
سامسنګ له یو شمېر ځانګړتیاو برخمن ارزانه ځیرک موبایل وړاندې کړ
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۵ سلواغه، ۱۳۹۹ل): لکه څرنګه چې په ټوله نړۍ کې د نږدې هر بالغ کس لپاره د ځیرک موبایل کارول اړین ګرځېدلي، د موبایل شرکتونه هم کوښښ کوي د خلکو د اړتیاو سره سم پر یو شمېر ځانګړتیاو سمبال ارزانه موبایلونه وړاندې کړي.
په دې اړه سامسنګ د خلکو د موبایل اړتیا او اقتصادي وضعیت ته په کتلو ارزانه خو بشپړ موبایل وړاندې کړی چې بیه یې له سلو ډالرو کمه ښودل کیږي او راتلونکې اونۍ به بازار ته د خرڅلاو لپاره وړاندې شي.
د سامسنګ مشهور شرکت په جنوري میاشت کې د ګلیکسي ۲ ایس په نوم موبایل وړاندې کړی و چې اوس یې ددغې نسخې ارزانه (ګلیکسي ایم صفر ۲ Galaxy M02) موبایل نندارې ته وړاندې کړ.
د سامسنګ دغه ارزانه او د لومړۍ کچې موبایل ۶.۵ انچه انفینیټي ډیسپلی لري چې په دې کې د ایچ ډي پلس ریزولوشن ځای پرځای شوی دی.
دغه موبایل د ۲ او ۳ جي بي نسخو سره ۳۲ جي بي داخلي حافظه لري چې په میموري کارت سره تر یو ټي بي زیاتېدلی شي، په موبایل کې د میډیا ټيک ټکنالوژي شرکت ایم ټي ۶۷۳۹ ډبلیو پراسیسر ورکړل شوی دی.
د ګلیکسي ایم صفر ۲ موبایل وزن ۲۰۶ ګرامه دی چې ۹.۱ ملي میتره نری والی لري، په دې کې د لس واټه چارجولو سره پياوړې (۵۰۰۰) ملي امپیره بیترۍ ورکړل شوې ده.
د موبایل شاخوا ته دوه کامرې ورکړل شوي چې منځنۍ یې ۱۳ میګا پېکسله او دوهمه یې ۲ میګا پېکسله د میکرو کامره ده، د سیلفي یا مخنۍ کامره یې د قطرې په شکل کې د سکرین پر سر ورکړل شوې چې ۵ میګا پېکسله ده.
د نورو ځانګړتیاو سربېره یاد موبایل کې د اندراید ۱۰ چلوونکی سیستم موجود دی چې د دوه سیمونو اخیستلو وړتیا لري، او دغه موبایل به په څلورو رنګونو (تور، خړ، شین او سور) رنګونو کې موجود وي.
ګلیکسي ایم صفر ۲ موبایل به تر ټولو وړاندې هندوستان کې په ۹ فبروري بازار ته د خرڅلاو لپاره وړاندې شي. دغه موبایل د سامسنګ له لوري په هندوستان کې چمتو کیږي.
ددې موبایل د ۲ جي بي ریم او ۳۲ جي بي حافظې نسخې بیه (۹۶) امریکایي ډالر چې شاوخوا (۷۴۰۰) افغانۍ کیږي ایښودل شوې ده، په داسې حال کې چې د ۳ جي بي ریم او ۳۲ جي بي حافظې نسخې بیه (۸۰۰۰) افغانۍ اټکل شوې ده.