نړۍ

ميانمار کې پوځي کودتا؛ ملګرو ملتونو د مسلمانانو په حالت اندېښنه ښوولې

نن ټکی اسیا (سه، ۱۴ سلواغه، ۱۳۹۹ل): ملګرو ملتونو اندېښنه ښکاره کړې، چې ميانمار کې د پوځي کودتا له امله د شاوخوا ۶۰۰ زرو مسلمانانو ژوند په دغه هېواد کې له ګواښونو سره مخ دی او امنيت شورا په دې اړه د بېړنۍ ناستې رابللو پرېکړه کړې ده.

د ميانمار پوځ تېره شپه د ولسمشرې انګ سانګ سوچي حکومت نسکور کړ او سهار وختي يې نوموړې له يو شمېر لوړپوړو چارواکو سره يو ځای بندي کړې ده.

د ملګرو ملتونو وياند سټيفن دوجاريک ويلي، د روهنګيا شاوخوا ۶۰۰ زره مسلمانان په راخين ولايت کې په سختو حالاتو کې ژوند کوي، چې روغتيا، تعليم او د ژوند نورو بنسټيزو اړتياوو ته لاس رسی نه لري.

د ملګرو ملتونو وياند ويلي، د پوځي کودتا له امله به د روهنګيا مسلمانانو ژوند نور هم ترينګلی شي.

په ۲۰۱۷ کال کې هم د ميانمار په راخين ولايت کې له ۷۰۰ زرو زياتو مسلمانانو د پوځ بریدونو او وحشتونو له امله خپل کورونه پرېښي او په بنګلاديش کې په سختو حالاتو کې ژوند کوي او زرګونه نور روهنګيايي مسلمانان د پوځ او بودايي ترهګرو له لوري وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګویټريش او نورو غربي دولتونو د ميانمار پوځ د مسلمانانو په دښمنۍ او د هغوی په نسل وژنه تورن کړی و.

د امريکا له لوري د بنديزونو ګواښ

د امريکا متحده ايالتونو ولسمشر جو بايډن له پوځي کودتا وروسته ګواښ کړی، چې پر ميانمار به بنديزونه ولګوي.

ميانمار کې څو لسيزې پوځي ديکتاتوري واکمنه وه او امريکا پرې بنديزونه لګولي وو، خو د ديکتاتورۍ له ختمېدو وروسته امريکا پر ميانمار لګېدلي بندیزونه بېرته پورته کړي وو.

خو تېره شپه، چې پوځ يو ځل بيا د اول انګ سان سوچي حکومت نسکور کړ، واک يې په خپله قبضه کړ او د نوموړې په شمول یو شمېر لوړپوړي چارواکي يې هم بنديان کړي دي.

پوځ پر ټاکل شوې مشرې انګ سان سوچي تور پورې کړی، چې په تېرو ټاکنو کې يې درغلي کړې، پوځ د ټاکنو د پایلو له منلو انکار کړی او د يوه کال لپاره يې په هېواد کې بېړنی حالت اعلان کړی دی.

د ملګرو ملتونو او امريکا سربېره، برتانيې او اروپايي ټولنې هم د ميانمار پوځ له لوري پر ملکي حکومت دغه کودتا غندلې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

زمونږه د مسلمانانو حالت له هغوی هم خراب دی مونږه یو بل سره خورو ته ما کافر وایی زه تاته کافر وایم. نفع یی ایران او پاکستان وړی.

الحاج استاذ بیانزی

زه نه پوهیږم چه په زرونو او لکونو د میانمار بیدفاع مسلمانان د کوم دووس له خوا په شکاره د پولیسو په شتون کی بودایانو په ژوندینی سیزل که دا همدغه جمهور ریس وو چه اوس پری کودتا شوی . وو نو بیا خو ښه کار شوی چه لیری شوی او که دا له هغه وحشت وروسته رامنځته شوی او په مسلمانانو به یی ترحم درلود نو بیا خو د اروپا او امریکا دلسوزی انسان دوستی معلومیږی . ځکه یی مونږ په اړه ارزونه نه کوو چه د میانمار له حالاتو ډیره متاسفانه نه خبره یو

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx