شعـــــرونه

د مينې غم چې په زړه بار وي ښه وي/بدري

اسد بدري

د مينې غم چې په زړه بار وي ښه وي
چې زړه دې چاپسې بیمار وي ښه وي

دنیاګۍ هسې هم فاني ده پیره
چې یو نیم ښکلی پکې یار وې ښه وي

هر ځای خبرې داسې سپينې مکړه
په یارانه کې چې اسرار وي ښه وي

دا ځينې خلګ چې ژوندي وې ښه وي
دا ځينې خلک چې په دار وي ښه وي

غريبي ښه وي د هجران تر سختو
خو چې په څنګ کې دې دلدار وي ښه وي

اسد بدري ستا په یادونو پایم
چې مې د زړه کورکې قرار وي ښه وي

اسد بدري

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx