لیکنېنظــر

د سولې سفیر

عبدالرحیم (ثاقب) لیکوال او سیاسي شنونکی

انس (حقاني) د خپل خدای ورکړي استعداد له مخې د ډیرو ځانګړتیاوو څښتن دی.
نوموړی سربیره پر دې چې د هیواد د مشهور جهادي شخصیت مرحوم مولوي جلال الدین (حقاني) جهادي کورنۍ ته د انتساب ویاړ لري ښه شاعر او لیکوال هم دی.

په تیر۲۰۲۰ کال کې د امریکايي پوهنتون د دوو تنو بهرنیو استاذانو په عوض کې له باګرام زندان څخه د انس( حقاني) راخلاصیدو د هیواد د سولې پروسه لا چټکه کړه.

د طالبانو (اسلامي امارت ) په مذاکراتي ټیم کې د انس (حقاني) غړیتوب او د دوحې تړون د لاسليکېدو په مراسمو کې د نوموړي فعال مطبوعاتي حضور د سولې په پروسې کې د هغه شخصيت نورهم وځلاوه.

همدا وجه وه چې د دوحې تړون او همدا راز د بین الافغاني مذاکراتو په کانفرانس کې د کورنیو او نړیوالو رسنیو ډیر پام د انس (حقاني) خواته اوښتی او هر خبریال به یې د لیدو په مهال ورسره د مرکې کولو لپاره لیوالتیا ښودله.

انس ( حقاني ) که څه هم چې د عمر له لحاظه کم سنه خو د خپل فطري ذکاوت او استعداد له مخې ګڼې ځانګړتیاوې لري.

داچې نوموړی د طالبانو په مذاکراتي ټیم کې تر ټولو کشر او کم عمره غړی دی د هیواد ځوانان یې په یاد ټیم کې د ځوانانو د استازي په حیث په نوم ویاړي.

شاعران چې د ټولنې د هیلو او آرمانونو ترجمانان يادیږی په مذاکراتي ټیم کې شاعر انس د خپل ځان نماینده ګڼي.

د انس کاریزماتیک شخصیت, د هغه بشاشه څیره او له عاطفې ډکې خبرې له هرچا سره په اړیکو جوړولو کې د نوموړي د موفقیت چانس تضمینوي.

په دې وروستیو کې د هیواد د ځوانو شاعرانو په یوې ولسي مشاعرې کې د انس (حقاني) وینا او له خواخوږۍ ډکو خبرو د عملي سولې د ټینګښت په لاره کې د نوموړي اغیزمنوتوب لا پیاوړی کړ.

نوموړي په یادې مشاعرې کې د شعر ترڅنګ د خپلې لنډې وینا په ترڅ کې وویل:
(( اوس د دې وخت رارسیدلی دی چې له شفقت ( خواخوږي) نه کار واخلو ، تنګ نظري پریږدو او سینې پراخې کړو، الله تعالی په دې خوشاله کیږي.
هغه کسان چې په مخالف صف کې هم ولاړ دی الله تعالی په دې قادر دی چې سبا ته مونږ سره وروڼه شو؛ ځکه نو هیڅکله باید چاته پیغوریزه خبره ونشي))

که د انس (حقاني) پورتنۍ خبرې په غور واوريدل شي په هغو کې د عاطفې، خواخوږۍ او پر خپلو خلګو د زړه سوي يو ښه پیغام پروت دی.
او دا هغه پیغام دی چې افغانان نن تر بل هرڅه ورته ډیر اړ او اوریدو ته یې زیات هوسیږي.

له بهرنیو اشغالګرو سره مقابله او له خپل دین او هیواد څخه دفاع د انس (حقاني) د عقیدې برخه او په دې لاره کې پر خپلو څلورو وروڼو سربېره د کورنۍ لسګونه شهیدان ورکړي، خو اوس چې مو نور له بهرني اشغال څخه د هیواد د خلاصون ورځې رانیږدي دي د مقابل افغاني لوری د راخپلولو لپاره دغسې جوړوونکو خبرو ته ډیر ضرورت دی.

په نړۍ کې نن د ملګرو ملتونو په شمول ډېر سازمانونه شته چې په مختلفو برخو کې خپل استازي ټاکي او هغوی ته په کاري ساحې کې یولړ مکلفیتونه سپاري.

پرځای به وي که اسلامي امارت هم ځوان، هڅاند او شاعر انس (حقاني) بهرنۍ نړۍ ته د سولې د سفیر په حیث وټاکي تر څو ورته د اسلامي امارت سوله ییزه تکلاره ښه واضحه او هغوی په افغانستان کې د عدم مداخلت تګلارې ته قانع کړي.

پای

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx