دیني، سیرت او تاریخ

د ګناه له عذاب څخه د ژغورنې لپاره د قرآن او سنتو لارښوونه

عبدالمالک همت

حضرت ابن مسعود رضي الله عنه وايي: دغه لاندي آيت د ګناهکارانو لپاره تر دنيا او فيها ښه او غوره دی. او علماوو رحمة الله عليهم ويلي دي چي په دې آيت سره  د ګناهکارانو يو ډول اروايي (روحي) درملنه کېږي.

لوی څښتن فرمايي:
(وَ الَّذِیْنَ اِذَا فَعَلُوْا فَاحِشَةً اَوْ ظَلَمُوْۤا اَنْفُسَهُمْ ذَكَرُوا اللّٰهَ فَاسْتَغْفَرُوا لِذُنُوْبِهِمْ ۪ وَ مَنْ یَّغْفِرُ الذُّنُوْبَ اِلَّا اللّٰهُ ۪۫ وَ لَمْ یُصِرُّوْا عَلٰی مَا فَعَلُوْا وَ هُمْ یَعْلَمُوْنَ۝۱۳۵ اُولٰٓىِٕكَ جَزَآؤُهُمْ مَّغْفِرَةٌ مِّنْ رَّبِّهِمْ وَ جَنّٰتٌ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ خٰلِدِیْنَ فِیْهَا ؕ وَ نِعْمَ اَجْرُ الْعٰمِلِیْنَؕ۝۱۳۶)[آل عمران: ۱۳۵، ۱۳۶ ].

ژباړه: او (دغه پرهېزګاران هغه کسان دي) چي کومه لويه ګناه وکړي يا (دکومي بلي کوچنۍ  ګناه په کولو او يا په کوم بل ډول سره) پر خپلو ځانو ظلم (او زياتى) وکړي، نو الله (او د هغه وعد او وعيد [ژمني او ګواښني] او په قيامت کي سخت عذاب) يادوي، بيا (د پښېمانۍ په څرګندولو سره) له هغه (سبحانه وتعالی) څخه د خپلو ګنهونو پخښنه غواړي (او رشتيانۍ نصوحه توبه کاږي)، ځکه چي (دوى په دې باور دي او پوهېږي چي) له الله پرته بل څوک دى چي د خلکو ګناهونه وبخښلاى سي ؟ او هغوى دپوهي او ادراک سره پر خپلو کړنو ټينګار نه کوي. (او دوى پوهيږي چي که توبه وکاږي لوى څښتن يې هم بخښي او الله ټول ګناهونه بخښي).

د داسي خلکو(چي په دغسي ښو صفتونو او خصلتونو ستايلي دي) بدله داده چي الله به ورته بخښنه وکړي او(په آخرت کي به) داسي بڼونه ورکړي چي (تردنګوماڼيو او سيوري لرونکو ونو) لاندي يې ولې بهيږي او هلته به هغوى د تل لپاره اوسېږي (،هيڅ به نه ځني ايستل کيږي). او د نېک چارو او د الله د طاعت کوونکو خلکو لپاره دا (مغفرت او جنت) څومره ښه اجر دى.

