شعـــــرونه

مناجات/ عبدالرشيد کامران

عبدالرشيد کامران

عاجز یم، ګناهګار یمه، خطا یم، نا فرمان یم
بیا هم د ستا زرګونو نعمتونو ته حیران یم

له سر نه تر نوکونو ستا په فضل کې پنهان یم
دعوه د خلافت کومه حضرتِ انسان یم

د نفس بندګي کوم، وعدې مې ماتې کړې
زه څومره بې وفا یمه، توبې مې ماتې کړې

سر تا ته په سجده ږدمه خو زړه مې په دنیا کې وي
ژبه مې قرآن لولي او فکر مې هوا کې وي

غریب چې یم، مایوس یم، نا شکري را څخه کیږي
چې دوه روپۍ پیدا کړمه، لویي را څخه کیږي

لمنځونه مې ګوډ مات دي او زکات را باندې بار دی
ملا سره مې نه لګي، جومات را باندې بار دی

جهاد را څخه پاتې دی، اجرونه را نه پاتې
زه شر ته ښه تکړه یم، ثوابونه را نه پاتې

سکون او خوشالي، دواړه اکثر را نه خپه وي
کیدای شي چې الله او پیغمبر را نه خپه وي

نو څنګه به دریږمه، جانان ته او کوثر ته
په کومه خوله او پوزه به درځمه زه محشر ته

د عفوې خوږ نظر په خپل بنده واچوه خدایه!
په کړیو ګناهونو مې پرده واچوه خدایه!

که ”عدن” او ”فردوس” دي راته راکړل خو ستا خوښه
رشید بس د جنت په دروازه واچوه خدایه!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
فیض الله فیضی

دیر ښکلی الله دی اجر درکړی

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx