نظــر

د ځنکدن په وخت کې شهيد معلم اول ګل سره د دښمن چلند

شاهدالله رحيمي

دا لیکنه د ګوانتنامو له زندان څخه د یو ازاد شوي بندي (حاجي صاحب ولي محمد) له نقل قول څخه ستاسې درنو حضور ته وړاندې کیږي.

د حاجي صاحب له قوله چې شهید معلم اول ګل مجاهد تر شهادت وړاندې د ګوانتنامو زندان په هغه بلاک کې چې دی بندي وو، د همدې بلاک په دوهم پوړ کې د ورزش یا منډې لپاره د منډې په ماشین د تمرین په حال بوخت وو چې څو شېبې پس له همدې ماشینه بې هوښه په ځمکه ولوید او بې سده پروت وو، د هماغه بلاک ساتونکو د شهید معلم صاحب لاسونه او پښې د بې هوښۍ په حالت کې هم ولچک او نوموړی یې لاندې پوړ ته راښکته کړ.

څو شېبې پس په هوش راځي، له هغې وروسته شهید معلم صاحب خپله غواړي چې تشناب ته لاړ شي، ظالم دښمن یې پدې حال هم ولچکونه نه خلاصوي، په تشناب کې تر څه ځنډ تېرولو وروسته د یو لوی څیز د غورځېدلو اواز اورېدل کیږي کله چې ګوري شهید معلم صاحب بیا بې هوښه پروت دی.

د بلاک ساتونکی معلم صاحب له بلاکه ولچک لاسونه او پښې بې هوښه وباسي او د ګوانتنامو زندان مربوط روغتون ته یې انتقالوي.

لدې سره د ټول زندان ټول زندانیان یو شور او غوغا جوړوي چې له معلم صاحب سره څه وشول؟

وحشي دښمن د اسلامي امت د ویاړلو اتلانو د تکبیر له نعرو ویره او ترهه احساسوي، په هر حال له دوه شپو او ورځو وروسته په زندان کې هغه د غم او ویر خبر اورېدل کیږي چې د شهید معلم ټولو دوستانو ترې وېره محسوسوله.

د بلاک مسؤل د شهید معلم د شهادت خبر د هغه دوستانو ته اوروي، له همدې خبر سره د شهید معلم اول ګل دوستان او د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه مظلوم مسلمان بندیان بې اختیاره او احساساتي فریاد، ژړا او د شهید معلم په شهادت غم ښکاره کوي.

څو شپې ورځې د ګوانتنامو لوی زندان په ټولو بلاکونو د غم او خفګان، ژړا او فریاد مړه څپه حاکمه وه، زندانیانو خوراک، څښاک نه کاوه، له شهادته څو شپې پس شهید معلم د زندان اکثره مظلومانو ته په خوب ورځي، په خوب کې هغوی ته ډاډ ورکوي، چې زه خپل هغه هدف ته ورسېدم د کوم لپاره مې چې ژوند وقف کړی وو، زما ملګرو تاسې نور په ما خفګان مه کوئ زه دلته ډېر راحت او آرام یم.

ددې شپې په سبا ټول بندیان یو له بل سره همدا ورته او مشابه خوب شریکوي هماغه وي چې مظلوم زندانیان د خپل شهید شوي ملګري په غم وېر کول کموي او هغه ته د دعا لاسونه لپه کوي.

وحشي دښمن لکه څرنګه چې د جګړې له اصولو مکمل سرغړاوي کوي، دغه راز له بندیانو سره په سلوک او کردار کې یې هم د شهید معلم صاحب اول ګل مجاهد سره له شوي تعامل څخه معلومولی شئ.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx