په لړۍ كې خپله دوه اويا يمه غونډه د بورډ زيارتمځي تر شا په پي ، سي ، ايس كالج كې د جنرال عبدالصمد مومند په مشرۍ تر سره كړه – انجينير داد الله ، استاد عبدالظاهر اثري ، قاضي محمد حسن اسلامي د مشرانو مېلمنو

په صف كې ناست وو د كور به په توګه د مهترلام بابا ادبي ټولنې د كورنيو چارو مسول حا جي ګل اغا شهباز ناست وو غونډه د استاد تحسين الله تحسين لخوا د كلام پاك د مباركو اياتونو په تلاوت سره پيل شوه – د وياندو يي چار ې عبدالوهاب څاروان تر سره كولې د تېرې اوونۍ ګزارش نظير الحق قريشي واوروه پرانسته وينا حاجي ګل اغا شهباز وكړه او د تېر و تر سره شوو غونډو په اړه يې رڼا واچوله – د ويناو په ترڅ كې قاضي محمد حسن اسلامي ، عبدالظاهر اثري ، محمد نور افريدي ، جنرال عبدالصمد مومند او ځينو نورو مشرانو د روژې مباركې په فضيلتونو هر اړ خيزې خبرې وكړې او د مهتر لام بابا ادبي ټولنې دغه هڅه يې په زړه پورې وګڼله په غونډه كې يو شمېر ژورنالستانو هم بر خه اخستې وه اود جمعت اصلاح افغانستان د ځوانانو د څانګې لخوا د روژې مباركې په اړه چاپ شوې پاڼې (( رمضان د ايمان مدرسه )) ووېشل شوې همدا راز د (( پيلوزى )) او (( بورا )) مجلې هم ګډونوالو ته ور كړل شوې .

پرېكړه وشوه چې مهتر لام بابا ادبي ټولنه به د روژې په مباركه مياشت كې خپلې غونډې ځنډوي او د كوچني اختر نه وروسته به خپلې غونډې جاري ساتي . په غونډه كې يو شمېر ليكوالانو شاعرانو او د ادب مينه والو هم برخه اخستې وه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x