ابوهريره رضي الله عنه وويل:  سَمِعْتُ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: ” إِنَّ عَبْدًا أَصَابَ ذَنْبًا – وَرُبَّمَا قَالَ أَذْنَبَ ذَنْبًا – فَقَالَ: رَبِّ أَذْنَبْتُ – وَرُبَّمَا قَالَ: أَصَبْتُ – فَاغْفِرْ لِي، فَقَالَ رَبُّهُ: أَعَلِمَ عَبْدِي أَنَّ لَهُ رَبًّا يَغْفِرُ الذَّنْبَ وَيَأْخُذُ بِهِ؟ غَفَرْتُ لِعَبْدِي، ثُمَّ مَكَثَ مَا شَاءَ اللَّهُ ثُمَّ أَصَابَ ذَنْبًا، أَوْ أَذْنَبَ ذَنْبًا، فَقَالَ: رَبِّ أَذْنَبْتُ – أَوْ أَصَبْتُ – آخَرَ، فَاغْفِرْهُ؟ فَقَالَ: أَعَلِمَ عَبْدِي أَنَّ لَهُ رَبًّا يَغْفِرُ الذَّنْبَ وَيَأْخُذُ بِهِ؟ غَفَرْتُ لِعَبْدِي، ثُمَّ مَكَثَ مَا شَاءَ اللَّهُ، ثُمَّ أَذْنَبَ ذَنْبًا، وَرُبَّمَا قَالَ: أَصَابَ ذَنْبًا، قَالَ: قَالَ: رَبِّ أَصَبْتُ – أَوْ قَالَ أَذْنَبْتُ – آخَرَ، فَاغْفِرْهُ لِي، فَقَالَ: أَعَلِمَ عَبْدِي أَنَّ لَهُ رَبًّا يَغْفِرُ الذَّنْبَ وَيَأْخُذُ بِهِ؟ غَفَرْتُ لِعَبْدِي ثَلاَثًا، فَلْيَعْمَلْ مَا شَاءَ “(بخاري،کتاب التوحيد،باب كلام الرب عز وجل يوم القيامة مع الأنبياء وغيرهم، 7507 شمېره حديث، او مسلم او مسند احمد.).

ژباړه: ما له نبي صلی الله علیه وسلم څخه واورېدل چي ويې فرمايل: کله چي يو بنده ګناه وکړي، نو ووايي چي اى ربه! ما ګناه وکړه نو ما وبخښه ! نو د هغه رب عَزَّ وَجَلَّ ووايي : زما بنده پوهيږي چي هغه داسي يو رب لري چي هم ګناه بخښي او هم يې د ګناه په سبب  نيسي ، ځکه نو ما خپل بنده وباخښه. بيا بنده تر دغوني مودې پوري چي د الله خوښه وي له ګناه څخه ډډه وکړي، خو بيا بله ګناه وکړي او بيا ووايي: اى ربه! ما يوه بله ګناه وکړه ، نو ما بيا وبخښه ! نو د هغه رب عَزَّ وَجَلَّ  بيا ووايي : زما بنده پوهيږي چي هغه داسي يو رب لري چي هم ګناه بخښي او هم يې د ګناه په سبب   نيسي ، ځکه نو ما بيا خپل بنده وباخښه. بيا دغه بنده تر دغوني مودې پوري چي د الله خوښه وي له ګناه څخه ډډه وکړي، خو بيا دريم ځل ګناه وکړي او بيا ووايي: اى ربه! ما يوه بله ګناه وکړه، نو ما بيا وبخښه ! نو د هغه رب عَزَّ وَجَلَّ بيا ووايي : زما بنده پوهيږي چي هغه داسي يو رب لري چي هم ګناه بخښي او هم يې د ګناه په سبب نيسي ، ځکه نو ما بيا خپل بنده د ديم وار لپاره وباخښه.نو تر څو چي په ګناه اخته کيږي او ماته توبه کاږي زه ي توبه قبلوم.

امام نووي د دغه حديث په شرح کي وايي: که بنده ګناه سل ځله، يا زر واره او تر دې لا زيات تکرار کړي او هره پلا توبه پر وکاږي، توبه يې قبلېږي او ګناهونه يې رژېږي او که تر ټولو ګناهونو وروسته له ټولو ګناهونو څخه توبه وکاږي هم يې توبه صحيح ده.

يو بل حديث پوه مصطفى البغا د نووي صاحب پر دغه خبره باندي په تعليق کي وايي: مطلب دادی چي که چاته مرګ ورغی او هغه توبه کښلې وه بس له منلو سوو کسانو څخه دی، خطر هله دی چي ګناه ته وروګرځي، خو تر توبې دمخه ناببره مرګ ورسي، دغه نو له تاوانيانو څخه باله سي. الله مو دي له دغه حاله وساتي.

په بل صحيح حديث کي داسي راغلي دي: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «إِنَّ الشَّيْطَانَ قَالَ: وَعِزَّتِكَ يَا رَبِّ لَا أَبْرَحُ أُغْوِي عِبَادَكَ مَا دَامَتْ أَرْوَاحُهُمْ فِي أَجْسَادِهِمْ، فَقَالَ الرَّبُّ تَبَارَكَ وَتَعَالَى: وَعِزَّتِي وَجَلَالِي لَا أَزَالُ أَغْفِرُ لَهُمْ مَا اسْتَغْفَرُونِي». د حاكم المستدرك على الصحيحين، 7672 شمېره حديث، حاکم د دغه حديث په اړه ويلي دي: «هَذَا حَدِيثٌ صَحِيحُ الْإِسْنَادِ وَلَمْ يُخَرِّجَاهُ» (دا حديث د اسنادو له مخي صحيح دی، خو بخاري او مسلم نه دي تخريج کړی). او نامتو حديث پوه ذهبي هم صحيح بللی دی.

ژباړه: رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: شيطان وويل: ای لویه څښتنه ! ستا په عزت لوړم چي پرله پسې به د آدم اولادونه تر هغو چي اروحونه يې په بدنونو کي وي له سمي لاري بې لاري کوم. لوی څښتن تبارک وتعالی وفرمايل: زما به عزت او لويي مي دي قسم وي تر هغو چي هغوی له ما څخه د ګناه بخښنه غواړي زه به يې هم پرله پسې بخښم.

وه، څنګه ښه خدای لرو!!  الهي تاته دي زر – زر واره شکرونه وي ! الهي زما په نصوحه توبو توبه ده، بيانه کوم او کوښښ کوم چي کړي ګناهونه مي د ښو کارونو په تر سره کولو جبيره کړم.

د توبې کښلو طريقه:

له ګناه څخه د ژغورني لپاره سمدستي دوه کاره وکړئ:

١. لومړى کار په زړه پوري اړه لري او هغه دا دى چي پر خپله کړنه وشرمېږئ او په راتلونکې کي د دغسي ناسم کار د نه کولو ټينګ هوډ او کلک عزم وکړئ او دغه دوه کاره بايد د الله تعالى له وېري او تقوا څخه وي، نه د بل چا له وېري.

٢. دوهم کار په بدن پوري اړه لري، او هغه دادى چي غوره او نېک کارونه وکړئ او تر ټولو دمخه د توبې لمونځ وکړئ. د توبې د لمانځه په اړه دا حديث دى:

عَنْ أَبُو بَكْرٍرَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ أَنَّهُ قَالَ: سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ: «مَا مِنْ عَبْدٍ يُذْنِبُ ذَنْبًا فَيُحْسِنُ الطُّهُورَ ثُمَّ يَقُومُ فَيُصَلِّي رَكْعَتَيْنِ ثُمَّ يَسْتَغْفِرُ اللَّهَ إِلَّا غَفَرَ اللَّهُ لَهُ »( ابوداود، کتاب الصلاة، باب في الاستغفار(١٥٢١) حديث. د يادولو وړ ده چي دغه حديث، علامه الباني او نورو حديث پوهانو صحيح بللى دى.)

ژباړه: حضرت ابوبکر صديق رضي الله عنه  وايي چي ما له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه واورېدل چي ويل يې: له کوم بنده څخه چي کومه ګناه تر سره سي، بيا اودس په ښه توګه تازه کړي، بيا پاڅي او دوه رکعته لمونځ وکړي، بيا له الله تعالى څخه د  ترسره سوي ګناه بخښنه او معافي وغواړي، نو الله تعالى هغه بخښي.

بيا يې د آل عمران د سورې ۱۳۵ آيت کوم چي پورته ياد سو تلاوت کړ.

پای

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx