افغانستان

کندهار: چاودنې ۸ کسان وژلي

نن ټکی آسیا: د کندهار ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې د پنجوايۍ په ولسوالۍ کې د سړک د غاړې ماین چاودنې لږ تر لږه ۸ ولسي وګړي وژلي او ۲ نور يې ټپيان کړي دي.

د کندهار ولایت د والي ویاند دوا خان مینه پال وايي چې نن /چنګاښ ۲۱مه/ سهار ۱۰ بجې د ولسي وګړو د سپرلۍ په یوه موټر چې د پنجوايۍ ولسوالۍ پر لور روان و، چاودنه وشوه.

مینه پال زیاتوي چې په چاودنه کې ۸ ولسي وګړي وژل شوي او ۲ نور ټپيان شويدي.

په وژل شوو کې ۵ ښځې، یو نارینه او ۲ ماشومان شامل دي.

د پنجوايۍ ولسوالۍ ولسوال فضل احمد اسحاقزی وايي چې د لومړني راپورونو په اساس وژل شوي کسان د یوې کورنۍ غړي دي.

د یادونې وړ ده چې د سړک د غاړې زیات شمېر ماینونه د روس د وختونو څخه پاتې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x