ټولنیزه برخه

د ظالم واکمن او بې وسه عالم په زړه پورې کیسه

حامد افغان

د عراق والي حجاج بن یوسف د واسط په ښار کې ځان ته ډېره ښکلې ماڼۍ جوړه کړه، کله یې چې کار تکمیل شو خلکو ته یې اعلان وکړ چې ورشي او د حجاج ښایسته ماڼۍ وګوري، خوند ورنه واخلي او د برکت دعا! ورته وکړي. دا مهال د بصرې وتلي عالم امام حسن البصري رحمه الله غنیمت وګاڼه، نو د حجاج ماڼۍ ته د راغليو خلکو لپاره وعظ او نصیحت ته ورغی. څو یې له دنیا سره مینه کمه او د الله تعالی او اخرت لور ته یې متوجه کړي.

کله چې امام حسن البصري هغه ځای ته ورسید، د خلکو ګڼه ګوڼه یې وليدله چې د پراخه، ښایسته او زړه راښکونکي قصر په ننداره بوخت وو، امام د خطیب په توګه ودریدی او په خبرو یې پیل وکړ. تاسو څه فکر کوئ چې امام حسن البصري رحمه الله څنګه خطیب او ويناوال و؟!! هغه یو وخت خبرې کولې، عائشې رضي الله عنها یې خبرې واوریدلې، چا نه یې پوښتنه وکړه چې دا خطیب څوک دی، د ده خبرې پیغمبرانو ته ورته دي!

امام حسن البصري رحمه الله خپلو خبرو کې وویل: ترټولو خبیث انسان فرعون لویې لویې ودانۍ جوړې کړې وې، خو هغه الله تعالی هلاک کړ او ودانۍ یې پاتې شوې، کاش حجاج په دې پوه شي چې د اسمان مخلوق ورته غوسه دي او د ځمکې خلک یې دوکه کړي دي.

په دې توګه هغه خبرې کولې چې ناستو خلکو کې ځیني پر هغه وډار شول چې هسې نه حجاج هغه ته کوم ضرر ورسوي، نو یو کس ورپاڅیدی او هغه ته یې وویل: ابو سعید! نور بس کړه! خو حسن البصري رحمه الله هغه ته وویل چې الله تعالی له علماوو کلکه وعده اخیستې ده چې خلکو ته به قران او حق بیانوي او نه به یې پټوي. (لَيُبَيِّنُنَّهُ للناس ولا يكتمونه).

بله ورځ بغداد کې حجاج خپل مجلس ته په داسې حالت کې ورغی چې له غوسې پړق چاودیدی، د خپل مجلس خلکو ته یې وویل: هلاک او برباد شئ، ستاسو منځ کې د بصرې یو غلام پورته شي او زموږ پر خلاف یې چې څه زړه غواړي هغه وایي! خو تاسو کې داسې هیڅوک نه پیدا کیږي چې د هغه خبرې رد کړي! په الله مې قسم چې د ده وینې به پر تاسو وڅښم، اې ډارنو!

حجاج امر وکړ چې توره، جلاد او ځانګړی فرش راوغواړئ، هغه راوړل شول. وروسته یې حسن البصري ته پولیس ورولیږل چې هغه هم راولي، لیږ ځنډ وروسته هغه راوستل شو، خلکو ټولو د هغه لور ته په وېره، حيرت او دهشت سره کتل! او د هغه له ګام ګام سره یې زړونه لړزیدل.

حسن البصري رحمه الله چې د حجاج مجلس ته راورسید، کله یې چې ځانګړی فرش او لاس په توره جلاد ولید شونډې یې وښورولې، لکه څه یې چې وویل، په امام حسن البصري رحمه الله کې د مومن درنښت او وقار له ورایه ښکاریده، هغه په درنو ګامونو د یوه ستر ظالم مخته له مرګ او ژونده بې پروا روان و.

عجیبه خو دا وه کله چې هغه حجاج وليدی؛ سخت ورنه وویریدی، سمدستې یې ورته وویل: ابو سعید (د حسن البصري کنیت) دلته زما خواته راشه، خلکو په هېښتيا سره دا حالت څاره! حجاج امام وروغوښت او پر خپل ځای یې خواته ورسره کېناوه!

نو حجاج له امام نه د دین په اړه پوښتنې پیل کړې او هغه په ارامي سره، په دلچسپه ژبه او د پراخه علم په رڼا کې ځوابونه ورکول! حجاج هغه ته وویل: ابو سعیده! ته د علماوو سرخېل یې، بیا یې د مشک و عنبرو په څېر عطر راوغوښتل، د هغه ږیره یې ورغوړه کړه او په درنښت سره یې بېرته رخصت کړ.

حسن البصري رحمه الله چې کله رخصت شو او ولاړ، وروسته یو چا پوښتنه ورنه وکړه چې ته ښه پوهیږې چې حجاج ته د څه شي لپاره ورغوښتی وې، کله چې ته هلته ورغلې، جلاد او ځانګړی فرش دې ولیدل موږ درته کتل هغه مهال ستا شونډې وښوریدلې! دا راته ووایه چې هغه دې څه وویل؟

امام رحمه الله ورته وویل دا دعا مې وویله: اې زما د نعمتونو خاونده! او د سختې پر مهال زما د پناه ځایه، ته د ده غوسه زما لپاره سړه او ارامه کړه، لکه ابراهیم ته چې دې اور سوړ او ارام ګرځولی و. يا وليَّ نعمتي وملاذي عند كربتي؛ اجعل نقمته بردًا وسلامًا عليَّ كما جعلت النار بردًا وسلامًا على إبراهيم. ماخذونه: الفرج بعد الشدة للتنوخي، صور من حياة التابعين.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نعمت الله

الله جل جلا له در دستانت در عمرت و تمام اعمال صالح تو برکت دهد واقعا که حق نویسنده گی ات را ادأ میکنی و مصداق سخن امام حسن البصری که الله جل جلا له از علما وعده محکم گرفته که به مردم قرآن و حق را بیان کنند وآنرا پنهان نکنند . عمل میکنی از الله جل جلا له به خودم وتمام برادارن مسلمانم توفیق عمل استدعا میکنم افغان صاحب شما را خدواند جل جلا له از بلا های زمینی و آسمانی در پناه و عصمت خود داشته باشد آمین.

احمدشاه

نعمت جان افرین به شیری که خودت هم خوردی اولاد مرد استی که حق را حق میگوی
خودت هم با فامیل محترمت درپناه الله متعال باشی
البته من کدام شناختی با نویسنده مجاهد و زیبا سخن ندارم و به ایشان هم میگویم که در عمرت برکت قلمت رساباد
جزاک الله خیرً

احمد

جزاکم الله احسن الجزا وروره ډیر ه ښکلې قصه دې لیکلې وه .

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx