ورزش

نیمار له پي ایس جي لوبډلې سره د څلورو کلونو لپاره تړون تمدیدوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۵ سلواغه، ۱۳۹۹ل): وروسته له یو شمېر جنجالونو، سمو او ناسمو راپورونو بالاخره د فوټبال مشهور ستوری نیمار د فرانسوي لوبډلې پاریس سان جرمان سره خپل تړون د څلورو نورو کلونو لپاره تمدیدوي.

تمه کېده نیمار به د تېرو دوه کلونو په څېر سږکال هم غواړي د لیونل میسي لپاره د پي ایس جي تړون لغوه او برسلونا لوبډلې ته ستون شي، خو نیمار ویلي چې اوسمهال په پي ایس جي لوبډله کې خوښ دی.

یو شمېر فرانسوي ورځپاڼې د نیمار د تړون تمدید تاییدوي چې راتلونکې اونۍ به اعلان شي خو په دې اړه رسما لوبډلې تر اوسه څه نه دي ویلي.

د پي ایس جي لوبډلې سره د نیمار تړون په ۲۰۲۲م کال کې پای ته رسېدو، خو د یادو تړون له مخې به اوس تر ۲۰۲۶م کال پورې په دغه لوبډله کې لوبیږي.

دا په داسې حال کې چې د پاریس سان جرمان لوبډلې تېره میاشت خپل تېر روزونکی «توماس توخېل» له دندې ګوښه او پر ځای یې ارجنټاینی «ماریو پوچیتینو» نوی روزونکی وټاکه.Mauricio Pochettino will receive a huge boost if the reports of his commitment are confirmed

توماس توخېل د پاریس لوبډلې لپاره یو غوره او تکړه روزونکی و، خو د راپورونو پر اساس نوموړي نشو کولی د لوبغاړو ترمنځ همغږي رامنځته کړي تر څو په یاده لوبډله کې د اوږدې مودې لپاره پاتې شي.

برازیلي نیمار په ۲۰۲۰م کال کې غوښتل د پاریس لوبډله پریږدي او بېرته برسلونا ته وګرځي چیرته چې هغه څلور کاله له میسي سره یوځای لوبه کړې وه، خو برسلونا د مالي او اقتصادي ستونزو له کبله هغه خپل نشو کړلی.

نیمار چې په فرانسوي لوبډله کې هره اونۍ (۶۰۰ زره پاونډه) ترلاسه کوي، هغه مهال په زغرده ویلي وو چې په پاریس لوبډله کې خوښ نه دی، بېرته هغې لوبډلې ته تګ غواړي له کومې څخه یې چې پريښودل تېروتنه وه، خو پاریس نه غوښتل نیمار له لاسه ورکړي، په همدې اساس یې په بولۍ کې د نوموړي بیه زیاته ایښې وه او هیڅ لوبډلې ونشو کړی هغه سره تړون ترسره کړي.

۲۷ کلن نیمار د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۷م کالونو ترمنځ په برسلونا کې ولوبېد، خو په ۲۰۱۷م کال کې د فرانسوي لوبډلې پي ایس جي هغه د فوټبال په تاریخ کې په ستره بیه (۲۲۲ ملیونه یورو) له برسلونا څخه واخیست.

نیمار وکولی شول په ۲۰۲۰م کال کې خپله لوبډله (پاریس سان جرمان) د چمپينز لیګ پایلوبې ته ورسوي، خو ویې نشو کړی بریا خپله کړي او په دغه لوبه کې یې د بایرن مونشن له لوري په ۱-۰ ماتې ومنله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx