شعـــــرونه

د خيرک غلۀ/ فدا محمد نومير

فدا محمد نومير

راته مه وايه يو غل دی،  ټوله غلۀ دي
دا همه واړه د لوی لالا په  پلۀ دي

اوښ له بار سره عجيب په ګنډه منډي
پلار ، نيکونو څه په غلا کې ښه پاخۀ دي

د يتيم، کونډې په سر باندې درېغ نه کړي
چور ، چپاو لره همه په يوه خولۀ دي

پر ديوال نه، په درشل ننوځي کور ته
ها د لوی کلي شوکمار يې په پالۀ دي

کور يې ډک د سيم و زره او پيسو دی
روبل ، پونډ ، يورو، ډالر يې په تالۀ دي

يو يې نه دی چې نن لاس په لاس نيوه سي
خان، ملک، پیر و ملا ورسره ملۀ دي

څه شکوه او شکايت ترينه نومير کړي
دا سپين سترګي د خيرک د کور ، کالۀ دي

متحده ايالات ، کلفورنيا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx