نظــر

استاد عاطف؛ ارزښتپال دعوتګر او مبارز

ذاکر جلالي

لا مې هغه غموونکی تیاره ماښام نه دی هېر چې د وحید مژده د ټپي کېدو او بیا د شهادت واورېدل. لا مې د استاد قانت د دردوونکي وفات غم نه دی سپک شوی. لا مې د ډاکټر عبدالباقي امین، ډاکټر ایاز نیازي او مولوي مفلح د شهادتونو درد نه دی هېر چې نن سهار مې د استاد محمد عاطف د شهادت په غموونکي او ځپونکي خبر پیل شو. د هر چا عکس چې فېسبوک کې چا خپور کړی وي، زړه مې ټکان وخوري، چې څه ټکه نه وي پرېوتې.

دغه چم نن هم راسره وشو. د استاد له عکس سره مې ژر لاندې ټکي ولیدل او د انا الله و انا الیه راجعون له ایة سره مې حوس والوتل!
یو بل غم. یو بل ماتم. د یوه خواږه انسان شهادت!
استاد عاطف شهید شو!

د یوه انسان زېږون، روزنه او پالنه او بیا داسې چې ټولنه کې یو ستر شخصیت شي، چې زرګونه خلک یې د لارې، فکر او نظر پیروان شي، دا ډېرې هڅې او کوښښونه غواړي. بل عاطف جوړول، د یوه نسل هڅې غواړي. استاد عاطف د جهاد د دورې له بااستعداده ځوانانو څخه و. د مبارزې ګڼ پړاوونه یې ووهل. په انقلابي شرایطو، مهاجرت او بې‌وسیو کې يې لوړې‌ زده‌کړې وکړې. پای د سړک د غاړې د یوه ماین قرباني!
څومره دردوونکې او نهیلوونکې ده.
د جمعیت اصلاح د مرکزي شورا مشر ووژل شو!
دا به ډېرو ته یو مطبوعاتي تیتر وي. دا خبر به ولوستل شي، تېر به شي او هېر به شي. خو دا یوازې خبر نه دی. دا خبر د یوه بې‌وزلي، بې‌کسه او بې‌اسرې ملت د څو لسیزو هڅو و هاند په اوبو لاهو کېدل دي. د څو لسیزو تجربې، مطالعې، مشاهدې، مبارزې او منډو ترړو پای….د ولس د هوساینې، روزنې او پالنې د څو لسیزو هڅو پای….!

د وطن او ملت د ښېرازۍ او ابادۍ د یوه ارمانجن انسان مرګ!
د سیاستونو، ګوندبازیو او ډلبازیو په پېر کې د یووالي، تفاهم او تقارب د غږ خاموشي!
په دومره اسانۍ د داسې چا ترور چې د ملت د روزنې هیلې ورپورې غوټه وې. د اخلاص او استعداد داسې څلی به بیا څنګه او کله جوړ شي؟! بل عاطف موندل به څومره وخت ونیسي؟! که بل عاطف هم ورغول شي، د هغه پای به هم دغه وړ وي؟!

په یوه جګړه‌ځپلي، د پوهې او د پرمختګ او تمدن له کاروانه شاته پاته ملت تر دې بله ستره بدمرغي وي؟!

استاد عاطف که په یوه متمدنه ټولنه کې هم زوکړی شوی وای، د شهادت درد او غم به یې خورا دروند وای؛ خو کله چې زموږ په څېر یو ملت کې راپنځېږي او بیا دغسې په اسانۍ سره ځي، دا د غمیزې او نهیلۍ اوج دی!

استاد محمد عاطف کم‌ساری ویناوال و. ویناوو کې يې الله تعالی عجیب اغېز او راښکون ايښی و. د استاد وینا کې ژور تعهد او اخلاص ډېر جوت و. د دې تر څنګ یې پراخې مطالعې وینا ته لا زیاته ښکلا وربښله او د ټولنې تحصیل‌یافته نسل کې یې وینا خاصه لار کوله. د استاد ویناوو کې د افغانستان او اسلامي امت دردونه او ستونزې په نادر فصیح او بلیغ انداز بیانېدل.
نن د امت د ستونزو د منادي غږ له یوه بم سره چوپ شو!

د دې تر څنګ چې استاد محمد عاطف د جمعیت اصلاح افغانستان د مرکزي شورا مشر او پخوا یې عمومي مشر و او له ویناوو او لیکنو مې يې ګټه پورته کړې وه، استاد سره زموږ د کورنۍ تړاو څو لسیزو مخکې پړاو ته ورګرځي. کله چې زما مرحوم تره مولوي صاحب میر حمزه د هجرت پرمهال دعوت او جهاد پوهنتون کې استاد و، شهید استاد عاطف یې له خاصو شاګردانو څخه و. ښايي موږ سره یې شفقت او خاصې مهربانۍ کې دغه تړاو ډېر اغېز درلود.

دوه کاله وړاندې چې د انجینر شفیع الله جیلاني په میلمستیا کې فرصت برابر شو، زه او استاد څنګ پر څنګ کښېناستو د خپلې ځوانۍ او دا چې زما مرحوم تره سره یې ځانګړې اړیکه وه، راته وویل. استاد د خاص خدای ورکړي استعداد له مخې پر مخاطب خاص اغېز درلود. خوږ او متمرکز مجلس یې کاوه. د بحث په اوږدو کې مې ترې وپوښتل چې د پرګماټیزم په دې دور کې چې پر سیاستونو مکیاولېزم واکمن دی، څنګه د ارزښتونو سیاست کېدای شي. په ټول اخلاص او باور یې راته وویل، چې پوهېږم چې دغه وضعیت دی؛ خو زموږ هدف د دغه حالت بدلېده دي، زموږ مبارزه د دې لپاره ده چې بااستعداده، مخلص او د ارزښتونو پالونکی نسل وروزو چې هم د افغانستان معنوي کمۍ ورپوره کړي او هم په مادي ډګر کې افغانستان د سیالانو سیال کړي.
استاد عاطف خپلې ټولې وړتیاوې او ټول ژوند د افغانستان ژغورنې او رغاونې ته وقف کړي وو. د استاد یوازنۍ هیله د افغانستان سوکالي او پرمختګ و. له کابو دوو کلونو راهیسې چې د هدفي وژنو بدرنګه لړۍ روانه ده او له یوې مخې د فکر، قلم، قدم او خدمت سړي یو یو وژني، هېچا دا لرې نه ګڼله چې یوه ورځ به دغسې شخصیت هم ترور کېږي. ټول وینو او پوهېږو چې دغه حالت سره د مبارزې دوې لارې دي یا دا چې په نښه شو او یا دا چې مبارزه پرېږدو. د مبارزې پرېښودل په خپله د دښمن بریا د دغه وړ شخصیتونو مرګ دی. استاد عاطف ولیدل چې د څنګ نژدې ملګري يې ترور شول، خو لار یې پرېنښوده او د افغانستان د ژغورنې، رغونې او سولې مبارزه یې لا ګړندۍ کړه.

دا لړۍ دومره پراخه او اوږده شوه، چې د افغانستان د فکري فقر وېره یې پیدا کړې. که دا لړۍ وغځېږي او داسې نورې څېرې هم په نښه شي، د سباني افغانستان د رغاونې چاره به څوک سمبالوي؟! داسې مخلص او متخصص بچي به بیا افغانستان له کومه کړي چې خپل ټول شته یې د خپلو خلکو او وطن د مادي او معنوي ودې ته وقف کړي وو؟!

له ټولو دغه وړ د فکر، قلم او اخلاص له شخصیتونو زما غوښتنه ده، چې له دغې مرګونې څپې څه موده ځانونه په څنګ کړي. که دوی قربانۍ ته چمتو دي او شهادت ته غېږ پرانیزي، د سباني افغانستان لپاره دې ځانونه څنګ ته کړي…د دوی مرګونه او ترورونه په عاطفي لحاظ ډېر دردوونکي او غموونکي دي؛ خو عواطف سړېږي او هېرېږي؛ مګر د دوی تشه ډېره اوږدمهاله ده. وطن یو مبهم حالت کې دی. د پوښتنې څوک نه شته. مسوول جهت اصلاً نه شته.

استاد عاطف پورې تړلې هیلې په څومره نامردۍ او نامرادۍ خاورې شوې. استاد به د افغانانو لپاره څومره د خیر او فلاح هیلې درلودل چې نیمه‌خوا پاتې شول.

دا لړۍ ښيي چې وطن په ډېر بد حالت کې دی. د سولې اړوند لوري، په ځانګړي ډول طالبانو ته په کار دي چې د دغه وضعیت په تړاو ډېر د مسوولیت احساس وکړي. که خدای مه کړه دا فرصت ضایع شي، بیه به یې څوک پرې کوي؟! د بلې جګړې د لړۍ مهار او بل فرصت به ډېر وخت ونیسي.

الله تعالی دې د استاد عاطف پر اروا خاص رحم وکړي. خدای دې د استاد عاطف ارمانونه یو یو پوره کړي.

آمین

عکس: د ۱۳۹۸ل کال د لوی اختر ورځ، د جمعیت اصلاح مرکزي دفتر.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx