نظــرنکات - د لطف الله خیر خوا کالم

د ظريف مجاهد لسم تلين

لطف الله خيرخوا

کالم-نکات
بيا دوهمه فروري ده. د شهيد معلم اول ګل د وياړ او د بلوسګرو د کوزګورۍ او شرم ورځ. تېره ورځ يې د ګوانتانانو زندان د پنجرې ګاونډي سره ناست وم. زه پوهېدم، چې هغه د معلم صاحب د شخصيت او فکر احتوا نه شوه کولی. دا چې وخت هم تېر شوی و او د زندان شپې ورځې حافظه هم ځپي، ډېر څه ورسره مستحضر هم نه وو. له هر څه سره، دومره پوهېدم، چې سخت ترې متاثر دی. د معلم صاحب شخصيت، فوقيت او متانت ته په ډېر څه قايل دی.

هېښنده دا وه، چې د زندان ملګری يې کله بهر نړۍ ته راوتلی، پوهېدلی، چې دا په معنوي لحاظ څوک و؟ د کومو کارنامو بريالی مجاهد و. ملګری يې وايي، موږ هلته نه پوهېدو، چې دی کومې موضوع کې نيول شوی. يوه خبره ډېره ما ته د ملاحظې وړ وه، چې عرب مجاهدينو به د ده ډېر احترام کاوه، ډېر اشنا چلن به يې کاوه، مګر شهيد معلم صاحب به ډېر سرسري او عادي رويه کوله. ما سره سوال و، چې دا ولې؟ د عرب مجاهدينو احترام او درنښت ډېر د فخر باعث و، مګر دی يې هېڅ نه بولي!

ده خپلو زنداني ملګرو سره په مجالسو کې هم د خپلې موضوع په اړه هېڅ نه دي ويلي. د زندان ملګرو نه هر څه پټ پاتې دي. ملګری يې وايي ما ته درې خبرو نه د معلم صاحب درنښت او پوهه راوبرېښېده:
لومړۍ دا چې ده اشارتاً هم چا ته موقع ورنه کړه، چې د ده د موضوع په اړه بحث وشي. دا چې د ده دوسيه ډېره حساسه وه، په همغه کچه ده هم پټه وساتلی شوه. د ملګري حس يې يقيناً ژور دی. موږ تېرو شلو کلونو کې وليدل، چې خلکو څومره سينه‌دربې وکړې، خلکو څومره ضميرونه ځان ته راجع کړل، مګر دې بې ريا مجاهد ان اشارتاً هم موقع نه ده ورکړې. دا به يې ممکن د موضوع د حساسيت غوښتنه هم وه، خو د امتياز ځای کې يې پټول هم قوت غواړي.

دوهمه دا چې د امريکا د بمبار او اسلامي امارت د مقاومت په اړه د ده او حقاني صاحب همنظري زړه‌پورې وه. د دوی نظر دا و، چې اسلامي امارت زمکنی سرسخت دښمن هم لري. دوی بايد د شمال پر ځای خطونه هغه ځای ته عقب نشين کړي، چې د ټينګولو توان يې وي. بندي ملګری يې وايي چې حقاني صاحب له بمبار مخکې په چورلکه کې د خط د ځای انتخابولو لپاره وګرځېد، مګر دا نظر عملي نه شو يا يې د عملي کولو وخت ونه موند.
درېمه دا چې معلم صاحب ډېر ارام طبيعت درلود. هيجان، وارخطايي، لنډپاري او تنګ نظري يې نه پېژندل. هر وخت هشاش بشاش او له معنوياتو ډک برېښېد. د قوي روحياتو څښتن و. ملګری يې وايي ما ته به يې يوه توصيه کوله، چې بې ضرورته خبره هېڅ وخت مه کوه. ممکن خبره دې مجلس کې بده نه وي، يا به نن بده نه وي، خو بل مجلس کې يا بل وخت ستونزه جوړوي. کوښښ کوه، زړه کې د خبرې ښخولو تمرين وکړې. ملګری يې وايي دې خبرې زه وپوهولم، چې دا سړی ډېر لرې ګوري.

وايي یوه بله توصيه يې هم کوله، چې شته شی؛ که فعلا اضافه هم و، مه يې ضايع کوه، خامخا يې د کارېدو وخت راځي. په دې اړه به يې د خپل قومندان شهيد انجنېر محمود يادونه کوله، چې ما به هر څه په معلوم ځای کې ساتل. هغه به کله ناڅاپه غږ وکړ، چې هغه پلانی شی درسره و، په کار دی، ما به سمدستي ورته حاضر کړ. وايي زما ژوند کې داسې ډېر مثالونه شته، چې د شته شي، د کارېدو وخت ضرور راځي.

د زندان ملګري يې د معلم صاحب د تلاوت هم ډېره يادونه کوله، چې ډېر زيات تلاوت يې کاوه.
هر وخت به قرآن کريم ته ناست و. بله ځانګړنه يې دا وه، ليک به يې په ډېر شوق کاوه. ملګری يې وايي زما به ورته زړه تنګېده، خو معلم صاحب به بيا زما ليکونه هم راته په شوق شوق ليکل.
د شهيد معلم صاحب د خوشطبعۍ يې هم ډېره ياده کوله. وايي د مولوي سراج په نوم يو زنداني به ورته ويل، معلم صاحب، يوه لغمانۍ ټوکه خو وکړه. ده به د هغه د خوشحالولو لپاره يوه ټوکه ورته وکړه. ده کوښښ کاوه د معلم صاحب د خوشطبعۍ بېلګې ووايي، خو يو مجلس کې ډېرې خبرې ذهن ته نه حاضريږي.

يوه ټوکه يې وکړه، چې يو زلمی خسر کره روان و. کله چې د خسر کور ته نږدې شو، پام يې شو، چې مېوه يې نه ده اخيستې، تش لاس خسر کره څنګه ځې؟

فکر يې وکړ، چې بېرته چېرته ګرځې، خو د جوارو دې لنډ پټي نه توکې ماتې کړه او څادر کې يې غوټه کړه، همدا سوغات دی کنه. سړی پټي ته ورګډ شو. مه کوه، چې له دې پټي مخکې هم چا توکې ماتې کړي او پټی يې د خسر دی. اوښي يې پيرې ته ناست دي، چې دا زموږ له پټيو توکې څوک ماتوي؟

ده چې په توکو ماتولو پیل وکړ، د شا لخوا پرې د سوکانو او لغتو باران شو. سړی يې سم د شيرې د خوراک کړ. لاس تړلی يې کور ته يوړ او يوه کوټه کې يې واچاو. زامنو يې پلار ته وويل، چې غل مو ونيو، کوټه کې پروت دی. پلار يې چې وروکتل، ګوري، چې زوم دی. تندي ته يې ټک ورکړ، چې دا مو څه وکړل؟ دا خو مو خپل اوښی وهلی!! دا څه شرم مو جوړ کړ؟

مشوره يې سره وکړه، چې اوس به څه کوو؟ د هلکانو مور ورته وويل، چې خپله ښځه دې ورشي، دلاسا دې کړي، بله لار نه شته. جلکۍ ته يې وويل، لورې مېړه نه يې درته د بوسو خوسی جوړ کړی، ورشه عذر يې وکړه، ورته ووايه چې له دې پټي مخکې هم غلا کېده، له بده مرغه نن ته پرې ګېر شوې.

د زوم بې چاره له ډېرو وهلو نظر کار نه کاوه. مېرمن يې چې کوټې ته ورننوته خپل حال ورپه زړه شو، ورته يې وويل:
خورې ته يې هم توکو کې راوستې يې؟ !!!!
د مجلس پای کې ما ته دې خبرې سخت خفګان پیدا کړ، چې معلم صاحب خپل ملګري ته له ليدلو کتلو سترګو ګيله کړې وه..ما سره په ډېرو ديده سترګو خيانت وشو..هغو خلکو زه دښمن ته وسپارلم، چې موږ ته ډېر نږدې او د مودې ملګري وو.

ربه!
د دې مظلوم شهيد اروا د زيره خورو پر بد انجام خوشحاله کړه. چا چې ده سره خيانت کې هر ډول ګډون او خوښي کړې وي، د ژوند خوښۍ يې وتروړه

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x