دیني، سیرت او تاریخ

نبوت انساني اړتیا ده «لسمه برخه»

اسدالله رزين

د شام پردیسي:

محمد چې کله شام  ته په سفرروانیده د (۱۲)کلو وو. له ابوطالب سره د محمد د سفر په هکله ډیر سخت مخالفتونه وسول.

د ابوطالب د کورنۍ نه وه خوښه چې محمد دې د یوې شیبې لپاره هم له هغوی جلا سي، ام ایمن او ثویبې خو دا ویل چې یابه محمد نه ځي او یا موږ هم ورسره ځو چې ابو طالب په ډیره غوسه کې ورته وویل:
محمد اوس شکر دی ځوان دی او ستاسې پالنې ته نه ده اړ او د ځوان خبرې محمد ته هم ډیر خوند ورکړ، خو ابو طالب د هغه خوب له مخې چې په دغو بیخي لنډو شپو کې یې لیدلی و ځان مجبور باله چې محمد یې باید د سفر ملګری واوسي او هغه داچې:
ما د یاد سفر په هکله خوب لید چې شیطانان راباندې راټول وي او په مرګ مې ګواښي (تهدیدوي)، پوروړي هم پور را څخه غواړي او مال هم اور واخلي چې:
پلار مې عبدالمطلب د ډیر ضعف په حال کې چې محمد یې ترلاس نیولی وي راسي او راته ووایي چې:
محمد درسره بوځه چې شیطانان له محمده تښتي، له پوروړو به هم خلاص سئ اور به هم مړسي چې:
محمد یو ګام رامخته سو، شیطانانو اور واخست او لوګي سول، پوروړو چې د محمد نوراني مخ ولید په خپله مخه ولاړل، اور هم مړ او په ګلزار بدل سو.

رومي سوداګر راغلو او زموږ مالونه یې په څو چنده ګټه راڅخه وپېرل. د قافلې ملګري ډله ډله راځي او د قافلې د مشر ابو طالب د کور شا او خوا را ټولیږي، قافله تیاره سوه او ټول ولاړل او له بتانو ډکه کعبه څخه يې طواف وکړ.
یواځې محمد و چې په طواف کې نه سو ورسره شریک او د صفا په غونډۍ ورته ولاړ و.

د طواف مراسم پای ته ورسېدل او د سفر زنګونه وشرنګول سول، لمر نور د غرو شاته په پټیدو و او د آسمان لمنې سرې وي چې محمد هم پخپل سپین اوښ سپور او له قافلې سره ملګری سو.

محمد په عمر کم او د عبدالمطلب جابر چې ابو طالب د محمد د چوپړ لپاره ورسره ملګری کړی و مسیحي و، نو ځکه دواړه په سفر کې سره ملګري او جابر به هره شېبه د محمد په چوپړ کې و.

قافله ډیره ژر د دښتو په زړه او تیارو په خوریدو کې له سترګو الونیا سوه او محمد د آسمان، آسمان په څنډو او ستورو په لیدو او کتو لګیا و، چې جابر ورته وویل:
ولې خبرې نه کوې؟
محمد ور ته و ویل: جابره د دې لوی او بلکل منظم نظام په خیالو کې یم چې بې له یوه خالقه هیڅ شونې نه ده چې و دي چلیدای سي.

جابر ورته وویل: د مسیحیت له لید لوري یې یوازې یو خدای خالق او ساتونکی دی.

محمد د خدای او د هغه د صفتونو په اړه له جابره و پوښتل او جابر ور ته و ویل: چې زه له دې زیات نه پوهیږم.

شام ته په لاره کې قافلې څو ورځې او شپې مزل وکړ، چې یو سهار اوښپه ږغ وکړ چې دغه ده اوس شام ته را ورسیدو او تر غرمې پورې به د(بصرې) سیمې ته ور ورسیږو.

ټول مزل وهلي خوشاله او د بریالي سفر زیري یی یو په بل وکړل، دوی د دښتو اوسیدونکي وو او ښار ته د ور رسیدو ډیر هوس یې لاره.

دوی روم ته ورسیدل، هلته چې هرڅه په ټوله معنی آزاد و، په هیڅ شي او هیڅ کولو بندیز نه و، هغه د مشهورو فیلسوفانو، عیاشي او فحاشي بلکل په واک کې سیمه وه.

د غرمې شا او خوا وه چې قافله بصرې ته ورسیده او تر ونو لاندې یې پیټي کته کړو.

د قافلې مشران په سلا کولو کې و چې: یو راهب ته ورته سړی د(بحیراراهب) له عبادت خونې د دوی لور ته ور روان و.

د(بحیرا) استازی دوی ته ور ورسید او له سلام وروسته یې د(بحیرا) له لوري یو بلنلیک ابو طالب ته ورکړ چې ټول همدا اوس زما میلمانه یاست او هیڅوک به هم نه پاته کیږئ.

د بحیرا په عادتونو کې قافلو ته میلمستیاوې نه وې، نو ځکه هر چا ته دا مېلمستیا نابلده ښکاره سوه. او د قافلې د مشرانو په منځ کې هم له ډېرو سره شکونه او پوښتنې پیدا سوې، خو له یو څه بحث وروسته بلنه ومنل سوه او استازی هم په خوشالۍ ولاړ او له شا دوی هم پسې ورغلو او یواځې محمد او جابر د کالو ساتلو لپاره هلته پاته سول.

دوی خو له ډېر لرې لا د بحیرا په څار کې و چې د وریښمو سپینه ټوټه د قافلې په منځ کې په یو چا د چترۍ کار ورکوي.

بحیرا ته د تورات او انجیل له مخه معلومه وه چې دغه د وریځې چترۍ یواځې او یواځې د خدای له لوري په موعود نبي د سیوري کولو لپاره ګومارل کیږي.

راهب له یوه لورې د میلمنو ښه راغلی کوي او له بله لوري د کړکۍ له لارې د وریځې سپینه ټوټه څاري چې پخپل ځای ولاړه ده، نو ځکه یې پوښتنه وکړه چې له تاسي، خو به څوک هلته نه وي پاته.

دوی ورته وویل یواځې یو کوچنی هلک او غلام د کالو ساتلو لپاره هلته پاته دي.

بحیرا ور ته و ویل دلته امن دی هغه دواړه دې هم راسي.

عثمان بن لبيد په منډه ورغی او محمد او جابر یې هم را  رهي کړل.

بحیرا ولیدل چې چترۍ هم را روانه سوه، بحیرا ډیر خوشاله سو ځکه هغه نښه بیخي رښتیا سوه د کومې چې مسیح(ع) ۵۰۰کاله مخکې زیری کړی و.

بحیرا ډیر لوی عالم او د خپل وخت متقي سړی و. د همدغه لوړ غرض لپاره به یې د عربو ټولې قافلې له ډیره وخته څارلې.
د بحیرا میلمستون په یوه لوړه غونډۍ ودان و. کیدای سي چې همدغه لوړ موقعیت به یې د همدغې موخې لپاره خوښ کړی و.

بحیرا له کلو کلو سترګې په لاره حالته را ووت او وتوانید چې د عیسی(ع) زیری قافله پیدا کړي.

په کومه کې چې د وریځې سپینه ټوټه په محمد رسول الله(ص) سیوری کوي.

بحیرا له محمد(ص)سره د وریځې په را کوچیدو اوږده سا وکشه. د قدرت د جلال او محمد(ص)د حقیقت او جمال په خیالو کې پاته و چې محمد(ص) د ښکلا منبر د بحیرا د میلمستون دروازه پخپل نور کې وځلوله او په محمدي ادابو میلمستون ته را دننه سو.

بحیرا خپل شان هیر او د محمد(ص) شان ته په دره ناوي کې یې د دوی د هرکلي لور ته منډه ور واخسته او په ټوله مینه او مننه کې یې محمد(ص) په غیږ کې ونیو.

بحیرا کوشش کاوه چې که وکولای سوای تر څو د محمد (ص) پښې ور مچو کړي، دا ځکه چې بحیرا له موعود نبي سره مخامخ و.

بحیرا ته د موعود نبي حیثیت ور معلوم و، بحیرا په ټول هغه ادب چې د موعود نبي له شانه سره وړ و، د نبي له خوا سره کیناست او په ټول غور یې د هغه هرڅه څارل او د مبارک بدن هر غړی یې له سترګو تیراوه.

بحیرا په ټول درناوي لګیا و چې د محمد(ص) په مبارکو ولیو کې د نبوت ټاپه هم وویني.

بحیرا په ټول احتیاط د محمد(ص) له مبارکو اوږو مبارک څادر پورته او بحیرا ته د ټاپې لیدلو اعزاز هم په لاس ورغی.

بحیرا نه و ملامت ځکه چې خاتم الانبیاء(ص) یې ولید ، ویې پیژاند او نورو ته یې هم ور وپیژاند.

ډوډۍ وخوړل سوه، میلمنو له راهبانو د شام او په شام کې د اوسیدو په اړه پوښتنې کولې، خو بحیرا د محمد(ص) په ناسته نه مړیده چې ترې ویی پوښتل:

زویه! په (لات او عزا)لوړه درکوم چې پوښتنو ته مې سم ځوابونه راکړه.

محمد رسول الله (ص)په (لا ت او عزا  )له لوړې ډیر سخت وځوریده، خو د محمدي حیا له مخې یی خپل ځور نکړ ښکاره او ورته ویې ویل:

پلاره که بې له لوړې هم له ما پوښتنې وکړئ رښتیا درته وایم او زه له رښتیا پرته نور هیڅ هم نه پیژنم، تر دروغو بل خوار شی ماته نه راښکاریږي.

پلاره! بل وار له ما د لات او عزا په نامه پوښتنه مه کوه، ځکه په نړۍ کې تر دوی دواړو او ټولو بتانو د کرکې وړ بل شی نه سته.

بحیرا له محمد(ص) څخه د پلار، مور، هستي او نیستي او له پلاره د ورپاته میراث پوښتنې هم وکړې چې محمد ځواب ور کړ.

پلاره! زه مسکین یم او په مزدورۍ د خلکو مالونه ور پیایم.

بحیرا لاسونه سره و سولول او تر شونډو لاندې یې وویل: ښه راغلې ،ښه راغلئ، تر تا له مخه موسی(ع)او عیسی(ع) هم شپني کړې ده.

په دغه شېبه کې ابو طالب راهب ته را نژدې سو چې د میلمه پالنې کور ودانی ورته ووایي چې بحیرا له هغه و پوښتل دا هلک دې څه دی؟

ابوطالب ورته وویل: زوی مې دی، بحیرا ورته و ویل نه ده سمه چې د دې هلک پلار دې ژوندی وي.

ابوطالب ورته وویل: سمه خبره دې وکړه محمد د مور په نس کې و چې پلار یې مړ سو او مور یی هم مړه سوې ده.

بحیرا ورته و ویل: سمه ده او  په ډیره مینه یې له ځانه سره ګوښې ته بوتلو.

بحیرا له یو څو پوښتنو وروسته ابو طالب ته وویل: په محمد به ډېر پام کوئ، له ټولو کافرانو او په ځانګړي ډول سره یې له یهودو وساتئ.

هغوی یو پیغمبر وژونکی قوم دی، هغوی په محمد پسې ګرځي او که په لاس ورغی خامخا یې وژني.

هغوی د موسی(ع) او عیسی(ع) د مرګ هم ډیرې هڅې وکړې او اوس یهود له دغه مسیا ډیر سخت ویریږي.

ابو طالب ترې وپوښتل (مسیا) څه شی او څوک دي؟
بحیرا ورته وویل: مسیا محمد ده او د محمد او مسیا نوم په تورات او انجیل دواړو کې راغلی دي.

بحیرا او ابو طالب دواړه پټه خوله پاته او په اوږدو اوږدو خیالو کې ولاړ و، خو بحیرا خوشاله و چې د رسول الله(ص) په لیدو مشرف سو او ابو طالب بیا د محمد(ص)د ساتلو په اندېښنو کې پاته سو.

بحیرا سکوت مات کړ او ابو طالب ته یې وویل: ښه خبره داده چې ډېر ژر خپل وطن ته ولاړ سئ.
ابو طالب په ځواب کې ورته وویل: قوم ددې ټول لوی تجارت مسئولیت ماته را سپارلی دی، نو زه به هغوی ته څه ځواب وایم.
بحیرا د ابو طالب په ستونزو پوه سو، نو یې په شا و ټکاوه او ورته ویې ویل: ځه وروره د هیچا پروا هم مه کوه، خدای د خپل استازي او نبي ساتنه پخپله کوي.
له مکې را وتلی کاروان په شام کې د دمشق ښار ته هم ورغی چې یهود او نصاری دواړه پکې ډیر وو او په شدیدو اختلافونو سره اخته وو او هرې ډلې بیا په خپل منځ کې هم بیخي پریمانه اختلافونه سره لرل، فساد په ډیره لوړه کچه پکې دود و، که د امکاناتو د لیږ آو ډیر او څرنګوالي خبره له منځه ووځي بیانو، د نن ورځې غرب او د رومي واکدارانو په واک کې د هغه مهال د ټول شام او ځانګړي ډول سره د دمشق د هر لوریځ فساد په منځ کې توپیر نه سته.

زما په اند دا د هغه رومي مدنیت کاپي ده چې نن یی د بدمرغې ولس واکي (دموکراسۍ) تر سرلیک لاندي په ټول انسانیت او ځانګړي ډول سره په اسلامي هیوادونو تپي.
په ډیر افسوس سره دغه ده نن موږ هم د دغې (روې)په خوله کې پراته یو او تر همدغه سرلیک لاندې مو د انسانیت له جادې باسي او څلور بولیز وراسته ډنډ ته مو ور ټېل وهي او تالۍ څټې یې لګیا دي او تر دغه غولونکي سرلیک لاندې چې هیڅ ورچنیز شتون هغه چې د انسان د نیکمرغۍ لامل سي نه لري.

[1] البدایة والنهایة ج۲ص۲۸۳

محمد درشیر خوارګی

سیرة النبی محمدشاه ارشاد

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx